غزه: د ښوونځي پر ودانۍ بريد کې لسګونه کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په غزه کې د یوه روغتون مشر وايي، د یوه ښوونځي پر ودانۍ، چې بې ځایه شوي خلک پکې مېشت وو، د اسرائیلي الوتکو د بمبارۍ له کبله ۷۰ کسان وژل شوي دي.
د الاهلي روغتون مشر فاضل نعیم وايي، دا شمېر د هغو وژل شویو کسانو دی، چې مړي یې پېژندل شوي دي. نوموړی زیاتوي، ډېر داسې نور مړي هم د دوی روغتون ته وروړل شوي، چې مړي یې نه پېژندل کېږي.
دی وايي، وضعیت دومره ''سخت'' دی، چې ډاکتران نه توانېږي، د سختو ټپي شویو کسانو درملنه وکړي.
بل لور د اسرائیلي دفاعي ځواکونه (ای ډي ایف) ادعا کوي، چې په بمبار شوي تابعین ښوونځي کې د حماس او اسلامي جهاد لپاره یو فعال پوځي مرکز و. دوی ویلي، لږ تر لږه ۲۰ وسله وال په دې ځای کې پټ وو، خو حماس یې دا ادعا رد کړې ده.
له دې مخکې هم په دې پېښه کې د وژل شويو کسانو شمېر لسګونه یاد شوی و، چې د اې ایف پي په رپوټ کې د حماس تر کنټرول لاندې امبولانس خدمتونو ادارې مسوولینو له قوله ویل شوي و، تر ۶۰ ډېر کسان وژل شوي دي. په سیمه کې د مدني دفاع ادارې بیا د وژل شویو کسانو شمېر تر ۹۰ تنو ډېر یاد کړی و.
بي بي سي نه شي کولای د هېڅ یوه لوري شمېرې په خپلواکه توګه تائید کړي.
له دې مخکې د حماس اړوند مدني دفاع مسوولینو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي و "تر اوسه له ۹۰ تر سلو کسان وژل شوي او په همدې برید کې لسګونه نور ژوبل شوي دي."
اخوا د اسرائیلو ځواکونو ویلي "دا ځای یې نن د شنبې په ورځ په نښه کړی." دوی ادعا کړې چې "ښوونځي ته ورته دا ځای د حماس د قوماندانانو و."
د حماس د دفاعي مدني سازمان په نوم بنسټ ویلي "د اسرائیلو درې توغندي په هغه ښوونځي لګېدلې چې بې ځایه شویو کډوالو پکې ژوند کاوه."
یاد سازمان دا برید هېښونکی او له و حشته ډک عمل بللی او په وینا یې سیمه کې ځینې ژغورونکي کسان د ټپیانو او وژل شویو کسانو په ټولولو بوخت دي.
اسرائیلو بیا په یوه خپاره شوې بیان کې ادعا کړې چې "د حماس هغه وسله وال یې په نښه کړې چې د التابعین ښوونځي څخه یې فعالیت کاوه."
په وروستۍ اونۍ کې اسرائیلو په دوه نورو ښوونځیو هم بریدونه کړي او ویلي یې دي چې "د حماس د قوماندې او کنټرول مرکزونه" یې په نښه کړې دي.
د اوربند له نویو هڅو سره هممهاله د اسرائیلو برید

د عکس سرچینه، Reuters
د حماس ځینو وسله والو تېر کال په یوه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائیل ووژل او ۲۵۱ له ځانه سره یرغمل ونېول، له دې پېښې وروسته اسرائیلو په غزه د جګړې اوسنۍ لړۍ پیل کړه چې تر اوسه پکې لسګونه زره فلسطېنیان وژل شوي.
غزه کې د حماس تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي د اسرائیلو په بریدونو کې تر اوسه له ۳۹ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي.
په همدې وخت کې د امریکا، مصر او قطر مشرانو په یوه ګډ بیان کې له اسرائیلو او حماس غوښتي چې په اوربند او یرغمل شویو کسانو له سره خبرې پیل کړي.
په دې بیان کې راغلي چې واشنګټن، قاهرې او دوحې په یوه چوکاټ کې داسې هوکړه کړې چې رسېدو ته یې د سخت کار او جزیاتو اړتیا ده.
د مصر بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو په یوه ښوونځي د اسرائیلو ننۍ برید غندلی او ویلي یي دې چې د سولې لپاره د منځګړي رول له لوبولو سره هممهاله د اسرائیلو برید ښیې چې اسرائیل د جګړې د پای ته رسولو لپاره هیڅ لېوالتیا نه لري.
اسرائیلو ویلي "د خبرو اترو لپاره یو پلاوی روانه اونۍ دوحې یا قطر ته لېږي" حماس تر اوسه د دغې وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي.











