د بښنې نړیوالې ټولنه: پاکستان دې پر عارف وزیر د برید خپلواکه څېړنه وکړي

د بښنې نړیوالې ټولنې د پاکستان له حکومته د پښتون ژغورنې غوځنګ د یوه فعال عارف ویر د وژنې پلټنه غوښتې. دغې ټولنې په یوه ټویټر پیغام کې لیکي:

"پاکستاني چارواکي باید په سوېلي وزیرستان کې د پښتون ژرغورنې غورځنګ پر یوه غړي عارف وزیر د پروني برید په اړه خپلواکه او اغېزناکه څېړنه وکړي. له مشکوکو جنایتګرو سره باید حساب وشي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی عارف وزیر پرون 'جمعه ' ماښام د سویلي وزیرستان واڼه په غوايي خوا سیمه کې د وسلوالو کسانو په برید کې سخت‌ ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی و، چې وروسته یې د اسلام اباد روغتون کې ساه ورکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن دوړ پر ټوېټر لیکلي: "د زړه له تله خپه یو چې زموږ یو ملګری عارف وزیر د ټپونو له کبله ومړ. د نوموړي پلار او ورو هم څو کاله مخکې اورپکو ووژل. علي وزیر د "ښو" ترهګرو له خوا ووژل شو.

خیبر پښتونخوا کې سیاسي او مدني فعال افراسیاب خټک پر ټوېټر لیکلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره یې د عارف وزیر د مړینې له کبله غمشریکي کړې ده. دی وايي، دا د عارف د کورنۍ ۱۸غړی دی چې وژل کېږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه ټویټر پیغام کې د ښاغلي وزیر پر وژنه ژور خفګان څرګند کړی دی. عارف وزیر د علي وزیر د تره زوی دی،‌ چې په پښتون ژغورنې غورځنګ کې یې تر ټولو زیات زندانونه تېر کړي دي. علي وزیر په یوه غږیز پیغام کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مینه والو غوښتي چې له زغمه کار واخلي او تاوتریخوالی ونه کړي.

وړاندې محسن دوړ د واڼه د ملکي روغتون د ډاکټرانو له خولې ویلي وو، د عارف وزیر یوه مرمۍ په سر او یوه په غاړه کې لګېدلې ده.

بل خوا د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر او تېرو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبيل د عارف وزیر د مړینې په تړاو پر ټوېټر هغه د عدالت غوښتنې د لارې یو ریښتینی مبارز بللی دی.