د عمران خان نیولو عملیات 'تر پنجشبې پورې ځنډول شوي دي'

    • Author, کارولین ډاويس ګاریت ایوانز
    • دنده, لاهور کې د عمران خان کورته نژدې او لندن

د پاکستان اپوزېسیون تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له هغه څو ساعته وروسته د خپل کور مخې ته ووت او د پلویانو هرکلی یې وکړ، چې د ده د نیولو لپاره ورغلي پولیس د ده له کروه په شا شول.

نوموړی په لاهور کې د خپل کور له دروازې رابهر شو له پلویانو سره خبرې وکړې او تصویرونه یې واخیستل.

په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې نوموړي له ګازه د ژغورنې ماسک پر مخ تړلی.

تېره کرۍ شپه د ښاغلي خان پلویانو او پولیسو تر منځ اخ و ډب روان و او پولیسو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی.

یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، د عمران خان نیولو عملیات درول شوي دي.

د پنجاب ایالت اطلاعاتو سرپرست وزیر عامر میر وايي، د عمران خان کور ته نژدې لوبغالي کې کرېکټ لوبه روانه وه او هلته د اړودوړ له کبله د خلک تګ راتګ ته ستونزې جوړېدې، چې له کبله یې د ښاغلي خان د نیولو عملیات ځنډول شوي دي.

ښاغلی میر وايي، کېدای شي دا عملیات د مارچ له ۱۹ وروسته چې د پاکستان سوپرلیګ (پي اېس ایل) کرېکټ سیالیو پایلوبه ختمه شي، بیا پیل شي.

د یادونې ده، چې ۲۰۰۹ کال کې د شري لنکا پر کرېکټ لوبډلې له وسله وال برید وروسته تر شپږو کلونو پورې پاکستان کې نړیواله کرېکټ لوبه نه وه شوې.

د دې تر څنګ کلونه وروسته د نړۍ نورو هېوادونو لوبغاړي د لوبو سیالیو لپاره پاکستان ته ولاړل او د پي اېس ایل سږنیو سیالیو لپاره پاکستاني چارواکو خورا کلک امنیتي تدبیرونه کړي دي.

محکمه د عمران خان نیولو امر ارزونه

بل لور لاهور عالي محکمې پر چارشنبه پولیسو ته امر وکړ، چې د عمران خان نیولو امر د قانوني حیثیت ارزونې په لړ کې دې تر پنجشنبې پورې د هغه نیول وځنډول شي.

د پولیسو افسران او ملېشه ځواک (رینجرز) ځواکونه په داسې حال کې لیدل شوي، چې په زمان پارک سیمه کې د عمران خان د مېشت ځای له شاوخوا په شا کېدل.

عمران خان له هغه وروسته له کوره رابهر شو او له پلویانو سره یې خبرې وکړې.

د نوموړي ګوند پاکستان تحریک انصاف پر ټویټر پاڼه ولیکل: ''هغه پولیس او رینجرز چې عمران خان ته د زیان رسولو لپاره راغلي وو، د خلکو لخوا په شا وتمبول شول. ''

پر ۷۰ کلن مخکیني لومړي وزیر تور دی چې د واکمنۍ پر مهال ده ته ورکړل شوې تحفې یې پلورلې، هغه څه چې ښاغلی خان یې د ځان پر وړاندې سیاسي چل بولي او ردوي یي.