بلوچستان کې چاودنې دوه ماشومان او یوه ښځه وژلي، ۱۵ نور ټپيان دي

د بلوچستان په پښين ښار کې د يوې بمې چاودنې له کبله دوه ماشومان او يوه ښځه وژل شوې او ۱۵ تنه نور ټپيان دي. په ټپيانو کې پوليس هم شامل دي.
د کوټې يوه امنيتي چارواکي حمزه شفقات رسنيو ته ويلي، دوه ماشومان د پېښې په ځای کې مړه شوي، د مېرمنې د ژغورلو هڅه وشوه خو هغې هم خپل ژوند وبايله.
نوموړي زياته کړې چې د دې چاودنه موخه پوليس وو او د پنځو تنو پوليسانو د ټپي کېدو پخلی يې هم کړی چې په وينا يې د يوه حالت نازک دی.
د پښين د پوليسو د یوه چارواکي صلاح الدين په وينا چاودنه د پښين پر سرخاب سړک شوې ده.
نوموړي ويلي د لومړنيو معلوماتو له مخې چاودېدونکي توکي په يوه موټر سايکل کې ځای پر ځای شوي وو چې په ترڅ کې يې څو تنه ټپيان شول چې په هغوي کې پوليس هم شته دي.
د پوليسو په وينا ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. د دې روغتون يو ډاکتر وکيل شېرانی وايي، په چاودنه کې د وژل شويو ماشومانو پېژندګلوي لا نه ده شوې.
نوموړي زياتوي، ټول ټپيان روغتون ته وړل شوي چې له ډلې یې ۱۳ تنه له لومړنيو طبي مرستو وروسته مرکز کوټې ته لېږدول شوي دي.
پښين ښار د کوټې شمال ته په ۵۰ کيلومترۍ کې پروت دی او دا سيمه پر ډيورنډ کرښه له افغانستان سره ګډه پوله لري چې اوسيدونکي يې پښتانه دي.
تراوسه د بريد مسووليت کوم کس يا ډلې پر غاړه نه دی اخيستی خو په دې وروستيو کې د بلوچستان په پښين او نورو پښتون مېشتو سيمو کې د ورته پېښو مسووليت مذهبي سخت دريځو ډلې منلی دی.











