تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
منظور پښتین: یا به د ازادۍ حق را کوئ یا به د ازادۍ جنګ کېږي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي د پاکستان حکومت پلازمېنه اسلام اباد کې د دوی غونډې ته اجازه نه ده وکړې او سلګونه پلویان یې ترې نیولي دي.
ښاغلي پښتین دا خبرې له اسلام اباد نه بهر په ترنول سیمه کې خپلو پلویانو ته په وینا کې کړې دي.
منظور پښتین ترنول نومې سیمه کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې په خپلو کلیو کې پښتون ژغورنې غورځنګ لا مضبوط او منظم کړي.
هغه ګواښ وکړ، که غوښتنې یې ونه منل شوې نو بیا به د ازادي چیغه پورته کوي او اسلام اباد ته به په بله بڼه ننوځي:
"د پاکستان واکمنو حلقو واورئ که تاسې په اوسنۍ بڼه د پاکستان چارې پر مخه وړل غواړئ نو موږ به بیا د خپلواکۍ غږ پورته کوو، د ازارۍ جنګ به کوو، موږ نور د خپلو مېندو او خویندو ژاړ او په وینو کې د خپلو ورونو مړي نه شو لیدلی، اوس به یوه خبره کېږي، هغه دا چې یا به موږ ته د ژوند حق را کوئ او یا به د ازادۍ جنګ کېږي. له تاسې مې غوښتنه دا ده چې موږ مه اړ کوئ اسلام اباد ته په بله بڼه را شو".
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خپلې وینا په یو بله برخه کې په پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ په روانه لړۍ، هدفي وژنو، جبري نادرکه کولو او هلته د پوځ په زیاتېدونکي رول باندې سختې نیوکې وکړې. ده وویل د حق ورکول خو پریږده ان پوځ یې د خبرو اورېدو ته تیار نه دی.
منظور پښتین د غونډې برخوالو ته د وینا په یوه بله برخه کې چې د برخوالو لخوا د شعارونو په ورکولو بدرګه کیده وویل له باجوړه نیولې تر سواته، کویټې او وزیرستانه پورې زرګونه پښتانه چې په لوی شمر کې پښتانه مشران هم پکې شامل دي د پاکستان د پوځ لخوا وژل شوي او یا هم نادرکه کړی شوي دي.
د رپوټونو له مخې د پي ټي اېم له غونډې وړاندې د اسلام اباد د پولیسو له مرکزه یو امر خپور شوی چې هلته یې پر هر ډول غونډو او احتجاجونو بندیز لګولی دی.
وړانډې ځینې معترضان د غونډې ځای ته چې اسلام اباد کې د سترې محکمې مخه وه، رسېدلي وو، خو دوی نیول شوي او تیک او پرک شوي دي.
اسلام اباد ته د نورو خلکو د ورتګ مخه هم نیول شوې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د اتلسم د اګست د غونډې لومړنۍ برخه اسلام اباد ته په لاره ترنول سیمه کې ترسره کړه. ددې غورځنګ منظور پښتین خپلو زرګونو پلویانو ته وینا کې د پښتو په حقونو پسې راوتلي او خپل اعتراضونه به جاري ساتي.
"په دې خاوره باندې د ځناور د حق د احتجاج اجازه شته پنجاب اور خوري، ریاست پاکستان پښتنو ته دا اجازت نه ورکوي چې دوی د خپلو انسانانو لپاره احتجاج وکړي. زموږ هدف سپریم کورټ (سترې محکمې) ته تګ و، دوی په لاره رکاوټونه جوړ کړل، قافلې یې ودرولې هلته یې یوازې د اسلام اباد روډ بند کړ او دلته یې د ټول ملک روډ بند کړی دی".
د پي ټی اېم علي وزیر په یوه ټویټ کې ویلي چې "د دغه غورځنګ پر ضد حقیقي ترهګري خپل اوج ته رسېدلې ده. زموږ په سلګونو ملګري نیول شوي، اسلام اباد ته په بېلابېلو ځایونو کې د لسګونو کاروانونو د راتلو مخه نیول شوې. موږ به په اسلام اباد کې پاتې شو چې ټول کاروان او کارکوونکي را ورسېږي".
پي ټي ایم وروستیو کې د پاکستان حکومت او ریاست ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې دي.
دا غوښتنه هم پکې ده چې "د دغه غورځنګ مشران عبدالرحمن ذکیم او ګیله من پښتین چې په شمالي وزیرستان کې د پوځ له لوري تښتول شوي دي، خوشي شي."
پر دې سربېره یې د پښتنو خلاف د پوځي تعبیض او پوځي محاکمې د ختمولو غوښتنه هم کړې ده.
له ننني پلان شوي احتجاج یوه ورځ وړاندې د پي ټي اېم یوه مشر منظور پښتین پر خواله رسنیو لیکلي وو، چې د خیبر پښتونخوا له بېلابېو سیمو د دوی ټول کاروانونه په لاره بند شوي دي.
هغه بیا وروسته ولیکل چې له ډېره اسمعیل خان او جنوبي وزیرستان نه کاروانونه له "ټولې ورځې کړاو" وروسته ترنول اسلام اباد ته رسېدلي دي.
د پي ټي ایم غړي عالم زیب محسود خبریال عزیزالله خان ته ویلي چې کاروان له سخت کړاو وروسته اسلام اباد ته رسېدلی، خو په ځینو ځایونو کې یې ملګري نیول شوي دي.