رانا ثناالله: د عمران خان کور کې د ناقانونه وسلو او ممنوعه شیانو د موجودیت شک کېږي

د‌ پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د لاهور زمان پارک کې د خنډونو لېرې کولو او د پخواني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند د غړو نیولو لپاره د پولیسو د عملیاتو ننګه وکړه.

هغه دا هم ویلي چې امنیتي کسانو "د لټون عملیاتو پر مهال د عمران خان د کور له بهرنۍ برخې ناقانونه وسله ترلاسه کړې."

رانا ثناالله دا څرګندونې تېره یوه خبري کنفرانس ته کړې.

نوموړي‌ وویل "لیندې او د پېټرولي بمونو جوړولو وسایل ترلاسه شوي او دا شیان د قانون نافذوونکو ادارو خلاف کارېدلي دي."

د پاکستان کورنیو چارو وزیر زیاته کړه "زمان پارک کې چې څه نیول شوي، تر هغې وروسته د نور څه ویلو اړتیا نشته. د ترهګرۍ پر بنسټ یا د خپلو مرتکبو کړنو پر بنیاد د یوه ګوند د بې اعتباره ګرځولو یوه پروسه وي، یوه قضايي پروسه. زموږ حقوقي ډله او حکومت به وګوري، چې دې پروسه کې د بریا څومره امکان شته."

رانا ثنا الله وویل چې د عمران خان د کور بهرنۍ برخه د لټون اجازه لیک پر بنسټ پلټل شوې ده.

‌خو هغه زیاته کړه چې پولیس د اجازې له درلودو سره سره د استوګنې برخې ته چې هلته د عمران خان مېرمن موجوده وه، ور دننه نشول.

نوموړی وویل د کور دننه د لټون اجازه لیک به هم عملي او وپلټل شي، ځکه د ده په وینا "شک کېږي چې هلته هم ناقانونه وسلې او د ممنوعه شیانو کافي زېرمې موجودې دي."

د پاکستان کورنیو چارو وزیر دې خبري غونډه کې دا ادعا هم وکړه چې "پر عمران خان راتاو خلک پر دې نه پوهېږي، چې څوک له کومه ځایه راغلي" او دا چې دی خپله هم ترهګر کور کې ساتي.

رانا ثناالله عمران خان یو ډارن انسان وباله چې د ده په وینا له یوې خوا نورو ته په خوښه زندان ته د تګ کمپاین چلوي خو له بلې خوا پخپله بیا له زندانه دومره وېرېږي چې دی ډارېږي د نیول کېدو پر ورځ به د زړه حمله پرې راشي.

د یادونې ده چې د تحریک انصاف ګوند مشر پرون شنبه خپل موټر کې د اسلام اباد محکمې ته حاضري ورکړه او بېرته لاهور کې خپل کور ته روان شو.

په دې ترڅ کې د هغه د پلویانو او پولیسو ترمنځ سختې نښتې هم وشوې.‌

د اسلام اباد پولیسو ويلي دغو نښتو کې ۵۲ سرتېري د تحریک انصاف ګوند د پلویانو لخوا د ډبرو په ګوزارونو ټپي شوي دي.

پولیس دا هم وايي چې احتجاج کوونکو ۴ موټر سوځولي‌ او ۱۵ نور د ډبرو په ګوزارونو زیانمن کړي دي.

د اسلام اباد پولیسو مشر دغه اخ و ډب کې د اوښتي مالي زیان د اصلي کچې مالومېدو لارښونه کړې ده.