شهباز شريف: افغانستان کې د طالبانو حکومت دې د پاکستان او "ترهګرو" تر منځ يو غوره کړي

شهباز شريف او عاصم منير

د عکس سرچینه، Radio Pakistan

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې يا خو دې له پاکستان سره ودرېږي او یا د ده په وينا له "ترهګرو" سره.

شهباز شريف دغه څرګندونې په خیبرپښتونخوا کې د ۱۹ پاکستاني پوځيانو له وژل کېدو وروسته په بنو کې کړې دي.

شهباز شريف ویلي، "زه نن په واضح ډول د افغانستان حکومت ته وايم چې په دوو شيانو کې يو غوره کړي، که له پاکستان سره له زړه او په ريښتيا اړیکې غواړي را دې شي، موږ ورته تيار يوو خو که دوی غواړي چې د ترهګرو ملاتړ وکړي نو بيا زموږ د افغانستان له لنډمهالي حکومت سره هېڅ کار نشته. د پاکستان پوځ به په هر صورت ترهګر له منځه یوسي."

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کولې چې د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منير یې تر څنګ ولاړ و.

شهباز شريف وويل چې "له افغانستانه ترهګر پاکستان ته راځي او له پاکستاني طالبانو سره يو ځای، خوارج زموږ پوځيان، زموږ وروڼه، خويندې او ولسې وګړي وژني."

د راپورونو له مخې د تېرې جمعې په ورځ ۱۲ پاکستاني پوځيان په وزيرستان کې له وسله والو سره د بريد پر مهال ووژل شول او له دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ په دير کې ۷ پاکستاني پوځيان وژل شوي وو.

پاکستان وخت ناوخت تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټي‌ټي‌پي) د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي.

که څه هم لا تراوسه د طالبانو حکومت د شهباز شريف وروستيو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې يې تل دا ډول تورونه رد کړي دي. بي بي سي سره په اړیکه کې د طالبانو حکومت یوه ویاند وویل " په دې هیڅ ویل نه غواړي."

د طالبانو حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت وړاندې دې ډول تورونه ته په ځواب کې ويلي وو، "بهرنيو ډلو ته په افغانستان کې د فعاليت اجازه نه ورکوي او نه څوک پرېږدي چې د افغانستان له خاورې نورو ته تهديد پېښ کړي."

په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د فاع وزير محمد يعقوب مجاهد له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې منلې وه چې له پاکستان سره د دوی د حکومت اړيکې ترينګلې دي چې په وینا یې له دې امله خوشحاله نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې مياشتې په وروستیو کې "پاکستان" په خوست او ننګرهار ولايتونو ډرون بريدونه وکړل.

افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه بریدونه د اسلام اباد کار بللی و چې په کابل کې یې د پاکستان سفیر احضار او خپل "احتجاج" یې ورته اورولی و.

د طالبانو حکومت ویلي وو چې پر خوست او ننګرهار "د پاکستاني پوځ بې‌پیلوټه الوتکې بریدونو کې ولسي کورونه په نښه شوي او قربانیان یې تر ډېره ښځې او ماشومان دي."

په تېر کې هم په خوست، کونړ او پر ډیورنډ کرښه نورو سیمو کې ورته بریدونو مرګ ژوبله اړولې وه چې د پاکستان له حکومت سره یې د طالبانو اړیکې ترینګلې کړې وې.

په دې وروستيو کې د پاکستان په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې امنيتي پېښې زياتې شوې دي، د اې‌اېف‌پي د شمېرو له مخې، د جنورۍ له لومړۍ نېټې نژدې ۴۶۰ کسان په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي چې ډېری یې د امنیتي ځواکونو غړي دي.