"د کابل تر سقوط وروسته پاکستان کې امنیتي پېښې ۵۱ سلنه زیاتې شوې دي"

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

په اسلام اباد کې د پاک سولې مطالعاتي انستیتوت تازه رپوټ کې ویل شوي، د کابل تر سقوط وروسته په ګاونډ پاکستان کې په تېر یوه کال کې د ترهګرۍ پېښو کې ۵۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دغه راپور داسې مهال خپرېږي، چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په سوات او نورو سیمو کې یو ځل بیا د پاکستاني طالبانو د فعالیدو راپورونه ورکړل کېږي او هلته بیا بیا په زرګونو کسانو د ناامنۍ ضد لوی لوی لاریونونه هم کړي دي.

د پاک سولې مطالعاتي انستیتوت د رپوټ له مخې له ۱۵م اګست ۲۰۲۱ بیا تر ۱۴م اګست ۲۰۲۲میلادي کال پورې په پاکستان کې د ترهګرۍ ۲۵۰ پېښو کې ۴۳۳ کسان وژل شوي او تر ۷۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

د دې راپور له مخې وړم کال د کابل تر سقوط وړاندې له ۱۵م اګست ۲۰۲۰ بیا تر ۱۴م اګست ۲۰۲۱ پورې د ترهګرۍ ۱۶۵ پېښې شوې وې، چې پکې ۲۹۴ کسان وژل شوي وو. او همداسې پر کابل د طالبانو له واکمنۍ مهال ۷۵ زیاتې پېښې او ۱۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د دغه انستیتوت دا رپوټ داسې مهال خپرېږي، چې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ پېښو زور اخیستی او ځايي وګړیو د پاکستاني طالبانو د بیا فعالېدو پر ضد لاریونونه کړي دي.

اسلام اباد مېشتی سیاستوال او د پاکستان پخوانی سناتور افراسیاب خټک د دې رپوټ په هکله له بي بي سي سره خبرو کې وویل، پاکستاني او افغان طالبان یو دي او ادعا کوي، چې د پښتونخوا سیمې یو ځل بیا وسلوالو طالبانو ته په لاس ورکول کېږي.

افراسیاب خټک تور پورې کوي، چې "د طالبانو کارخانې پاکستان کې دي او افغان طالبان هم د پاکستان کارخانو کې جوړ شوي دي."

نوموړی وايي، "دا د جاسوسۍ لوبې وې، چې يو يې ټي ټي پي یا پاکستاني طالبان یادول او بل يې ټي ټي اې یا افغان طالبان یادول. طالبان یو تنظیم دی، چې هلته حاکمان شول، نو دلته هم حکومت غواړي".

د سیاستوال افراسیاب خټک په څېر دلته ډېری پښتانه ملتپال ورته نظر لري او د پاکستان پوځ او استخبارات تورنوي، چې دوی په لوی لاس له ډيورنډ سره څېرمه د پښتونخوا سیمې وسلوالو طالبانو ته سپاري.

خو ولې او د څه لپاره؟ ښاغلی خټک يې په ځواب کې وايي. "په دې کې د پاکستاني جنرالانو دوې ګټې دي، یو په وسلوالو طالبانو د سولې ملاتړ کوونکي قوتونه ځپي، چې وايي، همدا د سولې غږ له وزیرستان څخه پکتیا ته لاړ نه شي. او بل ګټه يې دا ده چې د پاکستان امنیتي ځواکونه څوک ولس وژني، نو د بابړې پېښې په څېر به يې ولس تل لمانځي، خو طالبانو وژل، هېڅ خبره به نه وي".

د اسلام باد د دې څېړنیز مرکز دې راپور کې د ملګرو ملتونو د هغه راپور ذکر هم شوی، چې پکې ویل شوي وو، په افغانستان کې له تحریک طالبان پاکستان سره سره یو شمېر نورې وسلوالې ډلې هم فعاله دي او د طالبانو حکومت یواځې د داعش وسلوالې ډلې پر ضد عملیات کړي دي.

سره له دې چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو هم پر کابل ورته تورونه پورې کړي چې پاکستاني طالبان د دوی پر ضد افغان خاوره کاروي، خو خپله په کابل کې واکمنو طالبانو او هم پاکستاني طالبانو دواړو دغه تورونه ناسم بللي دي او پاکستاني طالبان وايي، دوی له مودې راهیسې د پاکستان په خاوره کې د پاکستاني پوځ پرضد چريکي بریدونه کوي.