يوناما وايي په دايکندي کې د ولسي وګړو د وژل کېدو په اړه څېړنه کوي

د عکس سرچینه، UNAMA
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما ویلي په پام کې لري چې دایکندي کې د د وسله والو طالبانو له خوا د ولسي وګړو د وژل کېدو په اړه څېړنې وکړي.
دا پېښه تېره اوونۍ د دایکندي ولایت په سیواک سیمه کې رامنځته شوې، وه ، په اړه یې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما یوه لنډ بیان کې ویلي هڅه کوي په یاده سيمه کې د رامنځته شوې پېښې په اړه حقایق وموي.
بیان زیاتوي چې دغه سیمه کې د ملکي تلفاتو او د ماشومانو په ګډون لږ ترلږه د ۸ کسانو د غیر قانوني وژنو ډېر جدي راپورونه ورکړل شوي دي.
په دې بیان کې د څېړنو په اړه د طالبانو یادونه هم شوې او ویل شوي چې په دې تړاو د باوري تحقیقاتو او حساب ورکونې د اړتیا په اړه له طالبانو سره ښکېل دي.
خو طالبان د دې پېښې په اړه پر خپل مخکني دریځ ټینګار کوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره خبرو کې ادعا وکړه چې پېښه کې ولسي وګړي نه دي وژل شوي.
خو ځايي اوسېدونکي وايي په پېښه کې وژل شوي کسان ولسي وګړي دي.
د سیمې اوسېدونکي محمد هدایت بي بي سي ته ویلي چې د تېرې نومبر میاشتې پر ۲۵ طالبانو د دایکندي په سیوک او شیبر سیمو کې عملیات وکړل.
دی دغه راز ادعا کوي چې د ده نهه تنه عزیزان دې عملیاتو کې وژل شوي او څلور نور یې له ځان سره وړي دي.
دی وايي دوه کورنۍ چې وژل شوي کسان ورسره تړاو لري، له نژدې پېژني او د طالبانو بیا واک ته رسېدو را وروسته موده کې یې هېڅ امنیتي فعالیتونه نه لرل.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
دی ادعا کوي چې دې سیمه کې د دوه لوریو پر ځمکو دعوه وه او ظاهرا داسې ښکاري چې یوه لوري د بل پرضد طالبانو ته رپوټ ورکړی. دی وايي شاوخوا یو نیم سل طالبان راغلل سیمه یې محاصره کړه او د یوه قومي مخور په ګډون یې دوه تنه وژل. پایله کې د یادې کورنۍ غړي کورونو کې پټ شول او مقاومت یې وکړ.
یوه بل ځايی مخور بي بي سي سره خبرو کې ورته خبره وکړه.
خو طالبان وايي دې کسانو سره نښته کې د دوی یو کس ووژل شو او دوه نور ټپیان شول. طالبان ادعا کوي چې وروسته دوی اقدام کړی او نهه وسله وال یې وژلي او څلور نور یې ټپیان شوي دي.
طالبانو دغه راز ویلي وژل شویو کسانو له مقاومت جبهې او د طالبان بل مخالف قوماندان مولوي مهدي سره اړیکي لرل.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف دې پېښه کې د څلورو ماشومانو پر وژنه چې عمرونه یې د یوولسو او ۱۴ کلونو ترمنځ وو، خواشیني ښودلې ده او ټينګار یې کړی چې په دې اړه دې پوښتنې ګروېږنې وشي.











