کرېکټ: یو شمېر سریلنکايي لوبغاړو د 'خوندیتابه اندېښنو' له کبله د پاکستان له دورې د ستنېدو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان کرېکټ بورډ (اېسيبي) اعلان کړی چې د دوی په کوربتوب راولپنډۍ کې له سريلنکا سره د یو ورځنیو سیالیو د روانې دوه اړخیزې لوبلړۍ د پاتې دوو سیالیو مهالوېش بدل شوی او دا لوبې به د راونې نومبر میاشتې پر ۱۴مه او ۱۶مه کېږي.
مخکې پلان دا و چې دغه لوبې د نومبر ۱۳مه او ۱۵مه وشي.
تر دې ورمخکې د سريلنکا کرېکټ بورډ (اېساېلسي) په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د پاکستان پر دورې ځینو تللو لوبغاړو یې د امنیتي اندېښنو له کبله هېواد ته د ستنېدو غوښتنه کړې.
اېساېلسي د دغو لوبغاړو شمېر نه دی یاد کړی خو په ځینو رپوټونو کې ۸ تنه ښودل شوی دی.
دا اندېښنې تر هغې وروسته راپورته شوې چې د سېشنبې پر ورځ د راولپنډۍ په ګاونډ، پلازمېنه اسلام اباد کې یوه ځانمرګي برید ګڼو کسانو ته مرګژوبله واړوله.
د شري لنکا او پاکستان ترمنځ د لوبلړۍ لومړۍ لوبه هماغه ورځ وشوه، چې پاکستان د ۶ منډو په توپیر وګټله.
د سريلنکا کرېکټ بورډ اعلامیه کې راغلي، چې پاکستان ته د لېږل شوې لوبډلې له غړو سره خبرې شوې او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې له پاکستاني اړخ سره په همغږۍ د خوندیتابه اندېښنو ته د حل لارې چارې لټول کېږي.
اعلامیه کې زیاته شوې، چې که بیا هم کوم لوبغاړی یا ورسره د ملاتړې ډلې کوم غړی هېواد ته ستنېږي، نو د سريلنکا کرېکټ بورډ به یې پر ځای په سملاسي توګه بل کس پاکستان ته استوي.
تر دې ورمخکې پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د دغه هېواد کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د کرېکټ بورډ رئیس هم دی، اسلام اباد کې د سريلنکا له سفیر سره لیدلي او مېلمنې لوبډلې لپاره نیول شوي امنیتي تدابیر یې ارزولې دي.
د یادونې ده چې تر دغو دوه اړخیزو لوبو وروسته په راولپنډۍ کې د پاکستان، سريلنکا او زمبابوې د شل اوریزو سیالیو درېاړخیزه لوبلړۍ هم پلان ده.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې د زمبابوې لوبډله نن (پنجشنبه) سهار په دغو سیالیو کې ګډون لپاره پاکستان ته رسېدلې ده.
له پیله پلان دا و چې په دې درې اړخیزو سیالیو کې افغان لوبډله برخه واخلي، خو زمبابوې تر هغې وروسته وربلل شوه چې افغان کرېکټ بورډ تېره میاشت پکتیکا کې د پاکستان په یوه هوايي برید کې د درېیو سیمهییزو افغان کرېکټ لوبغاړو له وژل کېدو وروسته وویل، په دغه درې اړخیزه لوبلړۍ کې برخه نه اخلي.
د افغانستان کرېکټ بورډ او د ملي لوبډلې غړو ارګون کې "پر لوبغاړو د پاکستان برید" غندلی او د کرېکټ نړیوالې شورا (ایسيسي) هم پرې خواشینې ښودلې وه.
د پاکستان، سريلنکا او زمبابوې د درېاړخیزې لوبلړۍ سیالۍ د نومبر له ۱۸مې پلېږي.
"مار چیچلی له پړي ډارېږي"

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۰۹ کال د پاکستان لاهور ښار کې د همدې سريلنکا د کرېکټ پر لوبډله برید شوی و.
د ۲۰۹۹ کال د مارچ درېیمه سريلنکایۍ لوبډله د امنیتي ځواکونو په ملتیا له کوربنو سره دویمې ټیسټ سیالۍ لپاره قذافي سټډیوم ته روانه وه، چې لوبغالي ته نږدې پرې ډزې وشوې.
په هغه برید کې شپږ سريلنکايي لوبغاړي ژوبل او شپږ پاکستاني پولیس او ۲ ملکي کسان وژل شوي وو.
دا برید د دې لامل شو چې پاکستان کې کلونه کلونه د نړیوال کرېکټ دروازې وتړل شي، ځکه بهرنیو لوبډلو دغه هېواد ته تګ ته زړه نه ښه کاوه او پاکستان به په متحدو عربي اماراتو کې د سیالیو کوربتوب کاوه.
تر هغې ورمخکې هم داسې شوي چې بهرنیو لوبډلو دې پاکستان یا کوم بل هېواد کې د لوبېدو له کبله امنیتي اندېښنه ښودلې وي.
۲۰۰۲ کال کې د نیوزیلنډ لوبډله په کراچۍ کې له خپل هوټله د پاکستان خلاف ټېسټ سیالۍ لپاره لوبغالي ته روانه وه چې پر فرانسوي انجنیرانو ځانمرګی برید وشو او له دې سره مېلمه لوبډله د امنیتي ملحوظاتو له کبله بېرته خپل هېواد ته ستنه شوه.
د نیوزیلنډ لوبډلې ۲۰۲۱ کال کې هم د پاکستان دوره د امنیتي اندېښنو له کبله پای ته ورسوله او په دې توګه د دواړو خواو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لومړنۍ لوبه له پیلېدو څو ساعته مخکې لغوه شوه.








