ټرمپ او د چین لخوا د بګرام پوځي اډې د نیولو ادعا، د سپوږمکۍ شواهد څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, علي حسیني
- دنده, بيبيسي
- Author, یی ما
- دنده, د بيبيسي د حقیقتموندنې څانګه
يادونه: دغه مطلب لومړی ځل د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۱۴ نېټه خپور شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د خپل هېواد د سرتېرو له وتلو راهیسې لږ تر لږه ۲۲ ځله ویلي، چې امریکا باید په افغانستان کې د بګرام پوځي اډه له لاسه نه وای ورکړې.
نژدې هر ځل چې هغه د کابل په شمال پروان ولایت کې د بګرام پوځي اډې یادونه کړې، سملاسي یې چین یاد کړی او ادعا یې کړې: "چین بګرام اشغال کړی دی."
ډونلډ ټرمپ وروستی ځل شنبې (۲۰ سپټمبر) او له دې وړاندې پنجشنبې (۱۸ سپټمبر) د بګرام اډې د بېرته ترلاسه کولو يادونه کړې وه.
نوموړي همدا ډول (د جولای ۷مه) د کابینې په غونډه کې ويلي وو: "ما به د بګرام لویه هوايي اډه ساتلې وای، چې اوس د چین تر ولکې لاندې ده، د نړۍ یو له ډېرو ځواکمنو ځغاست لیکو، چې له کانکرېټ او فولادو جوړه ده. بګرام یوه ستره اډه وه. په سلګونو کیلومتره دېوال ترې راتاو شوی، شاوخوا سیمه یې خوندي ده او هېچا نه شو کولی ور ننوځي."
موږ د سپوږمکۍ عکسونو په کارولو دې اډې ته نژدې کتنه کړې چې وګورو ایا په دې لویه پوځي اډه کې بدلونونه په افغانستان کې د چین د شتون شاهد دي که نه؟
دغه راز موږ د بګرام اډې او هغې سیمې ترمنځ واټن هم اندازه کړی چې چین په کې پوځي اټومي فعالیتونه لري، چې وګورو، ایا هلته په یوه ساعت کې رسېدل ممکن دي که نه، ځکه ډونلډ ټرمپ په وار وار ادعا کړې چې بګرام له هغه ځایه یو ساعت لېرې دی چې چین په کې اټومي وسلې جوړوي.
بګرام: د دوو زبرځواکونو پوځي اډه
په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا درې ولسمشران، جورج ډبلیو بوش، بارک اوباما او ډونلډ ټرمپ، دغې اډې ته ورغلي دي. همدارنګه جو بایډن په ۲۰۱۱ کال کې، هغه مهال چې د اوباما مرستیال و، هم د باګرام له هوايي اډې لیدنه کړې وه.
شوروي اتحاد په ۱۹۵۰ لسیزه کې په پروان ولایت کې دا پوځي اډه جوړه کړه. په ۱۹۸۰ لسیزه کې هم، بګرام د افغانستان د اشغال پرمهال د شوروي ځواکونو اصلي اډه وه.
د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو او تر هغه وروسته چې امریکا "د ترهګرۍ پر ضد جګړه" اعلان کړه، امریکایي ځواکونه د ۲۰۰۱ کال په دسمبر کې دې اډې ته ننوتل.
نژدې دوې لسیزې، دا اډه د القاعدې او طالبانو پر وړاندې د جګړې مرکز و، چې ۷۷ مربع کیلومتره پراخه شوه او یو وخت په کې له ۱۰ زرو ډېر سرتېري ځایېدل.
د اډې د دوو ځغاست لیکو یوه یې له دوه نیم کیلو مترو ډېره اوږده ده. د ډونلډ ټرمپ په وینا، "دا اډه ترټولو پیاوړې او خورا لویه کانکریټي ځغاستلیکه لري." د هغه په وینا دا ځغاستلیکه شاوخوا دوه متره پرېړوالی (ضخامت) لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سپوږمکۍ موندنې څه ښیي؟
د امریکا له وتلو مخکې او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته حالاتو ترمنځ توپیر ډېر لوی دی. موږ په بېلابېلو وختونو کې د سپوږمکۍ له خوا اخیستل شوي، یو شمېر انځورونه ارزولي دي.
د بېلګې په توګه، د "پلانټ لبز" شرکت لخوا د ۲۰۲۰ کال سپتمبر په ۲۴مه د سپوږمکۍ په وسیلې اخیستل شوي یوه انځور کې، په سیمه کې لږترلږه ۳۵ مختلفې الوتکې لیدل کېږي. خو په هغه انځور کې چې د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۱۵مه اخیستل شوی، یعنې واک ته د طالبانو له رسېدو شاوخوا یو کال وروسته، په ټوله اډه کې، ان یوه الوتکه هم نه لیدل کېږي.
له لاندې دوو انځورونو څخه په یوه کې یې چې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په دویمه اخیستل شوي، د دې لپاره ځینې الوتکې په سره زنګ ښودل شوې دي چې ښې څرګندې شي.
د سپوږمکۍ په وسیله اخیستل شوي یوه بل انځور کې چې په ۲۰۱۱ کال کې اخیستل شوی، د بګرام هوایی ډګر په سیمه کې لږترلږه ۱۲۰ بېلابېلې جنګي الوتکې او چورلکې لیدل کېږي.

د سپوږمکۍ نورو انځورونو کې دوه بدلونونه ښکاري.
۱- د دې اډې له څو ځایونو سلګونه کانتینرونه انتقال شوي دي. دا کانټینرونه ښايي د لوژستیکي زېرمو لپاره کارول شوي وي. داسې ښکاري چې کانټینرونه له بګرام اډې لېږدول شوي یا هم د اډې دننه نورو برخو ته لېږدول شوي دي.
شاوخوا ۴۰ کانټینرونه د اډې له لږترلږه دوو ځایونو لېږدول شوي دي. لاندې دوه انځورونه، یو د ۱۴۰۱ د چنګاښ په ۲۴مه او بل د ۱۴۰۴کال د وري په ۲۵مه اخیستل شوی، چې دا بدلون ښیې.

۲- په اډه کې په یوه بله نقطه کې هم له سلو زیات مختلف موټرونه لیدل کېږي چې تم شوي دي.
داسې ښکاري چې دغه موټرونه د طالبانو له واکمنۍ وروسته د اډې له مختلفو برخو څخه راټول شوي او په یوه ځای کې درول شوي دي.
په هغو سپوږمکيزو انځورونو کې چې په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د بګرام نظامي اډې له ساحې څخه په تصادفي ډول اخیستل شوي، په ډېر کم شمېر مواردو کې یو موټر د اډې پر داخلي سړکونو لیدل کېږي، چې ظاهرا د حرکت په حال کې دی.
دې انځورونو ته په کتو، کولای شو ووایو چې د بګرام په پوځي اډه کې ستر بنسټيز بدلونونو نه دي راغلي.
موږ له فضا ځينې اخیستل شوي انځورونه د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو مرکز غړې جینیفر جون ته د بیاکتنې لپاره وړاندې کړل.
د هغې په اند، د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې له یوه انځور پرته، چې پر ځغاستلیکه یوه چورلکه لیدل کېږي، پاتې انځورونه چې د ۲۰۲۱ کال د نیمایي او د ۲۰۲۵ کال د اپرېل تر منځ اخیستل شوي، د سپوږمکۍ په دغو انځورونو کې هېڅ الوتکه په څرګنده نه ښکاري.
د جینیفر جون په باور، دا اړینه نه ده چې په تېرو څلورو کلونو کې دې اډه کې کومه بله الوتکه نه وي.
هغې بي بي سي ته وویل: "ډېر احتمال لري چې د الوتکو خوځښتونه د سپوږمکۍ انځورونو اخیستو له وختونو بهر شوي وي (په ځایي وخت له شاوخوا ۱۱ تر ۲ بجو)، یا دا چې الوتکې سرپوښلیو ځایونو ته لېږدول شوې وي."
مېرمن جون زیاتوي، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې اخیستل شوي یو شمېر انځورونه د هوایی ډګر په ځینو برخو کې پر ځمکه ځینې تیاره نښې ښيي چې کېدای شي د تېلو زېرمې وي.
د جینیفر جون په اند، د هوایی اډې د حالت یو له مهمو ټکو، د هغې د ځغاستلیکې حالت دی. د خوندیتوب لپاره، هره فعاله ځغاستلیکه له کثافاتو پاکه ساتل کېږي.
د ۲۰۲۵م کال د اپرېل میاشتې وروستیو انځورونو کې ښکاري چې دواړه ځغاستلیکې ښې ساتل شوي. خو په ۲۰۲۵ کال کې د سپوږمکۍ په انځورونو کې هېڅ الوتکه نه ده لیدل شوې.
هغه وايي، د بګرام هوايي اډه تر ډېره حده هغه حالت کې ښکاري چې امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال پرې ایښې وه.

ډونلډ ټرمپ د بګرام په اړه دومره خبرې کړې دي چې یو ځل یې په الاسکا کې د ځنګلي ژوند د پناه ځای په توګه د بګرام یادونه کړې وه.
هغه په وار وار ویلي، د بګرام ارزښت د افغانستان له امله نه، بلکې د چین له اړخه دی. "افغانستان هېر کړئ. د بګرام هوايي اډه له هغه ځایه یو ساعت لېرې ده چې چین اټومي وسلې جوړوي."
خو ایا دا یو ساعت واټن چې ډونلډ ټرمپ په وار وار تکرار کړی دی، ریښتیا دی؟
په داسې حال کې چې له روسیې پرته بل هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، ویلی شو چې چین او طالبان ښې اړیکې سره لري.
دواړو خواوو افغانستان کې د عینک مسو کان د اېستلو لپاره تړون لاسلیک کړی دی، چې په نړۍ کې د مسو یو له سترو کانونو دی.
په داسې حال کې چې ډېری هېوادونه افغانستان کې ډیپلوماتیکې استازولۍ نه لري، چین خپل سفیر افغانستان ته لېږلی دی.

د بګرام پوځي اډې ته د چین تر ټولو نژدې اټومي ازمایښتځای د چین په شمال لوېدیځ کې د "لوپ نور" په نوم سیمه کې دی، چې له بګرامه شاوخوا ۲۰۰۰ کیلومتره واټن لري.
دا روښانه نه ده، کله چې د امریکا ولسمشر د "یو ساعت واټن" خبره کوي، موخه یې کومې وسیلې ته اشاره ده.
دا لار په هېڅ ډول د ځمکې له لارې د یوه ساعت واټن نه دی.
خو د پرمختللو پوځي جټ الوتکو لکه لاکهیډ اېس ار- ۷۱ بلک برډ په وسیلې د دې واټن وهل به شاوخوا یو ساعت وخت ونیسي.
د ډونلډ ټرمپ برعکس، چې په پرله پسې ډول یې د بګرام پوځي اډې او چین مسلې یادونه کړې، د طالبانو حکومت او چین تل دا ډول ادعاوې ردې کړې دي.
بي بي سي له سپینې ماڼۍ د هغو شواهدو غوښتنه وکړه چې پر بنسټ یې ډونلډ ټرمپ ادعا کوي، چین په بګرام کې شتون لري، خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.
موږ د طالبانو له حکومته وغوښتل اجازه راکړي، چې دې اډې ته ولاړ شو او وګورو، هلته څه روان دي، خو موږ ته اجازه را نه کړل شوه.
د بګرام هوايي اډه له تېرو درېیو کلونو راهیسې، د امریکايي ځواکونو له خوا د پرېښودل شويو پوځي تجهیزاتو سره د طالبانو د ځواکونو د پوځي پرېډ او مراسمو ځای دی.
هغه پوځي اډه چې امریکا په ۱۴۰۰ لمریز کال کې پرته له دې چې د وخت افغان حکومت خبر کړي، د شپې په تیاره کې پرېښوده.











