د تولید د کمښت له ناڅاپي اعلان وروسته د تېلو بیې لوړې شوې

تېل

د عکس سرچینه، Getty Images

د سعودي، عراق او خلیجي هېوادونو د هغې بېړنۍ پرېکړې له اعلان وروسته د تېلو بیې لوړې شوې، چې وايي د ورځې به یو میلیون بیرله کم تېل تولیدوي.

د یو برنټ خامو تېلو بیه په سلو کې ۷ لوړه شوې، په دې مانا چې د ۵ ډالرو په لوړېدو د یو بیرل تېلو بیه ۸۵ ته ختلې ده.

پر اوکرایین د روسیې له یرغل پیلېدو راهیسې د تېلو بیه په لوړېدو شوه، خو ددغې شخړې له پیل مخکې پېر ته بېرته ستنه شوې وه.

خو امریکا د تېلو له تولیدوونکو غوښتي چې د انرژۍ د بیو ټیټولو په موخه خپل تولید ډېر کړي.

تېر کال د تېرو او انرژۍ او سونتوکو د بیلو لوړېدو د انفلاسیون د کچې لوړېدو کې مرسته کړې وه، چې ورسره د کورنیو پر لګښت یې نېغ په نېغه اغېز کړی و.

د تېلو د تولید کمولو پرېکړه اوپک پلس کې د تېلو د تولیدوونکو غړو له لوري اعلان شوې ده.

دا ډله په نړۍ کې د خامو تېلو د تولید ټول ټال ۴۰ سلنه په واک کې لري.

یوازې سعودي په ورځ کې د خپلو تېلو تولید ۵۰۰ زره بیرله کم کړی، عراق دا کچه ۲۱۱ زره بیرله راټیټه کړې. متحده عربي امارات، کویت، الجزایر او عمان هم د تېلو تولید کم کړی دی.

د سعودي د انرژۍ وزارت چارواکو دا ګام د تېلو د بازار د ټیکاو د ملاتړ په موخه یو احتیاطي عمل بللی دی.

شنونکي اټکل کوي چې د نوي اعلان له مخې به د تېلو بیې لوړې شي.

تېر کال هم اوپک پلس هره ورځ د کابو یو میلیون کمو تېلو تولیدولو اعلان کړی و.