بلوچستان کې چاودنې د ښوونځي د پنځو زدکوونکو په ګډون اوه تنه وژلي

د پاکستان بلوچستان ایالت مستونګ سیمې پولیس وايي، د جمعې پر سهار د دې ښارګوټي ملکي روغتون ته نژدې یوه بمي چاودنه کې ۷ کسان وژل شوي، چې پنځه پکې د ښوونځي ماشومان، یو لاروی او یو پولیس دی.
کوټه کې د بيبيسي خبریال محمد کاظم وايي، پېښه کې د ۲۵ نورو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی.
چاودنه د مستونګ ښار مسجد پر سړک د ملکي روغتون چوک ته څېرمه شوې ده.
د مستونګ ښار د پولیسو مشر عبدالفتاح وايي، چاودنه هغه مهال وشوه، چې د پولیسو یو موټر له سیمې د تېرېدو په حال کې و.
هغه وویل، په دې موټر کې هغه چارواکي هم وو چې د پولیسو واکسین کمپاین اسانچارو لپاره روان وو.
ده دا هم ویلي چې د پېښې ځای ته څېرمه یو ښوونځی هم دی چې زدکوونکې او زدکوونکې یې د پېښې له ځایه د تېرېدو په حال کې وو او یو شمېر یې پکې وژل شوي.
د ځینو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ ګڼل شوی او ۹ ټپیان د درملنې لپاره د کوټې ټراما سنټر ته لېږدول شوي.
عبدالفتاح وايي، د چاودنې په اړه پلټنې پیل شوې دي، خو د لومړنیو شواهدو له مخې، چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.
د بلوچستان وزير اعلی مير سرفراز بګټي د مستونګ دغه چاودنه غندلې او ويلي يې دي "ترهګرو په اسانه هدف کې بېګناه ماشومان په نښه کړي دي."
د بلوچستان اعلى وزير وايي، د بېګناه ماشومانو او بېګناه خلکو د وينو حساب به کېږي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د پېښې په اړه راپور غوښتی او ویلي یې دي، چې د پېښې له ځایه شواهد راټول شوي او د چاودنې نوعیت معلومېږي.
د بلوچستان د حکومت وياند شاهد رند وايي، د پېښې ټپيانو ته د طبي مرستو رسولو لپاره په روغتونونو کې بېړنی حالت عملي شوی دی.
مستونګ چېرې دی؟

مستونګ د کوټې ښار سوېل ته نژدې پنځوس کیلومترۍ کې پروت دی.
د مستونګ ولسوالۍ نفوس له بېلا بېلو بلوڅ قومونو جوړ دی. په بلوچستان کې د حالاتو له خرابېدو راهیسې په مستونګ ولسوالۍ کې هم د ناکراریو پېښې رامنځ ته کېږي او دا ولسوالي د بلوچستان یو له تر ټولو زیاتې ترهګرۍ ځپلو سیمو ګڼل کېږي.
په مستونګ کې له ډېرې مودې راهیسې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو سربېره د بمي چاودنو او هدفي وژنو پېښې هم رامنځته کېږي.
هلته سږ کال تر دې دمه څو پېښې شوې دي، په داسې حال کې چې تېر کال په سپټمبر میاشت کې د ربیع الاول پر دولسمه د یوې غونډې پر مراسمو ځانمرګي برید کې له پنځوسو زیات کسان وژل شوي وو.
تر دې وړاندې د ۲۰۱۸م عامو انتخاباتو په مهال د مستونګ په درینګړه سیمه کې په ځانمرګي برید کې له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو.
په مستونګ کې د ځينو پېښو پړه د بلوڅو وسله والو ډلو په غاړه اخيستې او د نورو پړه مذهبي توندلارو ډلو منلې ده.
خو تر اوسه د دغې نوې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.












