تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
رانا ثناالله: د حکومت مرکچي ټیم به د اپریل پر ۲۶مه تحریک انصاف سره خبرو ته کیني
د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وايي چې د واکمن اېتلافي حکومت مرکچي ټیم به د اپرېل پر ۲۶مه د پخواني لوموړي وزیر عمران خان له تحریک انصاف سره مذاکرات پیل کړي.
ښاغلي ثناالله ویلي چې حکومت دغو خبرو ته چمتو دی او دا چې یوه کمېټه یې هم ورته ټاکلې ده.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې نن شنبه دغه هېواد کې د اختر تر لمانځه وروسته کړې.
نوموړي ویلي د واکمن اېتلاف ټینګار پر دې دی چې په ټول هېواد کې دې د اسمبلیو ټاکنې پر یوه ورځ وشي.
د رانا ثناالله په وینا که پنجاب کې مخکې د ایالتي اسمبلۍ ټاکنې وشي، او هر ګوند یې وګټي، نو د دې څه تضمین موجود چې دغه ګوند به څو میاشتې وروسته د نورو ایالتونو او قامي اسمبلۍ په کېدونکو ټاکنو کې مداخله کوي.
هغه دلته همدا راز د ټاکنیزو لانجو د حل په اړه د قاضي القضات عمر عطا بندیال په مشرۍ د درې کسیز قضايي بورډ پر حکم هم نیوکه وکړه.
نوموړي ویلي د دغه حکم خلاف پخپله د سترې محکمې له دننه غږ پورته شوی او نورو قاضیانو ورسره مخالفت ښودلی دی.
دغه بورډ سیاسي ګوندونو ته ویلي و چې سره کېنې او په دریو ساعتونو کې دننه دننه د ټاکنو د وخت پر سر لانجه حل کړي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر وايي د سترې محکمې له دې پرېکړې وروسته وضعیت د ترینګلتیا پر لور روان دی او دا چې ګوندې تحریک انصاف ګوند اوس مذاکراتو ته له کیناستو انکار کوي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د عمران خان تحریک انصاف ګوند ویلي و چې حکومت دې مذاکراتو ته مناسبه فضا او زمینه برابره کړي.
د دغه ګوند یوه مشر فواد چودري ویلي له نیولو او تاوتریخوالي سره کړکېچ لا پسې ډېرېږي، او دا چې که تشدد راکم کړل شي، خبرې کېدای شي.