خلیلزاد وايي پاکستان باید د جګړې پر ځای له ' تحریک طالبان' سره خبرې غوره کړي

د عکس سرچینه، EPA
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد خبرداری ورکړی چې د پاکستان امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) ترمنځ ترینګلتیا د هېواد ګڼو امنیتي سرتېرو او وګړو ته د مرګ ژوبلې لامل شوې.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، که اسلام اباد لا هم پر پوځي حللاره باوري نه وي، نو دا یې تېروتنه ده:
"د پاکستان د امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی د ګڼ شمېر امنیتي پرسونل او اتباعو د مرګ ژوبلې لامل شوی دی. که پاکستاني اداره په دې باور وي چې د دې ننګونې لپاره پوځي حل شته، نو دا غلطه ده. زه د باور وړ ستراتیژي نه وینم".
ښاغلي خلیلزاد دا هم لیکلي چې اوس د سیاسي تګلارې بدلولو او خبرو وخت دی:
"اوس د دې وخت دی چې سیاسي ستراتیژۍ بد لې کړو او خبرې اترې وکړو. پاکستاني ادارې تل له ۲۰۲۱ کال مخکې امریکا او افغان حکومت ته مشوره ورکړې چې له افغان طالبانو سره خبرې اترې وکړي او سیاسي جوړجاړی وکړي. اوس وخت رارسېدلی چې پاکستان هم همدا کار په پام کې ونیسي. افغانستان باید پاکستان سره په دغو خبرو اترو کې مرسته وکړي".
زلمي خلیلزاد دا څرګندونې افغانستان ته له سفر او له ځینو طالب مشرانو سره له کتلو وروسته کړې دي. په دې سفر کې له نوموړي سره د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی اډم بولر هم ملګری و.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
کابل ته د سفر پر مهال پلاوي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره لیدلي دي.
د طالبانو حکومت کې سرچينو بي بي سي ته تائيد کړې چې يو شمېر امریکايي وګړي د دوی په توقيف کې دي خو د شمېر په اړه یې څه نه دي ويلي.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهيسې افغانستان ته د اډم بولر په مشرۍ دا امریکاي پلاوي دويم نا اعلان شوی سفر دی.

د عکس سرچینه، EPA
پاکستان په تېرو وروستیو کلونو کې د پاکستان د طالبانو له تحریک سره څو پړاویزې خبرې درلودې خو بې پایلې پای ته ورسېدې. د پاکستاني طالبانو یوه قومندان د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې رويټرز خبري اژانس ته ويلي وو، د افغانستان طالبانو په منځګړتوب يې د پاکستان له حکومت سره د پیل دوه پړاوه خبرې کړې دي.
هغه مهال ځينو سرچينو ويلي، سراج الدين حقاني چې د حقاني شبکې مشر او طالب حکومت کې د کورنيو چارو وزير دی، دغو خبرو سره د منځګړي مرسته کوي.
د ۲۰۲۱ کال د د نومبر پر ۵مه اسلام اباد کې ځینو سرچینو خبریالانو ته ویلي وو، یو حکومتي پلاوی له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو لپاره افغانستان ته تللی دی.
په ټوله کې د پاکستاني طالبانو مشران پر دې ټینګار کوي چې خبرې باید جدي او د دواړو لورو ترمنځ د انډولیز درناوي پر بنسټ وي. طالب مشرانو دا هم ویلي چې حکومت په تېرو خبرو کې ریښتینی نه و.
د پاکستاني حکومت چارواکو ویلي، دوی له ملي ګټو سره په ټکر کې هیڅ داسې څه له وسله والو سره په خبرو کې نشي منلي. ځيني سیاسي کړۍ د پاکستان پر حکومت نیوکې هم کوي چې د هغوی پر وینا "ترهګرو" ډلو سره خبرې کول هغوی ته امتیاز ورکول دي.
د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ خبرې په ډېرو مواردو کې بې پایلې وې. کتونکي پر دې باور دي چې پاکستاني طالبان د خبرو پر مهال د لا ډېر امتیاز او بدلون غوښتونکي دي. د روان کال د اګسټ لومړیو کې باجوړ کې له قومي مشرانو سره د جرګې پر مهال دغه ډله دې ته چمتو نه شوه چې له هغو سیمو په شا شي چې د پاکستان پوځ په کې د عملیاتو پلان درلوده.
پر ډیورنډ کرښه د پاکستان د امنیتي تدبیرونو ټینګول
کابل ته د زلمي خلیلزاد او بیا وروسته یې د پاکستان په اړه له څرګندونو سره هممهاله پاکستان د یوې نوې تګلارې له مخې له افغانستان سره پر کرښه د څارنې کچه نور هم لوړوي چې وايي ظاهراً یې هدف د افغانستان له خاورې د اورپکو د ننوتلو مخه نیول دي.
پاکستاني چارواکي وايي ټولې هغه تدارکاتي لارې به بندې کړي چې وسلهوالې ډلې یې د افغانستان له ډډې کاروي.
پاکستاني چارواکي وايي په پوله کې د څارنې زیاتوالی به په ځانګړي ډول د خیبر او باجوړ په سیمو کې د اورپکو د تګ - راتګ مخه ونیسي او استدلال کوي چې دا اقدام به د اورپکو ډلو، په تېره د پاکستان تحریک طالبان (ټيټيپي) لاسونو ته د وسلو او پيسو او له دوی سره د نویو ځواکونو یوځای کېدا مخه ونیسي.
هغوی ټینګار وکړ چې دا هدف يوازې هغه وخت عملي کېدلی شي چې له ناامنه پولو د هغوی د ننوتلو مخه ونیول شي.
پاکستاني حکومت تل ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې دوی ته اورپکي ور اړوي او هلته بریدونه کوي، خو د طالبانو حکومت د پاکستاني حکومت دا ادعا ځلونه رد کړې او وايي چې د پاکستان د خپل امنیت راوستلو کې د پاتې راتلو پړه پر خپل ګاونډي هېواد اچوي.
د یکشنبې پر ورځ، د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی و چې يا خو دې له پاکستان سره ودرېږي او یا د ده په وينا له "ترهګرو" سره.
شهباز شريف دغه څرګندونې په خیبرپښتونخوا کې د ۱۹ پاکستاني پوځيانو له وژل کېدو وروسته په بنو کې کړې دي.











