د عمران خان نیولو پسې تللي ځواکونه په شا شوي؛ "تر اوسه ۶۵ پولیس ټپيان‌ دي"

د پاکستان لاهور ښار کې د بي بي سي خبریال وایي، د عمران خان نیولو پسې ورغلي پولیس د تحریک انصاف ګوند د غړو له پرلپسې مقاومت وروسته د هغه له استوګنځي په شا شوي.

چارواکو د دې شاته تګ په اړه تر اوسه رسمي هېڅ نه دي ویلي چې ایا دا د کومې امنیتي ستراتیژۍ برخه ده او که د کوم بل دلیل له مخې پولیس له خپلو ځایونو وروسته شوي.

که څه هم ځينو پاکستان رسنیو لیکلي چې دا کار په لاهور کې نن د کېدونکي سوپر لیګ کرېکټ سیالۍ لپاره شوی چې د تاوتریخوالي مخه نیول شوې وي.

له دغې نوې ګام وروسته د تحریک انصاف ګوند پلویانو لخوا پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې خوشالۍ کوي.

له دې سره هم مهاله د عمران خان هغه وېډيو هم لاس په لاس کېږي چې ادعا کېږي، د پولیسو له شا ته تګ او د اوښکو بهونکي ګاز او ډزو بندېدو وروسته د خلکو لېدو لپاره د خپل کور انګړ ته راوځي.

په انځورونو کې ښکاري چې له ګازو څخه د خونديتابه په موخه ښاغلي خان د ټول مخ ماسک تړلی.

"د عمران خان نیولو په عملیاتو کې ۶۵ پولیس ټپیان شوي"

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزېب په عمران خان د کورنۍ جګړې او افراطیت د خپرېدو تور لګولی.

نوموړې ویلي، حکومت د عمران خان د نیولو هېڅ شخصي لېوالتیا نه لري خو دا د محکمې پرېکړه ده چې حکومت یې باید عملي کړي.

اغلي اورنګزېب ویلي، د محکمې د پرېکړو پلي کولو لپاره چې د عمران خان د نیولو کوم عملیات روان دي، تر اوسه پکې ۶۵ پولیس ټپیان شوي او روغتونونو ته وړل شوي دي.

د ځانګړو ځواکونو په ګډون زرګونه پاکستاني ځواکونه له تېرې ورځې 'سې شنبې' راهیسې د لاهور زمان پارک ته رسېدلي چې عمران خان ونیسي، خو د پولیسو دا عملیات د تحریک انصاف ګوند غړو له سخت غبرګون سره مخ شوي.

دواړو لورو په یوه بل د وسلو د استعمال تورونه لګولي او ویل کېږي پولیس د خلکو له سخت مقاومت وروسته په پرمختګ نه دي بریالي شوي.

زلمی خلیلزاد: پاکستان له دریو سترو ننګونو سره مخ دی؛ د عمران خان نیول به حالت لا خراب کړي

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، پاکستان دا وخت له سیاسي، اقتصادي او امنیتي سختو ننګونو سره مخ دی.

ښاغلي‌ خلیلزاد په یو لړ ټوېټونو کې لیکلي "د سیاستوالو وژل، په دار ځړول او په زندانونو کې اچول ناسمه لار ده."

خلیلزاد ویلي، دا د سالم فکر او عملي حکمت وخت دی او د ده په وینا "د عمران خان له نیولو سره به په پاکستان کې سیاسي حالت لا ترینګلی شي."

خلیلزاد چې د دوحې هوکړه لیک ته د زمینې برابرولو لپاره د عمران خان په مشرۍ هغه مهال د پاکستان حکومت سره ډېره پالله، د پاکستان اوسنيو واکمنانو ته د سملاسي ټاکنو سپارښتنه هم کړې.

خلیلزاد همدا راز ویلي د ننګونو له کبله پاکستان له اصلي سیاله چې هند دی ډېر وروسته پاتې دی.

په همدې ډول د سیاسي ګوندونو تر منځ واټن ډېر او د یوه بل لېرې کولو هڅې له بل هر وخته ډېرې شوې او ان ولسونه یې سره وېشلي.

دې پاشلي حالت په امنیتي وضعیت هم بده اغېزه کړې او په وروستیو کې د پاکستان له بېلابېلو سیمو د امنیتي پېښو راپورونه ورکول کېږي.