تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فېسبوک او انسټاګرام: میټا شرکت د نیلي نښې بدل کې میاشتنی فیس پیلوي
د فیسبوک او انسټاګرام څښتن"میټا" شرکت ویلي، ددغو دواړو خواله رسنیو کارنو ته د خپلو ګڼونونو (اکونټونو) د نیلي نښې په بدل کې میاشتنی فیس پیلوي.
د انټرنېټ لټوتنګر کارنو لپاره د میټا د نیلي نښې لګښت یا میاشتنۍ بیه ۱۱٫۹۹ ډالره او د (ای او اېس) کارنو لپاره ۱۴٫۹۹ ډالره ده.
دا اونۍ به عملاً په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې پیل شي.
د میټا اجراییوي مشر مارک زوکربرګ وویل، په دې ګام سره به د خوندیتوب او ریښتینولۍ ښه والي لپاره کار وشي.
د میټا دا پرېکړه وروسته تر هغه اعلان شوې چې د ټوېټر څښتن اېلان ماسک د ۲۰۲۲ کال نومبر میاشت کې د ټوېټر کارنو د نیلي نښې بدل کې د فیس اخیستل پیل کړل.
تر اوسه شرکتونو ته د میټا له خوا دا خدمت نه دی چمتو شوی، خو وګړي د نیلي نښې لرلو بدل کې پیسې ورکولی شي.
نیلي نښې د مشهورو او اوڅارو کسانو لپاره کارول کېږي چې ریښتینولي یې ثابته شي.
میټا شرکت ویلي د انسټاګرام او فیسبوک د کارنو نومونه باید د هغو حکومتي پاڼو د ثبوت له مخې وي چې شرکت ته د نیلي نښې ترلاسه کولو لپاره استول کېږي او کارن باید د خپل اکونټ داسې انځور وکاروي چې مخ یې پکې ښکاري.
د ریډیټ، یوټیوب او ډیسکورډ په څېر نورې خواله رسنۍ هم د ګډون لپاره ورته سیستمونه کاروي.
میټا لا نه دي ویلي چې په نورو هېوادونو کې به دا خدمت کله چمتو کېږي، خو زوکربرګ یې په اړه د "ژر" خبره کړې ده.
دغه شرکت په نومبر میاشت کې د کورونا وفا له کبله د خپلو ۱۱ زره دندو د ختمولو اعلان کړی و.