'د کراچۍ پولیسو ۲ میاشتو کې ۱۴۰۰ افغانان نیولي'؛ طالبانو یې د مخنیوي غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، SM/MK
پاکستان کې یوه مدني فعاله او د بشري حقونو مدافع وکیله 'منیزه کاکړ' وايي چې د کراچۍ پولیسو تېر دوو میاشتو کې تر ۱۴۰۰ افغان کډوال نیولي دي.
اغلې کاکړ چې په رضاکاره توګه د نیول شویو افغانانو وکالت کوي، پر خپل ټویټر لیکلي، په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم دي.
هغه زیاتوي چې تر ۴۰۰ داسې بندي افغانانو سره یې کتلي چې د پاکستان ویزې، د کډوالو په توګه د ثبت کارتونه او نور اسناد هم لري، خو پولیسو ترې دغه اسناد ضبط کړي دي.
پاکستان کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغان سفارت چارواکي هم مني، چې په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د افغانانو د نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې.
ښاغلې منېزې دا مالومات د جون پر ۲۰ خپاره کړي، چې د کډوالو نړیوالې ورځ سره سمون لري.
د بښنې نړیوال سازمان هم پر همدې ورځ یوه رپوټ کې پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته د ورپېښ کړاو یادوه کړې.
دغه سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په سملاسي ډول د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو 'خپلسره نیول او ځورول' ودروي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي و چې افغانانو خپل هېواد کې د طالبانو لخوا د ځورول کېدو له وېرې پاکستان پناه وړې، خو هلته هم خوندي نه دي پاتې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د ۲۰۲۱ کال اګست افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته ګڼ شمېر افغانان له خپل هېواده ووتل چې ډېر یې لوېدیځو هېوادونو او امریکا ته پناه وړې، خو نورو چې هلته پر تللو نه دي توانیدلي، نژدې ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته مخه کړې ده.
خو په دې وروستیو کې له دغو دواړو هېوادونو د افغان کډوالو د نیول کېدو رپوټونه ورکول کېږي، چې ګڼ شمېر یې بند کې د څه مودې له تېرولو وروسته بېرته افغانستان ته اړول کېږي.
منیزې کاکړ د ټویټر په یوه جلا پیغام کې لیکلي چې د پاکستان د سند ایالت پولیسو د ۲۰۲۲ کال له جولای میاشت راهېسې له ۳۰۰۰ ډېر افغانان نیولي او دا چې په دوی کې سلګونه داسې کسان هم وو چې پاکستان ته د تګ او هلته د پاتې کېدو قانوني اسناد یې درلودل.
دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړیوال سازمان وايي په کراچۍ او سند سربېره یې په پېښور، کوټې، چمن او نورو ښارونو کې هم د افغان کډوالو د نیول کېدو او ځورل کېدو رپوټونه ترلاسه کړې دي.
طالبان څه وايي؟

د عکس سرچینه، @HAFIZZIAAHMAD1
پاکستان کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغان سفارت چارواکي هم مني چې په دې وروستیو کې پاکستان کې "په مختلفو بهانو" د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ روانه ده.
د دغه سفارت چارسمبالي سردار احمد شکیب سې شنبه د کډوالو نړیوالې ورځ په مناسب یوه پیغام کې ویلي چې "د پاکستان له حکومت څخه مو هیله ده چې د پولیسو له لوري د افغانانو د ځورونې مخه ونیسي."
هغه ادعا کړې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ هم د افغان کډالو د ستونزو په حل کې کومه مرسته او ګټور اقدام نه دی کړی او دا چې دوی ترې د دغو ستونزو حل ته د پام غوښتنه کوي.
ښاغلي شکیب وايي د دوی حکومت د کډوالو موضوع ته "د یوې ستري ملي ستونزې" په سترګه ګوري او دا چې "په پاکستان کې د افغانستان سفارت او نوري ټولې استازولۍ د افغان مهاجرینو ستونزو ته رسیدګي، خپل لومړیتوب ګڼي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
نوموړی وايي د کډوالۍ ستونزه د افغانستان له سوله ییز امنیت، اقتصادي وضعیت، ټولنیز عدالت او نورو بېلابېلو مسایلو سره اړیکه لري چې باید جدي پام ورته وشي.
اسلام اباد کې د طالبانو حکومت د سفارت چارسمبالی وايي تر اوسه شاوخوا ۴ زره افغان بندیان پاکستان کې له زندانونو ازاد او خپل هېواد ته استول شوي.
خو دا چې په دغو زندانونو کې څومره نور افغانان پاتې دي، د هغوی د کره شمېر مالومول ځکه ستونزمن دي، چې د پاکستاني ځواکونو لخوا یې د نیول کېدو لړۍ لا دوام لري.











