د لبنان د روغتیا وزیر وايي د اسرائیلو نننیو بریدونو کې ۲۷۴ تنه وژل شوي

په لبنان کې د دې هېواد د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د اسرائیلي هوايي ځواکونو د نننۍ بمبارۍ له کبله اوس په دې هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۲۷۴ تنو ته رسېدلی او نژدې ۷۰۰ نور ټپیان دي.

په سویلي لبنان کې ځايي اوسېدونکي وايي، د موبایل ټیلیفونونو له لارې یې داسې غږیز پیغامونه ترلاسه کړي، چې له هغو ودانیو لېرې شي، چې حزب الله یې کاروي. د لبنان د معلوماتي تکنالوژۍ وزیر وايي، د دوی د وزارت دفتر ته هم دغه ډول پیغام استول شوی دی.

له دې مخکې اسرائیلي پوځ ویلي و، په لبنان کې دننه یې د حزب الله پر هدفونو سخت هوايي بریدونه کړي.

په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریال دانئل دي سایمن په خپل رپوټ کې کاږي، اسرائیلي مشرانو بیا - بیا ویلي، دوی به د اسرائیل شمالي سیمو ته د هغو ۶۰ زره بې ځایه شویو کسانو بېرته ستنولو هدف پوره کړي، چې د حزب الله توغندیزو بریدونو له کبله له خپلو مېشت ځایونو وتلي دي، خو دا هدف تر اوسه ځکه نه دی پوره شوی، چې حزب الله وسله وال اوس هم پر اسرائیل راکټي بریدونه کوي.

د اسرائیلي پوځ ویندوی دانئل هاګاري د لبنان ملکي خلکو ته خبرداری ورکړ، چې له هغو سیمو لېرې شي، چې ایران پلوه حزب الله ډله یې د پوځي هدفونو لپاره کاروي.

د لبناني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې نن (دوشنبه) له ځايي وخت سره سم ګهیځ نژدې شپږ نیمې بجې اسرائیلي جنګي الوتکو د دې هېواد په ختیځ او سویلي سیمو کې لسګونه بریدونه کړي دي.

د این این اې دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې په سویلي نباتیش سیمه کې له اتیا ډېر ځایونه بمبار شوي دی او دغه راز د بنت جبیل او مرجایون سیمو ګڼ شمېر ځایونو کې هم بمبارۍ شوې دي.

په لبنان کې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو هدفونه

لوړپوړي اسرائیلي پوځي چارواکو پر لبنان د ځمکني پوځي برید په هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې ویلي، دوی د اوس لپاره په لبنان کې ''یوازې پر هوايي کمپاین تمرکز کوي.''

له خبریالانو سره په مرکه کې اسرائیلي پوځي چارواکو د اوسني کمپاین لپاره درې مشخص هدفونه یاد کړي، چې د دوی په وینا له ترلاسه کولو وروسته به یې اسرائیل حکومت وتوانېږي، د هېواد له شماله بې ځایه شوي زرګونه خلک بېرته خپلو مېشت ځایونو ته ستانه شي.

دغه چارواکي وايي، دوی غواړي د پولې بلې غاړې ته د حزب الله له لوري د توغندیو توغولو وړتیا له منځه یوسې، چې د اکتوبر له اتمې یې زیاته کړې.

دغه راز دوی وايي، غواړي حزب الله وسله وال د لبنان-اسرائیل د پولې له سیمو په شا وتمبوي.

اسرائیلي پوځي چارواکي وايي، درېیم هدف یې دا دی، چې د حزب الله (رضوان) پلي ځواکونو له لوري ودان شوي سنګرونه ویجاړ کړي، چې د دوی په خبره د اسرائیل په شمال کې ''د ملکي اسرائیلیانو ډله ییزې وژنې، قتل او تښتولو لپاره کارول کېده.''

حزب الله وسله والو د اونۍ په پای کې په اسرائیل کې دننه بریدونه وکړل، چې ان تر حیفا سیمې پورې یې ګوزارونه ورسېدل. پر یکشنبه د دې ډلې مرستیال مشر وویل، اوس له اسرائیل سره د محاسبې لپاره دا یوه بې انتها جګړه ده.