ملګري ملتونه: د افغانستان شپږو ولایتونو کې خبریالان نیول شوي

افغان خبریالان

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولي یا یوناما وايي، په تېرو لسو ورځو کې واکمنو طالبانو په شپږو ولایتونو کې د رسنیو یو شمېر کارکوونکي نیولي دي.

تېرو دوو اونیو کې د افغانستان په کندهار، غزني، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې د خبریالانو د نیول کېدو رپوټونه خپاره شوي وو.

یوناما په پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، "خبریال مرتضی بهبودي او د نجونو د زدکړو فعال مطیع الله ویسا دواړه د روان کال په لومړیو کې نیول شوي وو، چې اوس د واکمنو په توقیف کې دي."

یوناما د نړیوالو قوانینو له مخې له طالب واکمنو غوښتي چې د نظر او وینا ازادۍ ته درناوی، ساتنه او وده ورکړي. د ملګرو ملتونو دغې ادراې همدارنګه ویلي، ټولو هغو کسانو ته چې نېول شوي، باید د قوانینو له مخې د کورنۍ د غړو او د وکیل لېدو اجازه ورکړل شی.

یوناما په یوه ټویټ کې غوښتنه کړې نيول شوي باید پر دې پوه شي چې پرې لګېدلي تورونه څه دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ ټولنو هم تېره اوونۍ څو ځلې په خپلو خبرپاڼو کې د افغان خبریالانو د نیول کېدو خبرونه ورکړي وو.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حمید عبیدي بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، په تېره یوه اوونۍ کې یو شمېر خبریالان په ناقانونه توګه د طالبانو حکومت له خوا نیول شوي دي. د ښاغلي عبیدي په وینا طالبان باید د رسنیو قانون ته درناوی وکړي او د سرغړونو کمیسیون ته دې اجازه ورکړي چې د خبریالانو اړوندو دوسیې وارزوي.

ښاغلی عبیدي وايي، " که چېرې کومه تخطي د رسنیو یا کوم خبریال له خوا شوې وي، نو دا دې کمیسیون وڅېړي، دا د کمیسیون واک او صلاحیت دی. که چېرې استخبارات یا کومه بله اداره په دې کې مداخله کوي، دا له قانون څخه سرغړونه ده."

د ښاغلي عبیدي په وینا په ځینو برخو کې د خبریالانو او طالب چارواکو تر منځ واټن شته او د تفاهم ژبه لا نه ده رامنځ ته شوې.

د نوموړي په خبره، طالبان یو شمېر هغه خبریالان چې د نظام ستاینه کوي "نازوي"، خو ځینې چې انتقادي خپرونې جوړوي او د ټولنې نیمګړتیاوې په ګوته کوي، ګواښل کېږي او ان ځینې وخت ورته "د جاسوس کلمه کارول کېږي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د وروستیو نیونو په اړه وویل، پلټنه د نظام حق دی او خبریالان هم په دې کې شامل دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا یو شمېر خبریالان د پلټنو لپاره نیول شوي دي،" د دوی قضیې د خبریالۍ له کارونو سره تعلق نه لري، چې تر سپیناوي وروسته به انشاالله بېرته خوشې شي. د ځینو اقداماتو د مخنیوي لپاره نظام توقیفاتو ته اړ کېږي، خو دا په دې مانا نه ده چې له چا سره به زور زیاتی یا ظلم کېږي."

افغان خبریالان

تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې رسنیو د سیمې په کچه په خورا رغنده توګه وده کړې وه، د ټلویزیونونو، راډیوګانو او چاپي رسنیو سلګونه مرکزونه فعال شوي وو، زرګونه مسلکي کسانو له رسنیو سره دنده درلوده.

که څه هم واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، طالب چارواکو ویلي وو، چې د رسنيو ازادۍ ته ژمن دي، خو په تېرو دوو کلونو کې پر رسنيو یو لړ محدوديتونه لګول شوي دي.

یو شمېر رسنۍ بندې شوي، د رسنیو کارکونکي بې روزګاره شوي او یا یې نورو چارو ته مخه کړې او ګڼ شمېر نور یې له افغانستانه وتلي دي.

په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.