بلوچستان کې امنیتي پېښې؛ پاکستاني امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې

د عکس سرچینه، Getty Images
د بلوچستان مرکز کوټې ته نژدې یوه بمي چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي دي. د کچلاک (کچلاغ) یوه ځايي چارواکي پېښه تائید کړې، چې په دې پېښه کې د پولیسو ګزمې یو ګاډی په نښه شوی دی.
د کوټې پولیسو یوه افسر (اېس اېس پي) محمد بلوڅ وايي، چاودنه په لاس د جوړ شوي بم له کبله شوې، چې له کبله یې د پولیسو ګاډي ته هم سخت زیان اوښتی دی.
د یوه ځايي افسر په وینا پولیسو د معمول له ګزمې وروسته خپل ګاډی له یوې ونې سره ودراوه، او همالته یوه زوروره چاودنه وشوه.
نوموړی زیاتوي پېښه کې یو افسر (اې اېس ای) او یو سرتېری وژل شوي دي. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
کچلاغ له کوټې ښاره نژدې ۲۰ کیلومتره لېرې پرته سیمه ده، چې ډېری اوسېدونکي یې پښتانه دي. د یادونې ده، چې په دې سیمه کې له دې مخکې هم ورته بریدونه شوي دي، چې تر ډېره یې مسوولیت پاکستاني طالبانو او نورو سخت دریځو وسله والو ډلو منلی دی.
د یادونې ده، چې دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بلوچستان کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو درېیم ورته برید دی.
له دې مخکې تېره شپه کوټې ته نژدې په مستونګ سیمه کې له وسله والو سره د لیویز ملېشه ځواک دوه کسان وژل شوي وو. پېښه د مستونګ په درینګړ سیمه کې شوې.
د امنیتي ځواکونو او احتجاجیانو تر منځ 'نښته'
د مستونګ ډپټي کمشنر سید سمیع الله اغا وايي، لیویز ځواکونو د مقبول ریساني نومي کس نیولی و.
نوموړی افسر زیاتوي دې پېښې ته په غبرګون کې د مستونګ سیمې ځینو اوسېدونکو احتجاج کړی و او په درینګړ سیمه کې یې له پاکستانه ایران ته غځېدلې لویه لار تړلې وه.
د هغه په خبره کله چې لیویز ځواک د لارې پرانیستلو لپاره هلته ورسېدل، د ادعا له مخې مظاهره کوونکو پرې ډزې وکړې. په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او د یوه افسر (اېس ایچ او) په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، د متقابلو ډزو په ترڅ کې مقبول ریساني هم وژل شوی دی.
بل لور همدې مستونګ ته څېرمه قلات سیمه کې تېره ورځ د یوې بمي چاودنې له کبله د امنیتي ځواکونو اته کسان ټپیان شوي دي. د قلات یوه ځايي چارواکي په خبره ناپېژاندو کسانو د قلات په تخت جوهان سیمه کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو.
دغه چارواکی وايي، باروت هغه مهال وچاودېدل، چې د امنیتي ځواکونو کسان له سیمې د تېرېدو په حال کې وو.
یاد چارواکی زیاتوي د چاودنې له کبله د امنیتي ځواکونو اته کسان برسېرن ټپیان شوي دي.











