مېټا د جعلي اعلاناتو خلاف چې د مشهور شخصیتونو څېرې پکې کارېږي، کمپاین پیل کړی

فېسبوک او انسټګرام د مشهورو څېرو په نامه او د دوی له څېرې په استفادې په اعلاناتو کې د درغلګرۍ پر ضد ګامونه اخلي.

میټا دغه کار لپاره د څېرې پېژندنې ټېکنالوژي کاروي.

اوس د نړۍ تر ټولو د شتمن سړي اېلن مسک په څېر مشهورې څېرې د درغلۍ په داسې اعلاناتو کې کارېږي چې خلک له مالي پلوه زیانمنوي.

د مشهورو کسانو په نوم د خلکو د تېر ایستلو او دوکه‌مارۍ ستونزه له پخوا راهیسې د میټا لپاره یوه جدي ننګونه وه خو اوس وايي، د څېرې پېژندنې دا ټېکنالوژي يې پر ضد اغېزناکه ثابته شوې.

د فېسبوک او انسټاګرام څښتنې کمپنۍ مېټا ویلي، د څېرې پېژندنې داسې ټېکنالوژي کارول پیل کړي چې هڅه به کوي په اعلانونو کې په درواغو د مشهورو څېرو د کارېدو او د تېرایستنې د هڅو مخه ونیسي.

دغه اعلانات د یوه مشهوره کس حقیقتي کمپیوټري څېره یا ویډیو کاروي ترڅو يې داسې وښيي چې ګواکې مشهوره کس د یو محصول په اړه خلکو ته سپارښتنه کوي یا یې ستايي.

همدا اوس میلیاردر اېلن مسک او د مالي چارو مشهور کارپوه مارتین لېویس د همداسې یوې درغلۍ قربانیان دي ځکه د دوی څېره په هغو تېر ایستونکو اعلاناتو کې کارېږي چې خلک د کرېپټو پیسو په څېر کاروبارونو کې پانګونې ته هڅوي.

مخکې ښاغلي لېوېس بي‌بي‌سي ته ویلي وو، بې شمېره داسې راپورونه ورته راځي چې د ده په نامه دي او د هغه د مخ او څېره په هغو اعلاناتو کې کارېدلې او په ورځني ډول دا تېرایستنې روانې دي چې دی یې نور ستړی کړی.

مېټا شرکت وار له مخه د اعلاناتو د بیاکتنې داسې سیستم هم لري چې پکې مصنوعي ځېرکتیا کارېږي او د درواغو مشهورو څېرو له خوا د سپارښتنې او مشهورولو اعلان ارزوي؛ خو اوس هڅه کوي چې د څېرې پېژندنې ټېکنالوژي هم پرې ورزیاته کړي.

دا ټېکنالوژي به په اعلاناتو کې کارېدلې څېرې د مشهورو شخصیتونو د اصلي فېسبوک او انسټګرام له تصویرونو سره پرتله کوي. که تصویر سره ورته و او تایید شوه چې تېرایستنه ده نو هغه اعلان به اتومات ډېلېټېږي.

مېټا شرکت ویلي چې د دغه سیستم لومړنۍ ازموینه بریالۍ ختلې ده.

دا ستونزه په ۲۰۱۰مو کلونو کې دومره جدي شوه چې ښاغلي لیویس پر فېسبوک عریضه وکړه.

خو هغه وروسته ځکه له دې قضیې بېرته شا ته شو چې فېسبوک د خلکو لخوا د درغلۍ او تېر ایستونکو اعلاناتو د راپور ورکولو لپاره د یوې تڼۍ (button) د اضافه کولو هوکړه وکړه.

فېسبوک همدا راز دا هم ومنله چې له 'سیټیزنز اډوایس' Citizen Advice ادارې سره درې میلیونه پونډه مرسته وکړي. دا بنسټ له خلکو سره د هر ډول ستونزو حل کې خپله هڅه کوي.

خو له هغه راهیسې دا ډول تېر ایستونکي اعلانات لا پیچلي او ان حقیقت ته ورته شوي.

پر میټا فشار دی چې د دا ډول اعلاناتو مخنیوي لپاره اغېزناک ګامونه واخلي.

میټا شرکت ویلي، هغو کسانو لپاره به هم د څېرې پېژندنې ټېکنالوژي کاروي چې پروفایل او کارن حساب یې قلف یا لاک شوی.

اوس باید د انسټګرام یا فېسبوک د تړلي حساب پرانیستلو لپاره رسمي پېژندپاڼه یا اسناد اپلوډ شي.

له دې وروسته به د ویډیويي سيلفي او د مخ پېژندنې ټکنالوژي ازمویل کېږي، چې خلک وکولی شي خپل هویت ثابت کړي او ژر خپل حساب ته بیا لاسرسی ومومي.

دا نوې ټېکنالوژي به د کارنو له خوا وړاندې شوی تصویر او وېډیو د حساب د پروفایل له عکس سره پرتله کوي چې وګوري ایا سمون لري که نه.

د مخ پېژندنې ټېکنالوژۍ پراخه کارونه بې لانجې نه ده.‌

فېسبوک مخکې هم دا ټېکنالوژي کاروله خو په ۲۰۲۱ کې د محرمیت، دقت او تېروتنو په خاطر له پراخو فشارونو سره له مخ کېدو وروسته یې پرېښوده.

میټا اوس وايي چې ویډیويي سيلفي به په کود خوندي کوي او چا ته به نه ښکارېږي او د څېرې هغه معلومات چې د چېک کولو لپاره کارېږي وروسته به ډېلېټېږي.

خو دغه سیستم به په پیل کې د بریتانیا او اروپايي ټولنې په څېر سیمو کې پلی نشي چې لا یې د کارولو اجازه نه ده ورکړې.