په عمان او متحده عربي اماراتو کې له خونړي توفان وروسته دوبۍ هوايي ډګر کې سخته ګډوډي رامنځته شوې

د عکس سرچینه، ANNE WING
- Author, ډیوډ ګریتین، فرانسسکا ګیلیت او روت کومیرفورډ
- دنده, بي بي سي
په خلیجي هېوادونو کې له ګڼو بارانونو وروسته سخت سېلابونه راوتلي، چې له کبله یې الوتنې ځنډېدلې او د نړۍ دویم تر ټولو مصروف هوايي ډګر کې ګډوډي رامنځته شوې.
د دوبۍ هوايي ډګر مسوولین وايي، له ''سخت ننګونکي وضعیت'' سره مخامخ دي. مسوولینو له ځینو مسافرو غوښتي چې ورنشي ځکه ځینې ځایونه له اوبو ډک دي.
بل لور په عمان کې ځايي چارواکو د یوې نجلۍ مړی موندلی، چې له دې سره له یکشنبې ورځې راهیسې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.
د فلائټ ایور ډیټا مسوولینو د معلوماتو له مخې پر چارشنبه د بریتانیا پر وخت ماخوستن نهو بجو پورې له دوبۍ نړیوال هوايي ډګره او دغه هوايي ډګر ته تلونکې ۲۹۰ الوتنې لغو شوې دي.

د عکس سرچینه، REUTERS/ZAHEER KUNNATH
دغه معلومات ښيي، چې تر همدې مهاله ۴۴۰ الوتنې ځنډول شوې دي. د یادونې ده، چې دوبۍ هوايي ډګر د نړۍ ټولو برخو ته د مخامخ او غیر مستقیمو الوتنو مرکز دی، چې اوس یې چارواکي وايي، د بشپړ فعالیت پیل به یې ''یو څه وخت واخلي.''
د هوايي ډګر مسوولینو مسافرو ته مشوره ورکړې، چې د اړوند هوايي شرکت له مشورې پرته لومړي ټرمینل ته له ورتګه ډډه وکړي.
دغه راز الامارات هوايي شرکت چې خورا ستر نړیوال هوايي شرکت دی، له دوبۍ د الوتنو لپاره تر پنجشنبې پورې مسافرو ته د چېک-ان یا الوتکې ته د ختلو اجازه ورکول لغو کړي دي.
د هوا پېژندنې ادارو په داسې حال کې د لا نور ګڼ باران او توپاني بادونو وړاندوینه کړې، چې ژورې سیمې وار له مخه تر اوبو لاندې دي.
متحده عربي اماراتو کې پر سې شنبه د ۷۵ کلن ثبت شوي تاریخ تر ټولو ګڼ بارانونه واورېدل.
د هوا پېژندنې ملي مرکز د معلوماتو له مخې د العین په خاتم الشکله سیمه کې له ۲۴ ساعتونو په کم وخت کې ۲۵۴ اعشاریه اته ملي متره باران شوی.

د عکس سرچینه، Reuters
دا په داسې حال کې ده، چې په دې هېواد کې هر کال په منځنۍ کچه له ۱۴۰ نیولې تر ۲۰۰ ملي مترو پورې باران کېږي، چې دوبۍ ته په کې تر ۹۷ ملي مترو پورې رسېږي.
د میاشتې له حسابه بیا په اپریل کې دا کچه ایله اته ملي مترو ته رسېږي.
د دوبۍ له مرکزه ثبت شوي ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې پر شیخ زائد واټ ګڼ شمېر ګاډي په اوبو کې ډوب دي او دغه راز پر ۱۲ لائنه لویه لار د ولاړو ګاډو خورا اوږده کتاره لیدل کېږي.
متحدو عربي اماراتو کې د ناورین مخنیوي مرکز له توفان مخکې یو خبرداری خپور کړ، له خلکو یې وغوښتل، چې له کورونو بهر نه شي. حکومت له خپلو کارکوونکو غوښتي چې له کورونو کار وکړي او دغه راز یې له شخصي ښوونځیو غوښتنه کړې، چې لېرې واټنه د ښوونې او روزنې چارې پر مخ یوسي.
په عمان کې بیا ۱۴۰۰ کسان د احتیاطي تدبیرونو لړ کې خوندي پناه ځایونو ته لېږدول شوي، ښوونځي او دولتي دفترونه تړل شوي دي.
د یکشنبې پر ورځ د دې هېواد پلازمېنې مسقط نه ۱۱۵ کیلومتره لېرې په الشرقیه سیمه کې یو بالغ کس او د ښوونځي لس ماشومان چې عمرونه یې د لسو او پنځلسو کلونو تر منځ وو، هغه مهال مړه شول، چې د سپرلۍ بس ګاډی یې په یوه دره کې سېلابي اوبه لاندې کړ.
درې نور ماشومان او د بس چلوونکی ژغورل شوي دي.
د عمان سلطنت وزیرانو شورا ویلي، ''زړونه یې له غمه ډک دي'' او د مړو شویو کسانو خپلوانو ته یې د خواخوږۍ پیغامونه استولي دي.
په عمان کې معمولاً د بارانونو کچه کمه وي. د دې هېواد په شمال کې معمولاً د باران کلنۍ کچه له ۱۵۰ تر ۳۰۰ ملي مترو پورې رسېږي، چې معمولاً د پشکال له چټکو بادونو مخکې یا وروسته اوري.











