پوتین پر اوکرایین د روسیې په خاوره کې دننه د ''ترهګریز فعالیت'' تور پورې کړ

    • Author, لاورنس پېټر
    • دنده, بي بي سي

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، له اوکرایینه د وسله والو یوه ډله د روسیې له پولې اوښتې او ''په یوه ترهګریز فعالیت '' کې یې پر ملکي خلکو ډزې کړې دي.

د بریانڅک سیمې والي وايي ''د اوکرایین ورانکارو '' د پولې سیمه لیوبیچانې کې د ملکي خلکو پر یوه موټر ډزې کړې، دوه سړي یې وژلي او یو ۱۰ کلن هلک یې ټپي کړی دی.

اوکرایین کې چارواکو بیا د روسیې دا ادعا په سخته رد کړې ده. خپلواکو سرچینو دا پېښه نه ده تائید کړې.

د اوکراییني ولسمشر یو سلاکار میخایلو پودولیاک په یوه ټویټر پیغام کې وايي، دا ''د پارونې یوه داسې کلاسیک انداز دی چې په لوی لاس کېږي ''. نوموړی وايي، روسي چارواکي غواړي په خپلو خلکو کې وېره، تره خپره کړې او پر یوه بل هېواد د خپلو پوځونو یرغل توجیه کړي.

بل لور د روسیې فدرالي امنیتي ځواکونو (ایف اېس بي) دوی او نورو روسي ځواکونو د پنجشنبې پر ورځ ''له اوکراییني توکمپالو '' سره نښته وکړه. د ایف اېس بي مسوولینو په وینا روسي ځواکونو پر ''توکمپالو '' د توپخانې سخت ګوزارونه وکړل او بېرته یې اوکرایین ته وشړل.

دې ادارې ادعا کړې چې له اوکرایینیانو هلته پریمانه وسله او مهمات هم پاتې شوي دي.

د روسیې پر ملي ټلویزیون یوه وینا کې ولسمشر پوتین وویل: ''دوی نن بیا یو ترهګریز عمل تر سره کړ، یو بل جرم، له پولې واوښتل او پر ملکي خلکو یې ډزې وکړې. دوی لیدل چې دا د ملکي خلکو موټر دی، ملکي خلک او ماشومان پکې دي، بیا یې هم پرې ډزې وکړې. دا داسې کسان دي چې له موږ نه یې دتاریخي حافظې اخیستو هدف ځان ته ټاکلی، خو دوی به هېڅ ترلاسه نه کړي، موږ به پر دوی فشار همداسې سخت وساتو. ''

کله چې روسي ځواکونو د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکرایین یرغل وکړ، ولسمشر پوتین د کیېف حکومت ''توکمپال '' او ''نوي نازیان '' وبلل او په خبره یې روسیه باید د دوی پر ضد فعالیت وکړي.

د یادونې ده، چې د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زيلېنسکي په دیموکراتیک ډول ټاکل شوی، یهودي الاصله دی او په حکومت کې یې سخت دريځي ښي اړخه سیاستوال نه شته.

د یادونې ده چې روسیې له دې مخکې پولې ته نژدې پر خپلو سیمو د اوکراییني ځواکونو د توغندیزو بریدونو ادعا هم کړې وه. خو داسې کوم رپوټونه نه دي ترلاسه شوي چې پر روسي سیمو د اوکراییني ځواکونو بریدونه وښيي.