د امریکا دفاع وزارت به 'ژر' پاټریاټ هوايي دفاعي نظام اوکرایین ته ورکړي

    • Author, هولي هوندریچ او ویل ویرنون
    • دنده, واشنګټن

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت وايي، اوکرایین ته به د خپلو نوې پوځي مرستې لړ کې ''ژر'' پاټریاټ هوايي دفاعئ نظام او د توپنخانې مرمۍ هلته ورسوي.

د امریکا دفاع وزیر لوئيد اسټین د جمعې پر ورځ وویل، امریکا به د دې هدف لپاره شپږ میلیارده ډالر وکاروي. د یادونې ده، چې د توغندي توغولو لپاره پاټریاټ نظام نه استول کېږي.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي وايي، پاټریاټ ته ''په بېړنۍ توګه'' ځکه اړتیا ده، چې د روسیې هوايي بریدونو مخنیوي وشي او ''سملاسي (د خلکو) ژوند وژغورل شي.''

یوې سرچینې بي بي سي ته تائید کړې، چې دغه شپږ میلیارده ډالر د هغې ۶۰ میلیارده ډالره پوځي مرستې یوه برخه ده، چې پر چارشنبه د امریکا ولسمشر د قانون په توګه لاسلیک کړه او یو میلیارد زیاته بېړنۍ مرسته هم پکې شامله ده.

د امریکا دفاع وزیر یوې خبري غونډې ته په دې هکله وویل، هېواد یې خپل تر ټولو ستر امنیتي ملاتړ ته ژمن دی او ''ژر تر ژره'' به لاس پر کار شي، چې دا تجهیزات اوکرایین ته ورسېږي. په دې کې د دافع هوايي سیسټم مهمات، د ډرون ضد او توپخانې ضد مرمۍ هم شامل دي، خو پاټریاټ توغندیز سیسټم پکې نه شته.

نوموړي وویل: ''دا یوازې پاټریاټ نه دی چې دوی (اوکرایینیان) ورته اړتیا لري، بلکې داسې نور سیسټمونه او د مخنیوي الات هم شته چې دوی ورته اړتیا لري.''

نوموړي زیاته کړه باوري دی، چې ژر به د کیېف لپاره نور توغندیز سیسټمونه هم د لاسرسي وړ وي. نوموړي زیاته کړه، له اروپايي متحدینو سره په دې هکله خبرې روانې دي، چې اضافي وړتیاوې ورسول شي.

اوکرایین اوسمهال یوازې د ګوتو په شمېر دا ډول توغندیز سیسټم لري او یا بیا د شوروي اتحاد د وختونو پاتې (سامز) اېس-۳۰۰ ډوله توغندیز سیسټم لري، چې له ځمکې په هوا کې ګوزار کولای شي.

د یادونې ده، چې پاټریاټ خورا ګران بیه سیسټم دی، چې یو واحد یا باټرۍ یې یو میلیارد ډالره بیه لري او هر یو توغندی یې څلور میلیونه ډالره ارزښت لري.

جرمني د یوه اضافي پاټریاټ سیسټم ژمنه کړې او د دې هېواد دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو روانه میاشت له خپلو اروپايي سیالانو هم د سملاسي غبرګون غوښتنه وکړه.