تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر ډيورنډ کرښه اغزن تار؛ پاکستان وایي 'رامنځته شوې ستونزه له دیپلوماتیکو لارو حل کوي'
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي، پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار بشپړه کولو هڅې يې روانې دي او د افغانستان له لوري په ځينو سیمو کې ددغه تار د لرې کولو موضوع به په ديپلوماتیکه توګه هواروي.
ښاغلي قرېشي دا څرګندونې تر هغه وروسته کړې، چې پر ډيورنډ کرښه د افغانستان غاړې ته د طالب چارواکو له لوري د دغه تار د بېرته کښلو ويډيوګانې خپرې شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي، پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار د شکولو پر پېښو چوپ نه دي او د اغزن تار لګولو هڅې به يې دوام لري.
ښاغلي قرېشي په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې د خبریالانو د هغې پوښتنې په ځواب کې چې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالب چارواکو له لوري پر ټولنیزو رسنیو داسې ويډیووې خپرې شوې دي، چې پکې طالب چارواکي د دغه اغزن تار په لېرې کولو بوخت دي، ښاغلي قرېشي وویل:
''موږ خاموش نه یو. اغزن تار موږ لګولی او که خدای کول د لګولو هڅې به مو دوام لري. افغانستان زموږ دوست - څنګلوری اسلامي هېواد دی. موږ له دوی سره په تماس کې یو او که خدای کول دغه لږ لانجې چې راغلې دي، له ديپلوماتیکې لارې به يې هوارې کړو. ځينې داسې خلک شته، چې دغه اغزن تار کاږي. موږ دا وایو، چې ددې تار کښل د پاکستان په ګټه نه دي، خو موږ د خپلو ګټو حفاظت کوو. ''
له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان له بېل بېل سیمو ځينې داسې ويډيووې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې، چې ادعا کېږي، پکې طالب چارواکي ترسترګو کېږي، چې دغه اغزن تار کاږي.
په ورته دې ويډيو کې بیا یو طالب چارواکی اورېدل کېږي، چې د ادعا له مخې وايي، دغه تار به تر اټکه ور رسوي.
په پاکستان کې ددغو ویډيوو تر خپرېدو وروسته ګڼو پاکستانیانو په همدې خواښيني څرګنده کړې او خپل حکومت يې د طالبانو د ملاتړ پېغورونه هم ورکړي دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لوري په دې تړاو لاهم څه نه دي ویل شوي.