د بلوڅانو قومي غونډه؛ پاکستاني ځواکونو یې ګډوډولو لپاره لویې لارې او مخابراتي شبکې بندې کړې دي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په ډېرو سیمو کې نن دویمه پرلپسې ورځ هم ډېرې لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړلې او له نورو سیمو ورتلونکو خلکو ته اجازه نه ورکول کېږی چې د بلوڅانو را بلل شوې قومي غونډه کې سره یو ځای شي.
بلوچستان کې د حکومت یوه ویاند شاهد رند ویلي "بلوڅانو په ګوادر کې د دې غونډې جوړولو اجازه نه ده اخېستې ځکه نو دغه ځای ته ورتلونکي ولسي کاروانونه نه پرېښودل کېږي."
تېره ورځ پر یو شمېر لاریونوالو ډزې هم شوې وې چې په سیمه کې یې حالت لا ترینګلی کړی دی.
ډزې له کوټې د ګوادر پر لور وتلي کاروان باندې شوې چې له کبله یې نن کاربندیز اعلان شوی دی.
بلوڅ احتجاج کونکو د کاربندیز تر څنګ د لویو لاریونونو اعلان هم کړی دی.
ټاکل شوې وه چې د بلوڅانو لویه قومي اجماع نن (یکشنبه ماښام) د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې جوړه شي.
پاکستان کې د بي بي سي خبریال د معلوماتو پر بنسټ پر لویو لارو سربېره بلوچستان کې د موبایل او لایني تلېفون (پي ټي سي اېل) خدمات هم بند شوي او له چا سره اړېکه نه کېږي.
د بلوڅانو د یووالي شورا مشرې ماهرنګ بلوڅ ادعا کړې چې ځایې حکومت یې د غونډې ګډوډولو لپاره ټولې سختې تګلارې عملي کړې.
د کوټې لخوا په ورتلونکي خلکو ډزې شوې

بلخوا له کوټې تېره ورځ د ګوادر په نیت وتلی ولسي کاروان لا هم په مسټونګ سیمه کې ایسار کړی شوی دی.
دغه کاروان کې شریکو زرګونو خلکو ته د مخته تګ اجازه نه ورکول کېږي، او دا ادعا هم شوې چې د امنیتي ځواکونو لخوا پرې ډزې شوې دي.
د رپوټونو له مخې په ډزو کې ۱۴ کسان ټپي شوي دي.
مسټونګ سیمه له کوټې شاوخوا ۴۰ کیلومتره واټن لري او د کوټې کراچۍ تر منځ پر غځېدلې لویه لار پرته ده.
د بلوڅانو یووالي شورا د ډزو پړه پر اېف سي 'فرنڼییر کور' ځواکونو اچولې ده، خو د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند بیا د امنیتي ځواکونو لخوا د ډزو ادعا بې بنسټه بللې ده.

د بلوڅانو د یووالي شورا رابللو موخه څه ده؟
د بلوڅانو د یووالي قومي لویې ناستې اعلان څو اونۍ وړاندې د بلوڅانو د یووالي شورا مشرانو ډاکترې ماهرنګ بلوڅ او صبغت الله بلوڅ کړی و.
دې غونډې ته په افغانستان او ایران کې مېشت بلوڅان هم ور بلل شوې وو.
د بلوڅانو یووالي شورا ادعا کوي، چې پاکستان کې د دوی د نسل وژنې تر څنګ زرګونه بلوڅان جبري نادرکه شوي دي.
دوی د پاکستان مرکزي حکومت پر دوه ګوني چلند تورنوي او وايي چې د دغه ایالت وسایل یې قبضه کړي او بلوڅان یې ان له ابتدايي بشري حقوقو هم بې برخې ساتلي دي.
د بلوڅانو د یووالي شورا مشرې ماه رنګ بلوڅ ویلي د دې سترې اجماع رابللو یوه موخه دا وه چې ریاست له دې کړنو وګرځوي او خپلو مسولیتونو ته یې متوجې کړي.
نوموړې زیاته کړې بلوڅان غواړي چې پر دوی د ظلمونو لړۍ ودرولو لپاره یوه عملي تګلاره ولري.
منظور پښتین: زمونږ او بلوڅانو فکر، کوشش او منزل یو دی

د عکس سرچینه، manzoor Pashteen
بلوچستان کې د دغو اعتراضونو سره هممهاله پښتونخوا کې هم خلک د حکومت پر ځينو کړنو نېوکې کوي او په دې وروستیو کې یې لویې اعتراضیه غونډې او لاریونونه کړې دي.
دلته د ترهګرۍ خلاف د پاکستان پوځ لخوا نوې اعلان شوې پوځي عملیات هم غندل شوې او په ضد یې په پراخه کچه غږ پورته شوی دی.
بلوچستان کې د بلوڅانو یووالي شورا لخوا بلل شوې دې ناستې ته چې پخپل ډول کې کسمارې لوبه بلل کېږي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم غبرګون ښودلی.
هغه پخپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي "بلوڅانو ته د داسې لویې غونډې په رابللو سلام وړاندې کوم."
ښاغلي پښتین ویلي غوښتل یې په دې اعتراض کې له نږدې ګډون وکړي خو د ده په ټکو حالاتو او خنډونو یې ورتګ ناشونی کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي "زمونږ فکر، کوشش، منزل او کامیابي یوه ده."











