د پاکستان ملي امنيت مشاور له طالب چارواکو سره ليدلي

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له يوه پلاوي سره (شنبې ۲۹ جنوري) کابل ته تللی او هلته يې د طالبانو د بهرنيو چارو چارسمبالي وزير امير متقي او د رئيس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي تر څنګ له ځينو طالب چارواکو سره کتلي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي برخې مشر شفيع اعظم بي بي سي سره خبرو کې د دې سفر موخه د اقتصادي ودې او د ټرانزيټ مسلو حل وباله.

د نوموړي په وینا، "د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ په اړه خبرې وشوې، په ځانګړې توګه د افغانستان پر مېوو ماليات معاف شول، د افغان توکيو د ټرانزيټ لپاره د کراچۍ او واګه بندر هم په اختيار کې ورکړل شول، د لاريو د حق العبور نه اخيستو، د منځنۍ اسيا او پاکستان تر منځ د مالونو د لېږد رالېږد او د تورخم او سپين بولدک دروازو د ۲۴ ساعته فعاليت په اړه خبرې وشوې". د ښاغلي اعظم په وينا د تخنيکي ډلو له کار وروسته به لاسليک شي.

د پاکستان ملي امنيت سلاکار داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې همدا دوې ورځې مخکې يې د خپل هېواد پارلمان بهرنيو چارو کمېټې ته وويل، د افغانستان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد کارول کېږی.

خو ښاغلی اعظم زياتوي، طالبانو يو ځل ژمنه وکړه چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي پر ضد نه کارېږي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي هم پر ټوټېر د طالبانو د بهرنيو چارو چارسمبالي وزير امیر متقي او معيد يوسف تر منځ د ناستې خبر ورکړی او زياته کړې يې ده چې په دې ليدنه کې هوکړه وشوه چې د سوداګرۍ د لاښې ودې په موخه د دواړه غاړو ګډه کمېټه جوړه شي چې د تجارت په برخه کې راتلونکي خنډونه حل او سوداګرۍ ته وده ورکړل شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت سوداګریو او صنایعو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په کابل هوايي ډګر کې د ښاغلي یوسف هرکلي ته ورغلی و.

د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر منصور احمد خان په یوه تازه ټویټر پیغام کې ویلي، د پاکستان ملي امنیت سلاکار د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره لیدلي او '' د پاکستان - افغانستان تر منځ یې د ورورګلوۍ اړیکو پیاوړي کولو لړ کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، او رابطو پر موضوعات خبرې وکړې. ''

کابل ته د پاکستان لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار معید یوسف سفر مخکې پلان شوی و، خو د روانې جنورۍ پر اتلسمه ناڅاپه وځنډول شو.

پاکستاني چارواکو هغه مهال د کابل موسم خرابتیا د دې سفر ځنډولو لامل بللی و.

د یادونې ده، چې له دې مخکې یو شمېر افغان فعالانو د ښاغلي یوسف د سفر پر ضد کابل کې د احتجاجي غونډې اعلان کړی و او پر خواله رسنیو یې توند غبرګونونه څرګند کړي وو.

مخکې پاکستان رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له خولې خبر ورکړی و، چې د ښاغلی یوسف په مشرۍ یو پلاوی به د جنورۍ پر اتلسمه په دوه ورځني رسمي سفر کابل ته لاړ شي.

پاکستاني چارواکو ویلي و، له طالب چارواکو سره لیدنو کتنو کې به پام تر ډېره د افغانستان پر بشري وضعیت او په دې برخه کې د پاکستان پر همکارۍ ور ټول وي.