د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تایید کړه چې په کابل کې یې سفیر احضار شوی

ډار

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تایید کړه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان سفیر احضار کړی او په خوست او ننګرهار کې د ډرون بریدونو په تړاو یې "اعتراض‌پاڼه" ورته سپارلې ده.

ښاغلي ډار دا څرګندونې تېره شپه (جمعه، اګست ۲۹ /وږی ۷) په اسلام اباد کې په یوه خبري کنفرانس کې کړې. که څه هم هغه وویل چې د دې "ډيمارچ یا اعتراض‌پاڼې" یوه کاپي یې لوستې خو په وینا یې، "د اندېښنې څه خبره نه شته او لا وختي دی چې په دې اړه څه وویل شي."

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر دا خبره داسې مهال کوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه بریدونه د اسلام اباد کار بللی دی، په کابل کې یې د پاکستان سفیر احضار کړی و او خپل "احتجاج" یې ورته اورولی و.

خو ښاغلي ډار د خبري کنفرانس پر مهال دا خبره نه رد او نه یې هم تایید کړه چې پر خوست او ننګرهار دغه ډرون بریدون پاکستان کړي دي او که نه.

هغه وویل چې دی په بهرني سفر و او د دې پېښې په اړه معلومات کوي.

منظور احمد پښتین: د ماشومانو وژل د "ترهګرۍ ضد عملیات نه دي"

خوست

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت ویلي چې د چهارشنبې په ماخوستن شاوخوا لس نیمې بجې د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ اړوند سورکاخ سيمه کې د پاکستاني پوځ بې پيلوټه الوتکې د حاجي نعیم ګل په نوم د یوه ځايي کس پر کور بمبار کړی.

تېره پنجشنبه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر هم دغه بریدونه د " افسوس او سختې غندنې وړ" وبلل.

منظور احمد پښتین د پاکستان پوځ تورن کړ چې ګواکې لر او بر "عام پښتانه" په نښه کوي او ویې ویل چې، "د ماشومانو وژل هېڅ د ترهګرۍ ضد عملیات نه دي."

د طالبانو حکومت ویلي پر خوست او ننګرهار "د پاکستاني پوځ بې‌پیلوټه الوتکې په بریدونو کې ولسي کورونه په نښه شوي او قربانیان یې تر ډېره ښځې او ماشومان دي."

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې تړاو په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی و خو د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول پر خوست او ننګرهار بریدونو کې د خپلې ښکېلتیا په اړه لا رسمي څه نه دي ویلي او نه یې هم د ښاغلي پښتین دې خبرو ته کوم غبرګون ښکاره کړی دی.

خو په تېر کې یې د وزیرستان په ګډون د پښتونخوا په ځينو سیمو کې د پوځي عملیاتو لامل هلته د پاکستاني طالبانو او نورو وسله‌والو موجودیت یاد کړی دی.

په تېر کې پر خوست بریدونو کې تر ډېره له وزیرستانه هلته کډه شوو خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

د پاکستان سفیر احضارول

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (اګست ۲۸ / وږی ۶) پر اېکس‌پاڼه په یوه اعلامیه کې وویل چې په کابل کې یې د پاکستان سفیر احضار کړی او په خوست او ننګرهار کې یې تېرې شپې د بریدونو په تړاو خپل احتجاج ور اورولی دی. د طالبانو حکومت په یوه وینا پاڼه کې دا برید غندلی او (صریح ) تیری یې بللی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې ویلي " پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه چې د افغانستان د حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بې‌مسؤولیته کړنې حتما عواقب لري." وینا پاڼه زیاتوي " د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر ولسي وګړو بمباري په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکې عمل ګڼي."

خوست

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت کې د خوست ولایت ویاند مستغفر ګربز بي‌بي‌سي ته ویلي چې په برید کې په نښه شوې کورنۍ د کوم سیاسي کس نه بلکې "زیانمن کس یو عام تجار دی او له هېڅ ډلې سره تړاو نه لري."

د افغانستان په خوست او ننګرهار کې دطالبانو حکومت چارواکو ویلي، تېره شپه دواړو سیمو کې ولسي کورونه په نښه شوي او قربانیان تر ډېره ښځې او ماشومان دی. د طالبانو حکومت کې د خوست ولایتي ادارې ویاند مستغفر ګربز بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، د دغه ولایت په سپېره ولسوالۍ کې د ځدرانو قوم اړوند د یوه ځايي سوداګر کور په نښه شوی چې درې ماشومان په کې وژل شوي او د ښځو په ګډون پنځه تنه نور ټپیان دي.

ښاغلي ګربز وویل " بېګا ماخوستن شاوخوا لس نیمې بجې، د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ اړوند د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سورکاخ سيمه کې، د پاکستاني پوځ بې پيلوټه الوتکې له لوري د حاجي نعیم ګل په نوم یو ځايي کس پر کور بمبار شوی، چې له امله یې د یادې کورنۍ درې تنه ماشومان شهیدان شوي او پنځه تنه نور د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپيان شوي دي."

نوموړی ټینګار کوي په نښه شوې کورنۍ کوم سیاسي تړاونه نه لري "زیانمن کس یو عام تجار دی، او له هېڅ ډلې سره تړاو نه لري."

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې هم چارواکو ویلي، د شینوارو ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې ډرون برید " د یوه ولسي کس کور په نښه کړی دی." د ننګرهار ولایتي ادارې یوې ویناپاڼه کې ویلي، دغه برید کې یوه مېرمن او درې ماشومان ټپیان شوي دي.

پاکستاني چارواکو هم لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

په تېر کې هم په خوست، کونړ او پر ډیورنډ کرښه نورو سیمو کې ورته بریدونو مرګ ژوبله اړولې څه چې د پاکستان له حکومت سره د طالبانو حکومت اړیکې ترینګلې کړې وې.

د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د طالبانو حکومت چارواکو تایید کړې وه چې پر خوست او کونړ د پاکستانیانو هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي دي، چې په دوی کې ۲۴ کسان یوازې د یوې کورنۍ غړي وو.

د رپوټونو په بنسټ د دغې پېښې قربانیان تر ډېره له وزیرستانه خوست او کونړ ته بېځایه شوي خلک وو چې هلته یې پناه وړې وه او مېشت شوې وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یادې پېښې په تړاو کابل کې د پاکستان سفیر ورغوښتی و چې په دې اړه د دوی اعتراض لوړپوړي پاکستاني چارواکو ته ورسوي.

له دغو پېښو وروسته د افغانستان په څو ولایتونو کې د پاکستان د بمبارۍ د غندلو په تړاو لاریونونه هم وشول.

پاکستان که څه هم په رسمي ډول د دغو بریدونو ډېر جزیات خپاره نه کړل خو له طالبانو حکومته یې غوښتي وو چې د هغو پاکستاني طالبانو په ضد دې ګام واخلي چې د هغوی د ادعا له مخې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونيسف) هم تائید کړې وه چې په خوست او کونړ ولايتونو کې د د ۲۰۲۲ کال د اپرېل ۱۶مې هوايي بريدونو له کبله په وژل شویو کسانو کې ۲۰ ماشومان هم شامل وو، چې ۱۵ نجونې او پنځه هلکان په کې یاد شوي وو.

د افغانستان لپاره د يونيسف مشر محمد ايويا ویلي وو "دغه ماشومان په خپلو کورونو کې په داسې حال کې وژل شوي چې په خوب ويده وو. موږ د دې بې تراژيدۍ له کبله خواشيني يو او ټولو زيانمنو کورنيو او د هغوی دوستانو ته د زړه له کومې تسليت وړاندې کوو".

يونسيف ویلي "د ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی، په هر ډول، باید ودرېږي او له ټولو خواوو يې په کلکه غوښتنه کړي چې د نړیوالو قوانینو له مخې ولسي وګړو او ملکي زیربناوو ته له زیان رسولو ډډه وکړي او تل د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره چې هر څه په وس کې وي ترسره کړي".

سره له دې چې پاکستان د دې تازه بریدونو په اړه کوم څه نه دي ویلی، خو داسې ښکاري چې په دې وروستیو کې د اسلام اباد هغه هڅې چې د طالبانو له حکومت سره یې د اړیکو رغولو په تړاو کولې دا ډول پېښو سره زیانمنې شی.

همدا تېر جولای کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي کابل ته تللی وو او هلته د طالبانو حکومت د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني او نورو لوړ پوړو چارواکو سره پر امنیتي همکاریو خبرې کړې وې.