کوټه کې دوې چاودنې، لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د دوو چاودنو له کبله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
لومړۍ چاودنه د ښار په مشهوره موتي رام روډ سیمې په یوه هټۍ کې شوې، چې له کبله یې دوه کسان ټپیان شوي دي. د چاودنې له کبله درې داسې دکانونو ته زیان اوښتی چې ګلونه، پاکستاني بېرغونه او د ښکلا نور توکي یې پلورل.
د چاودنې له کبله په یوه دکان کې اور هم ولګېد، چې د اوروژنې کارکوونکو مړ کړی دی.
د کوټې پولیسو عملیاتي څانګې یوه افسر ذوهیب بیا د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، اغېزمن شویو دکانونو کې د اورلوبو او کورونو سینګارولو توکي پلورل کېدل.
نوموړی وايي، د اورلګېدنې له کبله د ټولو دریو دکانونو چتونه لوېدلي دي.
دا پولیس افسر زیاتوي د ټپیانو له ټپیونو داسې نه ښکاري چې چاودنې د باروتو له کبله رامنځته شوې وي.
د هغه په وینا چاودنه په دکان کې دننه شوې او داسې نه ښکاري چې له بهره څه شوي وي، خو په وینا د ''چاودېدونکو توکو ماهرینو له ارزونې وروسته به معلومه شي، چې چاودنه ولې شوې.''
بله چاودنه بیا د ښار لوېدیځ بای پاس نومي سړک په سیمه کې شوې.
د برورۍ سیمې یوه پولیس افسر په وینا هلته نامعلومو کسانو د امنیتي ځواکونو یوې پوستې ته لاسي بم ورغورځولی و.
په هغه چاودنه کې یو کس وژل شوی او دوه کسان ټپیان دي.
له دې مخکې وړمه شپه د بلوچستان د کلات په منګاچر سيمه کې د وسله والو په بريد کې دووه امنيتي سرتېري وژل شوي وو.











