د روغتیا نړیوال سازمان کوم کارونه کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوړې مراسمو وروسته داسې اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې دا هېواد د روغتیا له نړیوالې ادارې وځي.
دا دویم ځل دی چې ډونلډ ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د امریکا متحده ایالات د وتلو حکم کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو یوه برخه ده چې په نړۍ کې د خلکو روغتیا او سلامتیا ته کار کوي، ډبلیو اېچ او هڅه کوي چې ناروغۍ له منځه یوسي او ورسره مبارزه وکړي.
که کله هم کومه نړیواله وبا او روغتیایي ستونزه خپرېږي، هېوادونه، روغتیايي متخصصین او عام خلک د روغتیا نړیوالې ادارې ملاتړ او مشورو ته سترګې پر لار وي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي "زمونږ موخه ټولو ته د غوره روغتیايي امکاناتو برابرول دي، هڅه کوو چې هر چاته - هر چېرې د خوندیتابه او سالمې روغتیا یو شان چوپړونه برابر وي."
دا نړیوال سازمان په ۱۹۴۸م کال کې جوړ شوی چې مرکز یې سوېس کې دی.
له ۲۰۱۷م کال راهیسې د دغه نړیوال سازمان عمومي مشر د اېتوپیا پخوانی ډېپلوماټ ټیډروس ادهانوم قبریاسوس دی چې د دغه هېواد د روغتیا وزیر هم پاتې شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان غړي هېوادونه او بودیجه
د روغتیا نړیوال سازمان د امریکا متحده ایالاتو په ګډون ۱۹۴ غړي هېوادونه لري، دا سازمان د واکسینو د کمپاین او بیړنیو روغتیایو مرستو تر څنګ څو نړیوالو پروژو کې ښکېل دی او له بېلابېلو هېوادونو سره د هغوی د روغتیايي چارو په سمبالښت کې مرسته کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د خوړو د خوندیتوب، د نشه يي توکو د زیانونو او د درملنې معیاري کېدو په اړه هم لارښوونې کوي.
دا سازمان خپل لګښت له غړو هېوادونو او مرستو تر لاسه کوي، د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کال لپاره د د دغې ټولنې بودیجه شبږ اعشاریه ۸۳ میلیارده ډالره وه.
د روغتیا نړیوال سازمان روانه جنورۍ میاشت د نوې پېل شوي زېږدیز کال (۲۰۲۵) لپاره د بیړنیو روغتیاي مرستو غوښتنه کړې او وايي په نړیواله کچه د ژوند ژغورنې چارو لپاره یو نیم میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه بیان کې ویلي "وسله والې شخړې، اقلیمي بدلونونه، وباوې او کډوالي نړیوال روغتیاي کړکېچ رامنځته کوي."
دغې ادارې ویلي " په ۲۰۲۵م کال کې ۳۰۵ میلیونه خلک بیړینو بشري مرستو ته اړتیا لري."
بیړنی غبرګون

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان له حکومتونه سره په ګډه کار کوي چې ځینو بیړنیو روغتیایي حالاتو لکه وباګانو، بشري ناورین او طبیعي پېښو ته پر وخت ورسېږي.
دا سازمان ځينې وخت د جګړو په سیمو کې د بېلګې په ډول دا مهال غزه کې له نورو هغو بنسټونو سره هم مرسته کوي چې اړمنو خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
( ډبلیو اېچ او ) ځینو مخ پر ودې هېوادونو کې د خلکو د روغتیا په موخه د نرسانو او روغتیايي کارکوونکو روزنې مسوولیت هم لري تر څو مرستې ته چمتو وي.
دا اداره د روغتیا اړوند اړین معلومات، شمېرې او لارښوونې هم خپروي چې له هېوادونو سره د روغتیايي تګلارو په چمتو کولو کې مرسته کوي.
د واکسیناسیون پروګرام
د روغتیا نړیوال سازمان له هېوادونو سره د ساري او نا ساري ناروغیو پېژندنې او درملنې او همدا راز رواني روغتیا برخه کې مرستې کوي.
دا اداره هڅه کوي چې په نړیواله کچه د ځينو کمپاینونو او تبلیغاتو له لارې هم د ناروغیو پر وړاندې مبارزه وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان په ۱۹۷۴م کال کې د بدن محافظوي سیستم پياوړي کولو پروګرام پیل کړ، په ټوله کې د دغه پروګرام موخه دا ده چې د لاندې شپږو ناروغیو څخه د خوندیتوب په موخه ماشومان واکسین شي.
- شنه ټوخلي
- تیتانوس
- ګوزڼ (پولیو)
- سرخکان
- نری رنځ
- ډیپتیریا ( یوه جدي باکتریایي ناروغي ده)
د " روغتیايي مرستو کمېدل په افغانستان بد اغېز کوي"

د روغتیا نړیوال سازمان یو له هغو ادارو ده چې افغانستان کې هم پراخ خدمتونه وړاندې کوي او پر نړیوالې ټولنې یې تل غږ کړی چې دغه هېواد ته لا ډېر پام وکړي.
دغه سازمان تېره میاشت وویل " یوازې د نومبر په میاشت کې یې له یو سلو پنځوسو زرو ډېرو افغانانو ته یې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي."
د روغتیا نړیوال سازمان په روغتیايي برخه کې د نورو مرستو تر څنګ د ګوزڼ ضد واکسینو مهم کار هم پر مخ وړي، هغه ناورغي چې سږ کال یې پېښې افغانستان او پاکستان کې ډېرې شوي.
د روغتیا له نړیوال سازمانه د امریکا وتل په دې مانا دي چې دا هېواد به نور دغې ټولنې ته سلګونه میلیونه ډالره نه ورکوي او دا په ښکاره د افغانستان څېر پر وروسته پاتې هېوادونو په یوه نه یوه بڼه اغېز پرېږدي.
ویل کېږي دا نړیوال محدودیت به افغان ټولنه چې وار له مخه په بهرنیو موسسو د ځينو بندیزونو او یو شمېر نورو سختو تګلارو له کبله ځپل شوې لا نوره وځپي.
افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو به اړه د یوه څيړنیز رپوټ پر مهال خلکو بيييسي ته ویلي " له نړیوالې مرستې پرته د عامو خلکو ستونزو ته دا مهال حتا نسبي ځواب ویل هم ګران ښکاري."
لاس ته راوړنې او کمساري کارونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د چېچک له منځه وړل د روغتیا نړیوال سازمان یو له مهمو لاسته راوړنو او بریالیتوبونو یادېږي.
له درملنې او وقایوي خدمتونو مخکې دا ناروغي د میلیونونو خلکو د مړینې سبب شوې.
د روغتیا نړیوال سازمان د دغې وژونکې ناروړغۍ کابو کولو په موخه په ۱۹۶۷ کال کې یو ګټور محافظوي پروګرام پیل کړ چې څو کاله یې دوام وکړ.
له یوې لسیزې کار وروسته د روغتیا نړیوال سازمان په ۱۹۸۰م کال کې اعلان وکړ چې دا ناروغي ختمېدو ته نژدې شوې.
په یوه بل نړیوال اقدام کې د ګوزڼ ناروغي په ډېرو هېوادونو کې له منځه تللې که څه هم پاکستان او افغانستان دوه پاتې هغه هېوادونه دي چې لا هم د ګوزڼ مثبتې پېښې پکې ثبتېږي.
ملاریا بله هغه ناروغي ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په هڅو کابو شوې او یا د له منځه تلو په حال کې ده.
نیوکې

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۱۴م کال کې سویلي افریقا کې د اېبولا ناروغۍ له خپرېدو سره د روغتیا پر نړیوال سازمان نیوکې ډېرې شوې چې ګواکې پر وخت یې د ناروغۍ پر وړاندې ګام پورته نه کړ.
دا سازمان تورن دی چې د ناروغۍ سره د مبارزې لپاره یې کافي اندازه کارکوونکي او امکانات ونه کارول او لازمه همغږي یې هم نه لرله.
د یاد سازمان ملاتړو بیا د هغه مهال نېوکې "ناسمې او ناعادلانه بللې" او په ټکو یې د نېوکه کوونکو هیلې واقعي نه وې.
د روغتیا پر نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د کورونا وبا خپرېدو له کبله هم نېوکې شوې دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۲۰م کال کې اعلان وکړ چې دی به امریکا له دغه سازمانه وباسي هغه نیوکه کوله چې د روغتیا نړیوال سازمان د چین تر اغېز لاندې دی او د کورونا وبا د مخنیوي او کنټرول په موخه یې سمه تګلاره نه ده عملي کړې.
د امریکا متحده ایالات د روغتیا نړیوال سازمان تر ټولو ستر مالي ملاتړی او مرسته کوونکی دی.
څلور کاله وړاندې جوبایډن د خپلې واکمنۍ په پیل کې د ډونلډ ټرمپ د تېرې دورې له پرېکړې په شا شو او د روغتیا نړیوال سازمان ته یې د امریکا د سیاسي او مالي ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ خو د ټرمپ دویمې دورې پیل پر لومړۍ ورځ ټرمپ بیا دغه سازمان سره له همکارۍ ووت.











