افغانستان او پښتونخوا کې سېلابونو مرګژوبله او زيانونه اړولي
له افغانستانه راپورونه وايي د پرونيو سېلابونو له امله د اوښتې مرګژوبلې شمېر لوړ شوی دی.
طالب چارواکو ويلي، اتو ولایتونو کې لږترلږه ۳۸ کسان مړه شوي او نژدې ۶۰ نور ژوبل دي. ډېر زیان د وردګو مرکز ميدان، جلرېز او نرخ ولسواليو کې اوښتی دی.
پر همدې مهال له ډېورنډ کرښې بله غاړه خيبر پښتونخوا کې هم د اورښتونو او سېلابونو له امله مځکې ښويېدلې او لږترلږه ۹ کسان مړه شوی دی.
ازاد خبريال محب الله خان پرې له کوټې نور حال رالېږلی دی.