په اسلام اباد کې د 'ترهګرۍ ضد محکمې' د اوو نورو ورځو لپاره منظور پښتین د پولیسو توقیف ته سپارلی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, افتخار خان
- دنده, بيبيسي، اسلام اباد
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د 'ترهګرۍ ضد محکمې' د 'پښتون ژغورنې غورځنګ' مشر منظور پښتين اووه ورځې نور هم د پولیسو توقیف ته سپارلی دی.
منظور پښتین درې ورځې وړاندې د بلوچستان په چمن ولسوالۍ کې نېول شوی و او د اسلام اباد پوليسو ته سپارل شوی و چې هغوی نن د 'ترهګرۍ ضد محکمې' ته وړاندې کړ.
محکمې ته د ښاغلي پښتین مدافع وکيل وویل چې منظور پښتین په بلوچستان کې په یوه احتجاجي ناسته کې ګډون کړی و چې د هر چا قانوني حق دی.
هغه له محکمې وغوښتل چې که څه هم موکل یې له تېرو درو ورځو راهیسې د پولیسو په توقیف کې دی نو نور دې یې پولیسو ته نه سپاري خو محکمې داسې ونه کړل.
دې محکمې یې د پولیسو په غوښتنه ښاغلی پښتین د اوو نورو ورځو لپاره د "لا نورو پلټونو" لپاره د پولیسو توقیف ته سپارلی دی.
د پښتین د نیول کېدو لامل
'د پښتون ژغورنې غورځنګ' دغه مشر څلور ورځې مخکې، تېره دوشنبه هغه مهال ونیول شو چې پر ډيورنډ کرښه د اوښتو راوښتو لپاره د ویزې او پاسپورټ درلودو شرط لازمي کولو پر ضد له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې روان احتجاج ته تر وینا وروسته 'تربت' سیمه کې په یوه بل پرلت کې ګډون ته روان و.

د عکس سرچینه، Ali Wazir
د 'تربت پرلت' د بلوڅانو هغه احتجاج دی چې د پاکستان د 'ترهګرۍ ضد ادارې یا سيټيډي' پر ضد روان دی او ګډونوال یې پر دې ادارې تور پورې کوي چې یو بلوڅ ځوان یې تر نیولو وروسته د محاکمه کولو پر ځای وژلی دی.
د منظور پښتین د غورځنګ ملګرو پر ټولنيزو رسنيو هغه ویډيوګانې خپرې کړې چې پوليس او ملېشه ځواکونه لومړی د پښتین پر موټریز کاروان ډزې کوي خو هغه او ملګري یې خوندې پاتې شوي او وروسته پوليسو هغه نېولی دی.
ځايي چارواکي بیا د ښاغلي پښتین د نېول کېدو پر لامل سره یوه خوله نه ښکاري.
د هغه تر نیولو وروسته د چمن ولسوالۍ د کمیسار مرستیال ویلي وو چې "هغه پر پوليسو د ډزو کولو په تور نېول شوی دی."
خو په بلوچستان کې د لنډمهاله حکومت د اطلاعاتو وزير جان محمد اڅکزي بیا ويلي وو چې په منظور پښتین بلوچستان ته د تګ بنديز وو او تر نیول کېدو وروسته به له دغه ایالته وایستل شي.
د نيول کېدو پر دويمه ورځ ښاغلی پښتین د "ترهګرۍ يوې پخوانۍ قضيه" کې د ښکېلتیا په تور د اسلام اباد پوليسو ته سپارل شوی و.
"دا ځل به په اسانه ضمانت ونه شي"

د عکس سرچینه، PTM
د منظور پښتین پر ضد دغه قضيه اسلام اباد ته نژدې ترنول سیمه کې د روان کال اګست مياشت کې هله ثبت شوې وه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاج کوونکي اسلام اباد ته تللو څخه منع کړل شوي وو. هغه مهال د غورځنګ غړو او پوليس تر منځ نښته رامنځ ته شوې وه.
په دغه قضيه کې علي وزير او د بشري حقونو فعاله ايمان مزاري هم څه موده وړاندې نیول شوي وو خو وروسته دواړه بېرته خوشي کړل شول.
د اسلام اباد عالي محکمې قانوني وکيل عبدالرحيم وزير بيیيسي ته وویل چې د محکمې لخوا له کوم ځانګړي لامل پرته پولیسو ته د هغه سپارله دا په ډاګه کوي چې دا ځل به په اسانه 'د پښتون ژغورنې غورځنګ' دغه مشر په ضمانت خوشی نه شي.
د ښاغلي وزیر په وینا، د ښاغلي پښتین د نیولو پر ضد د غورځنګ ملګرو د پاکستان په ګډون د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د احتجاجونو اعلان کړی دی.
دغه وکيل همدا راز ویلي، د غورځنګ ټولې ستړې به اوس د منظور د خلاصون لپاره وي، نو ښکاره خبره ده چې له دې سره به د دوی نوره هلې ځلې کمې شي.











