تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
وټساپ پیسې څنګه ګټي؟ موږ خو یې وړیا کاروو؟
- Author, زوی كلاينمان
- دنده, د بيبيسي کې د ټېکنالوژۍ د چارو اېډېټره
په تېرو ۲۴ ګړیو کې مې پر وټساپ له ۱۰۰ ډېر پیغامونه ولیکل.
هیڅ یو یې په زړه پورې نه و. له خپلې کورنۍ سره مې ځینې پلانونه جوړ کړل، له همکارانو سره مې د کار په پروژو خبرې وکړې او له ځینو ملګرو سره مې خبرونه شریک او د زړه خواله وکړل.
ښايي اړتیا وي چې زه پر وټساپ خپل فعالیت ښه کړم، خو ان زما خورا ستړي کوونکو پیغامونه هم له مخکې په ټاکلي ډول په کود خوندي شوي او ما د وټساپ ځواکمن کمپیوټر سرورونه کارولي، چې د نړۍ په مختلفو ډیټا مرکزونو کې پراته دي.
د دې سرورونو چلول ارزانه نه دي، بیا هم نه ما او نه هم هغو خلکو چې ما پرون ورسره خبرې کولې د دې په کارولو پیسې لګولې. وټساپ په ګرده نړۍ کې شاوخوا درې میلیارده کارن لري.
نو څنګه وټساپ - یا zapzap ، لکه څنګه چې په برازیل کې دا نوم ورته اخیستل کېږي - پیسې ګټي؟
دا واقعیت دی چې د وټساپ تر شا یو لوی اصلي شرکت دی، چې "میټا" نومیږي او د فېسبوک او انسټګرام مالکیت هم لري.
په وټساپ کې زموږ د ګڼونونو په څېر شخصي انفرادي حسابونه وړیا دي؛ ځکه چې وټساپ له هغو پېرودونکو او شرکتونو پیسې ګټي چې غواړي زموږ په څېر د کاریال له نورو کاروونکو سره په اړیکه کې وي.
له تېر کال راهیسې، شرکتونه په وټساپ کې د وړیا چینلونو په جوړولو توانېدلي، نو دوی د هر هغه چا لپاره پیغامونه استولی شي، چې د لوستلو لپاره ګډون غوره کوي.
خو د دې کار په بدل کې چې دوی کومې پیسې ورکوي، د کاریال له لارې له انفرادي پېرودونکو سره متقابل عمل ته لاسرسی دی، هغه که د خبرو له لارې وي یا مالي معاملو په مټ.
په انګلستان کې د وټساپ کاریال (اپ) لاهم په نسبي ډول په لومړنیو پړاوونو کې دی، خو د بېلګې په ډول د هند په بنګلور ښار کې، تاسو اوس مهال د بس ټکټ او د څوکۍ غوره کول د وټساپ له لارې پېرلی شئ.
په میټا کې د سوداګرۍ پیغام رسولو مرستیاله نیکیلا سرینیواسن وايي "زموږ لید- که په سمه توګه پکې بریالي شو، دا دی چې د خدماتو شرکتونه او د دوی پېرودونکي وکړای شي د یو لړ خبرو له لارې هرڅه سم ترسره کړي."
دا زیاتوي "دا په دې مانا ده که تاسو غواړئ یو ټکټ بوک کړئ، که غواړئ یو پېرلی څیز بېرته ستون کړئ، که تاسو غواړئ د هغه څه لپاره پیسې ورکړئ چې تاسو اخیستي یا کوم خدمت چې تاسو ترلاسه کړی، باید د دې توان ولرئ چې دا ټول د وټساپ له لارې د بحث له پرېښودو پرته وکړئ. او بیا بېرته په خپل ژوند کې خپلو نورو خبرو ته ور وګرځئ."
اوس مهال، کاروبارونه په مستقیم ډول په فېسبوک او انسټګرام کې له انلاین اعلانه شخصي حساب ته د یوه لینک یا تړوني په خاطر پیسې ورکولی شي. اغلې سرینواسن وايي چې اوس یوازې دا د ټیکنالوژۍ دغه لوی شرکت ته د "څو میلیارد ډالرو" ارزښت لري.
د پیغام رسولو نورو کاریالونو هم دغه لارې او تګلوري غوره کړي.
د "سېګنال" په نامه د پیغام استولو کاریال چې د امنیت پروټوکولونه يې مشهور دي او اوس په دې سکتور کې معیار ګرځېدلی، غیر انتفاعي یا داسې بنسټ دی چې سوداګریزه ګټه وټه نه کوي. دا شرکت وايي چې د ټیلیګرام برعکس یې هېڅکله له پانګوالو پیسې نه دي اخیستې؛ خو د ټیلیګرام تکیه پر پانګوالو ده.
له پانګوالو د پیسو اخیستلو پرځای، سیګنال په بسپنو چلېږي، چې په ۲۰۱۸ کې د وټساپ له شریک بنسټګر براین ایکټن څخه د ۵۰ میلیون ډالرو نغدي مرسته هم پکې راځي.
د سیګنال مشرې میرډیت ویټکر تېر کال په یوه لیکنه کې کښلي وو "زموږ موخه دا ده چې د امکان تر بریده د کوچنيو بسپنه ورکوونکو بشپړ ملاتړ ته نژدې شو او د هغو خلکو په لوی شمېر متوسطو ونډو تکیه وکړو چې سیګنال اهمیت ورته لري."
په داسې حال کې چې د پیغام رسولو اپ "ډیسکارډ Discord" چې تر ډېره یې ځوان لوبغاړي کاروي، وړیا بڼه لري، ځان ثبتول پکې وړیا دي، خو لوبو ته د لاسرسي په ګډون نورې ځانګړتیاوې پکې په بیه دي.
دغه کاریال د Nitro په نوم د تادیه شوي غړیتوب خدمت هم وړاندې کوي، چې د ۹.۰۰ ډالرو میاشتني ګډون لپاره د لوړ کیفیت ویډیو سټینګ او دودیز ایموجیز هم پکې شامل دي.
خو د Snapchat تر شا سنپ شرکت د دې ماډلونو یو ډول ترکیب کوي. دا له تادیه شويو اعلاناتو ګټه اخلي، د روان کال له اګست راهیسې ۱۱ میلیونه تادیه شوي پېرودونکي لري او د Snapchat Spectacles په نوم واقعیت غوره ښودونکې عینکې هم پلوري.
دا د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۳ ترمنځ د فوربس په وینا یو بل چل هم لري، شرکت نژدې ۳۰۰ میلیون ډالره یوازې ګټه کړې ده، خو د دې د عاید اصلي سرچینه هغه اعلانونه دي، چې په کال کې له څلورو میلیاردو ډالرو ډېره ګټه ورته راوړي.
په بریتانیا کې مېشت شرکت Element له حکومتونو او هغو لویو سازمانونو پیسې ترلاسه کوي چې د دوی پیغام رسولو خوندي سیسټم وکاروي. پېرودونکي د دې ټیکنالوژۍ کاروي خو دوی بیا دا ټېکنالوژي پخپلو سرورونو کې اداره کوي. د شرکت شریک بنسټګر میتیو هډګسن وايي "۱۰ کلن شرکت يې په میلیونونو ډالر عاید لري او ګټې وټې ته نژدې دی."
هوډسن پر دې باور دی هغه کاروباري نمونې چې ګټه کوي او د پیغام رسولو لا ډېر مینه وال لري، تل د اعلانونو لپاره یوه غوره شوې ډیجیټلي نمونه پاتې شوې ده.
هغه زیاتوي "د پیغام رسولو ډېری پلیټ فارمونه دا څاري چې خلک څه کوي، له چا سره خبرې کوي او بیا یې له غوره اعلاناتو سره په نښه کوي."
نظر دا دی چې ان که په اپلیکیشن یا پلیټ فارم کې کوډ او د هویت ناڅرګنتیا هم وي، نو کاریال د شریکو شویو پیغامونو اصلي منځپانګې د کتلو اړتیا نه لري، چې په کارونو یې ډېر پوه شي چې خپل اعلانونه پرې وپلوري.
په پای کې هوډسن وايي "دا زړه کیسه ده - که تاسو له هغو کاروونکو يئ چې د خدماتو لپاره پیسې نه ورکوئ، دا امکان شته چې تاسو محصول یاست."