امریکا: غزه کې د اوربند خبرې "جدي" دي؛ نتنیاهو وايي پر رفح د برید لپاره نېټه ټاکل شوې

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

په امریکا کې د ولسمشر جوبايډن ادارې په غزه کې د اوربند او د اسرائيلي يرغمل شويو وګړو د خوشي کولو لپاره د خبرو اترو وروستی پړاو "جدي" بللی دی.

د سپينې ماڼۍ وياند جان کربي ويلي، امریکا هيله لري چې ژر تر ژره يوه هوکړه وشي. نوموړي زیاته کړې، حماس پر وروستي سپارل شوي وړانديز غور کوي. حماس هم د دغه ګام پخلی کړی دی.

خو وړاندې د حماس وياند د هوکړې په اړه د پرمختګ راپورونه کم رنګه ښودلي وو.

حماس تر دې مخکې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له غزې د اسرائيلي ځواکونو بشپړ وتل او دغه ښار ته د اړتيا وړ مرستو د لېږد اجازه د شرطونو په توګه ياد کړي وو.

خو په خبرو اترو کې ښکېل يوه قطري چارواکي بي بي سي ته وويل، نوی وړانديز به د هوکړې په تړاو د دواړو لوريو تر منځ د اختلافونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

په عيني وخت کې د اسرائیلو د دفاع وزير يواف ګالانت د دغه هېواد پوځي سرتېرو ته په خبرو کې اوسنی وخت د هوکړې لپاره "مناسب" بللی دی.

په دې وروستيو کې اسرائيلو غزې ته د څه باندې ۳۰۰ مرستندويه لاريو د رسېدو خبر ور کړ چې دا د جګړې له پيل راهيسې په يوه ورځ کې تر ټولو لوی شمېر دی.

نتنیاهو؛ پر رفح د برید لپاره نېټه ټاکل شوې

هممهاله د اسرائیلو حکومت ویلي د غزې پر رفح ښار د برید لپاره یې نېټه مشخصه کړې ده.‌ په دغه ښار کې نژدې یو نیم میلیون فلسطینیانو پناه اخیستې. د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو ویلي، د حماس له منځه وړلو لپاره دغه پلان شوي عملیات اړین دي.

د امریکا په ګډون د نړۍ مشرانو له اسرائیلو غوښتنه کړې مصر ته څېرمه‌ پر رفح ښار عملیات ونه کړي.

‌ پرون سې شنبه د مصر، فرانسې او اردون مشرانو په ګډه اسرائیلو ته خبرداری ورکړ چې دغه عملیات به یې "بدې پایلې" ولري او "سیمه کې ثبات ګواښي."

د دوشنبې په ورځ نتنیاهو وویل په خپل منځه کې پر رفح د برید لپاره پر نېټه سلا شوي خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په مصر کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ‌ د زندانیانو پر تبادلې او اوربند خبرې روانې دي.

خان يونس ته د کډوالو راستنېدل؛ پر ښار د مرګ څپه خپره ده

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د غزې خان يونس ښار ته ستانه شوي فلسطيني وګړي د يوه ويجاړ شوي ښار کيسه بيانوي. دغه ښار کې د ويجاړۍ خپرو شويو انځورونو او داستانونو د خلکو پام ځان ته ور اړولی دی.

د ښار ډېری اوسېدونکي چې بېرته خپلو سيمو ته ستانه شوي وايي، هر څه نړېدلې او دوی حتی خپل کورونه نشي موندلی.

د سيمې يوه اوسېدونکې چې د څلورو ماشومانو مور ده وايي، "پر ښار د مرګ څپه خپره ده. "

يو بل کس بيا وايي، "په دې ښار کې حتی څاروي هم ژوند نشي کولی."

اسرائيل بيا وايي د جګړې د بل پړاو د چمتووالي لپاره يې د غزې له جنوبي سیمو ځواکونه ايستلي دي.

د اسرائیلو د دفاع وزیر یواف ګالانت د يکشنبې پر ماښام خبر ورکړ چې ځواکونه یې د رفح سیمه کې او د حماس پر ضد د راتلونکو عملیاتو په موخه له خان یونس وتلي دي.

په همدې حال د فرانسې، مصر او اردن مشرانو په ګډه په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه.

ایمانویل مکرون، عبدالفتاح سیسي او پاچا عبدالله پر رفح د اسرائیلو د برید په اړه خبرداری ورکړ. دوی وايي برید "یوازې نور مرګونه او کړاوونه زيږوي."

په غزه کې د جګړې شپږ میاشتې پوره شوې، په دې جګړه کې د سرائیلي ځواکونو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۳۳ زرو اوښتی چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. دې ویجاړوونکې جګړې د غزې ډېری سیمې په کنډوالو بدلې کړي او نړیوال بنسټونه وايي، هلته بشري وضعیت او لوږه بحراني حالت ته رسېدلې ده.