اوکرايينۍ سرچینې: زموږ 'سمندري ډرون' په تور سمندرګي کې روسي بېړۍ ویجاړه کړې ده

ډرون

د عکس سرچینه، RYBAR

اوکراييني سرچینې وايي چې د دوی یوه 'سمندري ډرون' یا بې جاله‌وانه کښتۍ په تور سمندرګي کې د روسیې سمندري بېړۍ په نښه او ویجاړه کړې ده.

د رپوټونو له مخې دا پېښه د روسیې نووروسېسک بندر ته څېرمه شوې چې د دغه هېواد د صادراتو یو مهم مرکز دی.

د روسیې دفاع وزارت بیا ویلي‌ چې د سمندري ځواکونو پر مرکز د اوکرايين برید یې د خپلو دوو سمندري ډرون پر مټ شنډ کړی دی.

خو د اوکرايين امنیتي سرچینې ادعا کوي چې د 'اولینیګورسکي ګورنیاک' په نوم روسي بېړۍ یې په نښه کړې او سخته یې ژوبله کړې ده.

دوی بي بي سي ته ویلي، اوکراييني سمندري ډرون چې سمندرغاړو ته د پوځیانو او د مهماتو د رسولو لپاره جوړه شوې او د برید پر مهال پکې ۴۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد وو، له روسي بېړۍ سره ټکر وکړ او هغه یې ویجاړه کړه.

خو روسیې د دې پېښه په اړه په خپل رپوټ کې د دغه اوښتي زیان هېڅ یادونه نه ده کړې.

د اوکرايين امنیتي ځواکونو یوې سرچینې بي بي سي ته هغه ویډيو لېږلې چې پکې ښکاري، یوه سمندري ډرون د روسي بېړۍ پر لوري ور روانه ده چې ګمان کېږي همدغه 'اولینګیګورسکي ګورنیاک' پوځي بېړۍ ده.

په یوه بله ویډيو کې بیا ښکاري چې بېړۍ پر یو اړخ کږه شوې ده خو د دې ویډيو ریښتینولي لا نه ده زباد شوې.

اوکراييني ځواکونو هم په رسمي ډول لا د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

د یادولو ده چې تر دغه برید وروسته د روسیې په نوروسېسک بندر کې د بېړیو هر راز فعالیت د لنډ مهال لپاره ځنډول شوی دی.

سمندري ډرون څه ډول دي؟

ډرون

'سمندري ډرون' وړې کښتۍ دي چې جاله‌وان یا چلوونکی نه لري او پر اوبو د پاسه او یا په اوبه کې دننه مزل کولای شي.

د بي بي سي یوې پلټنې موندلې چې اوکرايين تر اوسه د همدا ډول سمندري ډرون پر مټ د روسیې پر سمندري بېړیو لږ تر لږه لس بریدونه کړي دي. دوی په سيواسټپول او نوروسېسک بندرونو کې هم خپل هدفونه په نښه کړي دي.

د اوکرايین دفاع وزارت سرچینو سي این این ته هم ویلي وو چې سمندري ډرون یې په تېره جولای میاشت کې د کریمیا کېرچ پله په پېښه کې هم کارولې دي.

د همدې اوونۍ په پیل کې روسیې په تورسمندرګي کې اوډيسا او چورنومورڅک بندرونه هم په نښه کړل چې د مسولانو په خبره، هلته زېرمه ۶۰ زره ټنه غله دانه یې له منځه یووړه.

تر دې هاخوا روسیې ویلي چې د کریمیا پر خاوره یې لس اوکراييني ډرون الوتکې راغورځولې دي.