بنو کې د امنيتي ځواکونو پر مرکز بريد کې شپږ تنه او د بلوچستان چاودنه کې ۱۵ تنه وژل شوي

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د بلوچستان نشنل ګوند له غونډې وروسته چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۸ تنه نور ټپيان دي.
د بلوچستان د روغتیا وزير بخت محمد کاکړ په وينا، ټپيان د درملنې لپاره د کوټې ملکي روغتون ته لېږدول شوي چې په وينا يې د ځينو حالت نازک دی.
ويل کېږي په چادونه کې د نورو ګوندو مشرانو ته زيان نه دی اوښتی خو د بلوچستان ملي ګوند مرکزي مشر او د بلوچستان اسمبلۍ پخوانی غړی مير احمد نواز بلوڅ ټپي شوي دي.
غونډه د بلوچستان د ملي ګوند د بنسټ اېښودونکي سردار عطا الله مېنګل د درېيم تلين په مناسبت جوړه شوې وه چې د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي تر څنګ د بلوچستان ملي ګوند اوسني مشر سردار اختر مېنګل، د عوامي نشنل ګوند د صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي او نورو مشرانو ګډون کړی و.
د بلوچستان ملي ګوند د مرکزي کمیټې غړي غلام نبي مري ويلي، چاودنه د کوټې شاهواني سټېډیم ته څېرمه هغه ځای شوې چې موټرونه په کې ولاړ وو. د نوموړي په وینا، چاودنه د غونډې له پايته رسېدو شاوخوا لس پنځلس دقيقې وروسته وشوه.
ښاغلي مري ويلي، د چاودنې پر مهال ګڼ خلک له غونډې د وتلو په حال کې وو. نوموړي ادعا وکړه چې دا ځانمرګی بريد و. د پوليسو يوه جګپوړي چارواکي هم بي بي سي اردو ته د نوم نه ښودلو په شرط دا ځانمرګی برید بللی خو تراوسه په رسمي ډول د دې پخلی نه دی شوی.
په همدې مهال د بلوچستان اعلی وزير د پېښې له غندلو سره د پلټنو امر کړی دی.
د بلوچستان ملي ګوند مشر سردار اختر مېنګل د بي بي سي اردو خبريال ته ويلي چې ده ته کوم زيان نه دی رسېدلی.
نوموړي زیاته کړې چې د ده د پلار سردار عطا الله مېنګل د تلين غونډه کې د محمود خان اڅکزي په ګډون د نورو ګوندونو مشرانو برخه لرله.
د خيبرپښتونخوا په بنو کې د امنيتي ځواکونو پر مرکز برید کې شپږ ساتونکي وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان پوځ وايي د خيبر پښتونخوا په بنو کې د امنيتي ځواکونو (اېف سي) پر مرکز ځانمرګي بريد کې شپږ امنيتي کسان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د سې شنبې په ورځ خپره شوې اعلاميه کې ويلي، وسله والو له چاودېدونکو ډک موټر د اېف سي د مرکز له دېوال سره ټکر کړی چې د دېوال له نړېدو سربېره هلته ملکي ودانۍ ته هم زيان رسېدلی او دری تنه ملکيان ټپيان شوي دي.
د پاکستان پوځ د اعلاميې له مخې د ډزو په تبادله کې د پنځو وسله والو تر څنګ شپږ امنيتي کسان وژل شوي دي.
د ای اېس پي ار په وينا په سیمه کې چاڼيز عمليات دوام لري او په وينا يې په پېښه کې ښکېل کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي.








