مسک: ټویټر خپلو کارنو ته د پیغامونو کتلو ورځنی شمېر محدود کړی

د ټویټر خاوند وايي،‌ دې خواله رسنۍ خپلو کارنو ته‌ د ټویټر پیغامونو د کتلو او یا لوستلو ورځنی شمېر په لنډمهاله توګه محدود کړی دی.‌

اېلون مسک ويلي، د ټویټر ناتاییده یا غیر وریفای اکونټونه به تر دې وروسته ورځ کې ۱۰۰۰ پوستونه یا پیغامونه وکتلی شي.

خو دا شمېر له مخکې د فعالو اکونټونو لپاره دی او نوي ناتاییده حسابونه به د ورځې یوازې ۵۰۰ پیغامونه ګوري.

ښاغلي مسک پر خپل ټویټر لیکلي‌ چې د تایید ‌نښې یا 'ټېک' لرونکو اکونټونو ته اوسنی محدودیت ۱۰ زره پیغامونه دی.

د ټکنالوژۍ برخې دغه میلیادر لومړیو کې د ټویټر کاروونکو ته پر دې خواله رسنۍ د ورځنیو پوستونو د کتلو شمېر تر دې هم ټیټ اعلان کړی و، خو څو ساعتونو کې یې بدل او یو څه لوړ کړ.

پیل کې د ټویټر اوسنیو ناتاییده حسابونو ته هره ورځ د ۶۰۰ - نویو ناتاییده حسابونو لپاره د ۳۰۰ او تایید شویو اکونټونو ته د ۶ زره پیغامونو د کتلو محدودیت اعلان شوی و.

اېلون مسک ویلي " زما لخوا [د پوستونو کتلو ته] د محدودیت دلیل دا دی، چې موږ ټول د ټویټر روږدي یو او اړتیا لرو چې بهر ولاړ شو."

نوموړي په یوه مخکني پوست کې لیکلي و چې دغه لنډمهاله محدودیت د پراخې کچې مالوماتو د توږلو او سیستم کې لاسوهلو ته د رسېدو لپاره دی.

ښاغلي مسک په دې اړه ډېر جزییات نه وو ورکړي خو دا ګام یو "لنډمهاله بېړنی اقدام" بلل شوی و.‌

اټکل دا دی چې دا کار ښايي د مصنوعي ځیرکتیا پر ټکنالوژۍ د ټویټر د سمبالېدو په لړ کې شوی وي.‌

خو نور ستر دلایل هم شته.

اېلون مسک خلک دې ته هڅوي چې خپل ټویټر اکونټونه تایید یا وریفای کړي چې خدمات یې په پیسو دي.

دا امکان هم شته چې نوموړی به غواړي چې خلک باید د ټویټر بشپړو خدماتو او نامحدوده پیغامونو ته لاسرسي لپاره فیس ورکړي.

ټویټر د ښاغلي مسک لخوا تر پېرل کېدو وړاندې پېژندل شویو حقیقي او حقوقي اشخاصو ته د ټویټر اکونټونو تایید یا د ټېک نښه وړیا ورکوله.‌

خو اوس هر څوک کولی شي د ۸ ډالرو میاشتني فیس بدل کې دغه نښه ترلاسه کړي.

د ډون‌ډېټکټور وېبپاڼې مالوماتو له مخې بریتانیا کې په ځايي وخت شنبه مازیګر ۴:۱۲ بجې ۵ زره ۱۲۶ کسانو ټویټر ته په لاسرسي کې د ستونزو رپوټ ورکړی.‌

امریکا کې بیا د دغو کسانو شمېر ۷ زره ۴۶۱ تنو ته رسېده.

بریتانیا کې د مالوماتي ټکنالوژۍ له مسلکي بنسټ یا 'بي‌سي‌اېس' ادم لیون سمت وايي‌ دا ګام ډېر عجیب دی، ځکه دې خواله رسنۍ کې د کاروونکو د وخت راکمول د کمپنۍ د اعلاناتو عایدات هم اغېزمنوي.‌

اېلون مسک تېر کال له ګڼو لوړو ژورو وروسته ټویټر په ۴۴ میلیارد ډالرو وپېره.

نوموړی به تر هغې مخکې د دې خواله رسنۍ د مدیریت پر څرنګوالي نیوکې کولې.

هغه د ټویټر تر پېرلو سملاسي وروسته د دغه پلټفارم د کاروونکو شمېر له نږدې ۸ زرو څخه یو زر او ۵۰۰ ته راټیټ کړ.‌

ښاغلي مسک بي‌بي‌سي سره یوه مرکه کې ویلي و چې د کاري ځواک کمول اسان نه وو.‌