" کرېکټ مو یو موټی او تعلیم مو ځواکمنوي"

کرېکټ
    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن

له افغانستان سره د کرېکټ د پرېکون له غږونو پورته کېدو وروسته یو شمېر افغانانو د پنجشنبې پر ورځ (جنورۍ ۱۶مه) د بریتانیا پارلمان مخې ته په سیاستوالو غږ وکړ چې له افغانانو دې ورزشي خوښۍ نه اخلي. دغه لاریون ته د بریتانیا له بېلابېلو ځایونو لسګونه افغانان راغلي وو.

غونډې ته راغلې د یوې ګډونوالې فهیمې ذهین په وینا " انګلنډ کې یو شمېر سیاستوالو پرته له دې چې پر کرېکټ د بندیز نور اړخونه و ارزوي، زموږ د کرېکټ له لوبډلې سره د پرېکون غږ پورته کړی."

اعتراض کوونکو له ځانه سره په لېږدونکو شعارونو کې لیکلي وو، " نجونې او ښځو ته هم حقونه غواړي او کرېکټ هم غواړي."

اعتراض کوونکو دا شعارونه هم ورکول چې "کرېکټ مونږ یو ځای کوي او زدکړې مو ځواکمنوي." د دوی په ټکو افغانان دواړه غواړي او افغانستان دواړو ته اړتیا لري.

د اغلې ذهین په وینا انګلنډ کې له افغان لوبډلې سره د لوبو نه کولو کمپاین له محدود فکره اخیستل شوی او په ټکو یې ښايي دا طالبانو ته یو پیغام ورسوي خو "ګټور نه دی".

د لاریونو نوور ګډونوالو بي بي سي ته ویلي "له طالبانو سره دښمني باید په کرېکټ کې د پرمختګونو د درولو په بیه تمام نه شي." هغوی دا هم ویل د کرېکټ خلاف غږ " د افغان ځوانانو په حق کې ستره جفا بلل کېږي."

د کرېکټ یوه څارونکي محمد واصل وصال په وینا کرېکټ اوس افغانانو ته یوازینۍ خوښي او د ویاړ سبب دی او په ټکو یې " افغانان یې د ملي وجیبې په توګه ملاتړ کوي."

کرېکټ
د عکس تشریح، فهیمه ذهین: زمونږ د کرېکټ ملي لوبډله باید د ناوړه سیاستونو قرباني نشي

د بریتانیا پارلمان مخې ته د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پر ملاتړ دا اعتراضي غونډه داسې مهال جوړېږي چې اونۍ وړاندې د بریتانیا د پارلمان له ۱۶۰ ډېرو وکیلانو پر انګلنډ کرېکټ بورډ غږ وکړ چې له افغانستان سره د اتلانو جام کې پلان شوې لوبه ونه کړي.

دوی د انګلنډ کرېکټ بورډ ته په لېږلي لیک کې لیکلي افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سختو تګلارو او له زدکړو محرومیت ته په کتو باید له دغه هېواد سره له لوبو پرېکون وشي.

د انګنلډ کرېکټ بورډ یې په ځواب کې ویلي، له افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبو نه کولو دریځ ته دوام ورکوي خو د کرېکټ نړیوالې شورا په لوبو کې به ورسره لوبېږي. د انګلنډ کرېکټ بورډ مشر ریچارډ ګولډ وايي، "د ای سي سي د غړو لخوا د انفرادي او یوازې اقدام پرتله به د ای سي سي په کچه همغږې تګلاره اغېزناکه وي."

وروسته د بریتانیا لومړي وزیر هم په دې موضوع خبرې وکړې او په ټکو یې "افغانستان کې له نجونو او ښځو سره کېدونکی چلند باید هم په سختو ټکو وغندل شي، زه د انګلنډ او ویلز کرېکټ بورډ د ټينګ درېځ هم هر کلی کوم چې د کرېکټ نړیوالې شورا کې به یې وړاندې کړي."

د ښځې د حقونو افغان فعاله ډېوه پتنګ چې وخت نا وخت پر کرېکټ هم تبصرې کوي وايي " یو بندیز په بل بندیز نشي لېرې کیدی."

هغه چې لندن کې د دغې لاریون یوه ګډونواله وه وايي "د اسټرالیا د پرېکون دریځ هم د طالبانو پر سخت دریځی څه اغېز نه دی کړی." او دا لړۍ باید دوام ونکړي.

نوموړي وویل "پر کرېکټ بندیز نجونو ته د ښوونځيو دروازې نشي پرانېستلی."

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کرېکټ نړیوالې شورا د مهالوېش له مخې افغان لوبډله د فبرورۍ پر ۲۱مه د سویلي افریقا، د فبرورۍ ۲۶مه د انګلنډ او د فبرورۍ پر ۲۸مه به له اسټرالیا سره لوبېږي.

افغانستان راتلونکي فبروري میاشت په چمپینز ټرافۍ کې له سویلي افریقا، انګلنډ او اسټرالیا سره پلان شوې لوبې لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ روانه اونۍ دغو سیالیو ته د لوبغاړو نوملړ هم اعلان کړ او د کرېکټ نړیوالې شورا بیا ویلي، چې په چمپینز ټرافۍ کې د افغانستان لومړۍ ځل ښکاره کېدو درېځ ته چمتو دی.

په هغو ټولو هېوادونو کې چې افغانستان ورسره چمپینز ټرافي کې لوبې لري له افغان لوبډ‌لې سره د لوبو د نه کولو غږ په یوه نه یوه بڼه اوچت کړی دی، که څه هم دغو غوښتنو ته سملاسي د هو ځواب نه دی ورکړل شوی خو په اوږده مهال کې یې د افغان کرېکټ بورډ په اړه اندېښې پارولي او افغانان یې اندېښمن کړي دي.

لندن کې د بریتانیا پارلمان مخې ته د افغان کرېکټ ملي لوبډلې پر ملاتړ له لاریون وروسته را روانه یکشنبه ( د جنورۍ ۱۹مه)، لندن کې د افغانستان کرېکټ په تاریخچه، لاسته راوړنو علمي ناسته هم پلان ده.

د دغې دویمې ناستې تنظیموونکو ویلي، ناستې ته بېلابېل خلک ور بلل شوي او " دوی به د بریتانیا پارلمان ته یو پرېکړه لیک هم وسپاري"

بریتانیا کې مېشت افغانان وايي هڅه کوي د بریتانیا سیاستوال له بېلابېلو لارو افغانستان کې د کرېکټ له اهمیته خبر او په دې اړه ولسي احساس له دوی سره شریک کړي، چې دوی د پرېکون له غوښتنې په شا او له "حقایقو" خبر کړي.