د اسلام اباد پولیسو علي وزیر او ایمان مزاري نیولي دي‌

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مهم غړی علي وزیر او د بشري حقونو فعاله ایمان مزاري نیولي دي.

علي وزیر د پاکستان قامي اسمبلې کې د شمالي وزیرستان پخوانی استازی دی، او تر دې مخکې هم څو ځله نیول شوی او تر دوه کلونو ډېر بند یې تېر کړی دی.

د اسلام اباد پولیسو لخوا خپاره شوي بیان کې د علي‌ وزیر او ایمان مزاري د نیول کېدو پخلی شوی دی.

په بیان کې راغلي‌ "دواړه ملزمان د اسلام اباد پولیسو ته ته څېړنو لپاره مطلوب وو" او دا چې د دوی خلاف به ټول ګامونه د قانون له مخې اخیستل کېږي.‌

خو پولیسو د دوی د قضیو وضاحت نه دی کړی.

د یادونې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا 'پي‌ټي‌اېم' اوړمه ورځ اسلام اباد کې یوه ستره ولسي غونډه جوړه کړې وه، چې ایمان مزاري هم پکې برخه اخیستې او وینا کړې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو دغه جلسه د اسلام اباد زړه کې پلان کړې وه خو د پولیسو لخوا دغلته پر غونډو او راټولېدنو تر بندیز یا د ۱۴۴ دفعې له اعلان وروسته دا اعتراضیه جلسه د اسلام اباد په ترنول کې وشوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن دوړ پر ټویټر لیکلي چې د علي وزیر او ایمان مزاري نیول او د پي‌ټي‌اېم ځپل ډېر شرموونکی عمل دی. مخالفت جرم نه دی. د دولت په ملاتړ هغه جګړې چې زموږ پر خاوره تحمیل شوې جرم نه ګڼل کېږي، خو ددغو جنګي پروژو افشا کول جنګي جنایت ګڼل کېږي.

تر دې جلسې وروسته د پولیسو لخوا په ترنول تاڼه کې د پي‌ټي‌ایم د ځينو غړو خلاف قضیه درج شوې وه.‌

هغه مهال رپوټونو کې دا هم راغلي وو چې د پي‌ټي‌اېم ګڼ‌ غړي‌ او پلویان د اسلام اباد جلسې ته پر لار نیول شوي دي.‌

د اسلام اباد پولیسو یوه چارواکي د بي‌بي‌سي اردو شهزاد ملک ته ویلي چې د ایمان مزاري او علي وزیر پر ضد د ادارو خلاف د څرګندونو او همدا راز د ادارو خلاف د خلکو د راپارولو قضیه ثبت شوې ده.‌

اغلې مزاري چې د پاکستان د بشري حقونو پخوانۍ وزیرې شیرین مزاري لور ده، په دې جلسه کې پر پوځ توندې نیوکې کړې وې.

پخپله شیرین مزاري هم چې په دې وروستیو کې یې د عمران خان له تحریک انصاف ګونده د وتلو اعلان وکړ، پاکستان کې د مې نهمې له تاوتریخوالي ډکو احتجاجونو وروسته نیول شوې وه.‌

ایمان مزاري هغه مهال د خپلې مور د نیول کېدو پړه هم پر پوځ اچولې وه او له دې کبله یې پر خلاف مقدمه هم ثبت شوې وه چې وروسته د اسلام اباد د لوړې محکمې مشر ختمه کړه.‌