پوتین خبرداری ورکړی، روسیه پر لوېدیځ د ګوزارونو لپاره وسلې ورکولای شي

    • Author, جارج رائټ
    • دنده, بي بي سي

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین ګواښ کړی، مسکو داسې هېوادونو ته وسلې ورکولای شي، چې پر لوېدیځو هدفونو د بریدونو نظر لري.

ښاغلي پوتین دا څرګندونې اوکرایین ته د لوېدیځو هېوادونو له لوري د اوږده واټن ګوزار کوونکو وسلو ورکولو پر موضوع د نیوکو په ترڅ کې کړې.

د یادونې ده، چې د امریکا په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو اوکرایین ته په روسیې کې دننه د هدفونو په نښه کولو لړ کې شین څراغ ښوولی.

د سنټ پېټرزبرګ اقتصادي فورم کلنۍ غونډې پر مهال ښاغلي پوتین په دې هکله له بهرنیو خبریالانو سره مرکه کې وویل، داسې فعالیتونه د ''خورا جدي ستونزو'' لامل کېدای شي.

نوموړي زیاته کړه: ''که څوک داسې فکر کوي، چې کېدای شي د جګړې یوه زون ته به داسې وسلې ورکړي، چې زموږ پر خاوره بریدونه وکړي او زموږ لپاره ستونزې جوړې کړي، ولې موږ دا حق و نه لرو، چې د همدې درجې وسلې داسې سیمو ته ورکړو، چې هلته د دې هېوادونو پر حساسو تاسیساتو بریدونه وشي.؟''

روسي ولسمشر زیاته کړه: ''داسې ده، ځواب غیر متناسب کېدای شي، موږ به پرې غور وکړو.''

نوموړي د داسې هېوادونو نومونه یاد نه کړل، چې کېدای شي مسکو وسلې ورکړي. خو ښاغلي پوتین جرمني ته اشاره وکړه، چې دا وروستیو کې یې اوکرایین ته اجازه ورکړې، چې کولای شي په جرمني کې د چمتو شویو وسلو سره په روسیه کې دننه هدفونه په نښه کړي.

هغه وویل: ''کله چې دوی وايي، داسې نور توغندي شته، چې پر روسي خاوره به هدفونه په نښه کړي، دا به طبعاً د روسیې او جرمني اړیکي خراب کړي.''

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم اجازه ورکړې، چې په امریکا کې د چمتو شویو وسلو پر مټ په روسيې کې دننه هدفونه په نښه کېدای شي، خو هغه ویلي، دا هدفونه باید یوازې خارکایېف ته نژدې وي.

سپینه ماڼۍ وايي، اوکرایین نه شي کولای د اوږده واټن اې ټي اې سي ایم اېس ډوله توغنديو ګوزارونه د روسیې خاورې ته دننه وکړي.

بل لور د چارشنبې پر ورځ د امریکا یوه سناتور او یوه لوېدیځ چارواکي ایسوشیټیډ خبري اژانس ته ویلي، چې په دا وروستیو ورځو کې اوکرایینیانو د امریکايي وسلو پر مټ په روسیه کې دننه ګوزارونه کړي دي.

د اوکرایین پولې په شمالي سیمو کې د روسیې له تازه بریدونو وروسته د خارکایېف په شمال ختیځ کې سخته جګړه روانه ده. د اوکرایین خارکایېف ښار له پولې یوازې ۳۰ کیلومتره لېرې موقعیت لري.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر لارډ کامیرون ویلي، دا په اوکرایین پورې اړه لري، چې بریتانیا کې چمتو شوې وسلې څنګه کاروي او په وینا یې اوکرایین حق لري، چې په روسیه کې دننه هدفونه په نښه کړي.

اوکراییني چارواکي وايي، د شمالي کوریا چمتو شوي توغندي د اوکرایین په خاوره کې دننه کارول شوي دي او دغه راز د لوېدیځوالو هېوادونو استخباراتي ادارې وايي، روسیه په دې جګړه کې هغه ډرون کاروي، چې په ایران کې چمتو شوي دي.