امریکا پر سعودي د بريدګرو وسلو پلور بیا پيلوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر سعودي عربستان د بريدګرو وسلو پلورل له دری کلن ځنډ وروسته بیا پیلوي.
په ۲۰۲۱ کال کې جوبايډن واک ته له رسېدو وروسته اعلان وکړ چې د یمن په جګړه کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې د اندېښنو له کبله به يوازې دفاعي وسلې پر سعودي پلوري.
اوس امریکا وايي، وروسته له دې چې سعودي خپل مکلفيتونه پوره کړي، دوی چمتو دي چې پر رياض د پخوانيو شرطونو له مخې وسلې خرڅې کړي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ودانت پټېل د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، "د جوبايډن ادارې د خپلې پاليسۍ له مخې د ځانګړو بريدګرو وسلو پلور وځنډاوه. موږ تل ټينګار کړی چې دا د یمن په اړه د سعودي د پاليسۍ او ولسي وګړو ته د مرګژوبلې د کمولو په خاطر شوی و."
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي سي اېن اېن خبري شبکې ته ويلي، له هوا ځمکې ته د وسلو پر ځانګړي ډول بنديز لرې شوی او سعودي ته د نويو وسلو ورکول به د دويزې پاليسۍ له مخې څېړل کېږي.
په همدې مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ریاض "د تهاجمي بريدونو سيستم ښه کړی دی."
د متحده ایالاتو یو حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ له میاشتې راهیسې کله چې سعودیانو او حوثیانو د ملګرو ملتونو په مشرۍ د اوربند هوکړه وکړ، سعودي پر یمن هېڅ هوايي برید نه دی کړی او د یمن له لوري هم بریدونه تر ډېره درول شوي دي.
په دې وروستيو کې امريکا، بريتانيا او اسرائيلو په يمن کې د حوثي ياغيانو پر موخو بريدونه کړي دي. حوثيان دغزې جګړې له کبله له فلسطينيانو سره د خواخوږۍ په پار په سره سمندر کې پر بېړيو ګوزارونه کوي.
د بایډن ادارې دا پرېکړه په داسې حال کې کړې چې په منځني ختیځ کې کړکېچ مخ په زياتېدو دی او په غزه کې هم د اوربند لپاره هڅې روانې دي.











