امریکا د جګړې لوری بدل کړ، د ایران ځواب به څه وي؟

د عکس سرچینه، EPA
- Author, جو فلوټو
- دنده, د بی بی سي منځني ختیځ دفتر مشر
د یکشنبې پر سهار چې د اسرائیل لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو د لومړي وزیر د دفتر پر سټېج ودرېد، به پیل کې یې نه په عبرانۍ ژبې اسرائیلی ولس مخاطب کړ او نه یې هم هغوی ته د خپلې وروستۍ جګړې د نوي او کمساري پرمختګ په اړه مالومات ورکړل.
پر ځای یې په انګرېزۍ ژبه خبرې وکړې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې په مستقیم ډول مخاطب کړ او له دې امله چې امریکا د ایران اټومي بنسټونه په نښه کړل، د هغه ډېره ستاینه یې وکړه.
د نتنیاهو په څېره کې بریا او په خوله د موسکا راڅرګندېدا د حیرانتیا خبره نه ده. هغه د خپلې سیاسي دورې ډېری برخه د ایران له لوري د ګواښ په اندېښنه تېره کړې ده.
هغه د تېرو ۱۵ کلونو ډېری برخه په دې هڅه کې تېره کړه چې خپل امریکایي ملګري قانع کړي چې یوازې پوځي ګام (او یوازې د امریکا وسلې) کولی شي د ایران د اټومي وسلو پروګرام له منځه یوسي.
په داسې حال کې چې نتنیاهو ټرمپ ته د "تاریخ بدلونکې" پرېکړې لپاره مبارکي ورکوله، اوس کولی شي خپل ځان ته یې هم د دې لپاره مبارکي ورکړي، چې د امریکا د یو داسې ولسمشر ذهنیت یې بدل کړ چې د ټاکنو پر وخت یې له نورو هېوادونو سره د پوځي جګړې پر ضد کمپاین کاوه او دا چې ملاتړو یې هم له ایران سره د اسرائیلو په جګړه کې د ښکېلتیا مخالفت کاوه.
د یادونې وړ ده چې د ټرمپ خپلو استخباراتي ادارو د اسرائیلو د هغې ارزونې په اړه مالومات نه وو شریک کړي چې له مخې یې مالومه شي ایران په څومره موده کې کولی شي اټومي وسلې جوړې کړي او یا دا چې د وسلو جوړولو پرېکړه یې کړې وه که نه.
په دغه کړکېچ کې چې ۱۰ ورځې مخکې پیل شوی، د اسرائیلو حکومت او پوځ په ټینګار سره ویل چې دوی کولی شي په یوازې سر د ایران له ګواښ سره مبارزه وکړي. خو دا خبره پټه نه وه چې یوازې امریکا د هغو پیاوړو توغندیو څښتن دی چې کولی شي د ایران تر ټولو خوندي اټومي بنسټونه په نښه کړي، په ځانګړي ډول د فردو مرکز چې د غره په ژورو کې جوړ شوی.
که چېرې د تېرې شپې په بمبارۍ کې اټومي مرکزونه په نښه شوي او له کاره لوېدلي وای نو اوس به د اسرائیلو لومړي وزیر اعلان کړی و چې د جګړې اصلي موخې ته رسېدلي او دا چې دی کولی شي دا کړکېچ پای ته نږدې کړي، خو ایران وايي دوی واردمخه خپل اټومي مواد له دغو مرکزونو اېستلي دي.
خو که تېره شپه بمباري نه وای شوې اسرائیلو به لا هم د هغه ځایونو د په نښه کولو لړۍ ته دوام ورکاوه چې له کلونو راهیسې یې هوايي ځواکونو پلان کړي وو.
د دې ویجاړۍ اغېز به د ایران پر پوځ، قوماندانانو، اټومي ساینسپوهانو، دولتي بنسټونو، او د اټومي پروګرام پر هغو برخو چې د اسرائیلو بمونه ور رسېدلی شي لا هم دوام درلود.
خو نتنیاهو له هغه ښکاره ټکي انکار کوي چې اټومي ګواښ له منځه نه دی تللی. ښایي یوازې د ایران د رژیم بدلون دوی خپلې موخې ته رسولی شي.
تېره شپه د بی - ټو په نامه بم غورځوونکو الوتکو د جګړې لوری بدل کړ. دا اوس د ایران او د هغه ملګرو ځواب پورې اړه لري چې دا جګړه به لا زیاته شي او که نه.
تېره اوونۍ د ایران مذهبي مشر خبرداری ورکړی و، چې که امریکا جګړې ته ننوځي دوی به یې خامخا ځواب ووايي. ایت الله علي خامنه يي وویل: "امریکایان باید پر دې پوه شي چې که امریکا پوځي مداخله وکړي، له شک پرته چې له نه جبران کېدونکي زیان سره به مخامخ شي. "
یوازې د شنبې په ورځ، د یمن حوثي ډلې چې د ایران نږدې ملګرې ده ګواښ وکړ چې که امریکا جګړې ته ننوځي، دوی به د سره سمندر له لارې تېرېدونکي امریکایي بېړۍ په نښه کړي.
اوس کېدی شي په سیمه کې امریکایي سرتېري، سوداګرۍ او عام وګړي په نښه شي. ایران کولی شي په بېلابېلو لاروغچ واخلي، دا که پر امریکایي بېړیو یا خلیجي اډو برید وی او یا هم د هغو تېلو د بهیر ګډوډول وي چې له خلیجې هېوادونو راځي او ورسره د تېلو بیې هم اسمان ته لوړې کړي.
امریکا ویلي د اوس لپاره یې پوځي عملیات پای ته رسېدلي او د تهران حکومت له نسکورېدو سره هېڅ ډول لېوالتیا نلري.
دا کیدای شي ایران دې ته وهڅوي چې د یوې محدودې کچې غچ واخلي. ښایي پر داسې امریکايۍ اډو بریدونه وکړې چې زیاته مړینه ونلري او یا بیا سیمه کې د ملګرو په مرسته دا کار ترسره کړي.
ایران دا لاره وروسته له هغه غوره کړه کله چې ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې د ایران د انقلابي ګارډ مشر قاسم سلیماني د وژلو امر وکړ.
د شنبې په شپه، د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ایران ته ګواښ وکړ چې که کوم غچ واخلي دوی به یې پر وړاندې لوی ځواک وکاروي.
د یکشنبې پر سهار ټول منځنی ختیځ هيښ او په تمه وو چې وګوري دا د دې کړکېچ د پای ته رسېدو پیل دی او که د یوې بلې لا نورې خونړۍ څپې پیل.










