د پاکستان ملي امنیت شورا ته له پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو معلومات ورکول کېږي

په اسلام اباد کې نن د پاکستان د ملي امنيت کمېټې غونډه روانه ده. پاکستاني چارواکي وايي په دې ناسته کې به د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ د شويو خبرو وروستي جزييات برخه والو ته اورول کېږي. د اسلام اباد دا مهمه ناسته داسې وخت کېږي چې په وزيرستان کې د پاکستاني پوځ پر ضد ځانمرګي بريد يو شمېر پوځيان تپيان کړې دي. په دې وروستيو کې پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت په کابل کې د طالبانو په منځګړيتوب د سولې خبرې کولې. خداى نور ناصر له اسلام اباده نور جزييات لري.