د بلوچستان یوه جومات ته نژدې د چاودنې له کبله ۵۲ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Salim Sasoli
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې امنیتي مسوولین وايي، د مستونګ سیمې یوه جومات ته نژدې د یوې چاودنې له کبله لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي دي.
ځايي پولیس وايي، چاودنه د مستونګ الفلاح جومات ته نژدې هغه مهال وشوه، چې ځايي خلک د ربیع الاول ۱۲مې میلاد النبي شریف په مراسمو کې د ګډون لپاره یو ځای کېدل.
د بلوچستان عامې روغتیا یوه ځايي چارواکي رشید محمد سعید تائید کړې چې دې پېښه کې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د مستونګ پولیسو مشر شعیب مسعود له بي بي سي سره خبرو کې وايي، پولیس اوسمهال د پېښې څرنګوالي معلومولو په هکله معلومات یو ځای کوي.
ښاغلی شعیب وايي، لومړني شواهد ښيي چې چاودنه احتمالاً د یوه ځانمرګي برید له کبله شوې، چې په ظاهره یې هدف د خلکو همدا ګڼه، ګوڼه وه.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د عکس سرچینه، Screenshot
د بلوچستان اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وايي، له پېښې وروسته د ایالت مرکز کوټې په روغتونونو کې بېړنیز حالت اعلان شوی دی.
ښاغلی اڅکزی وايي، مرستندویان د پېښې ځای ته استول شوي دي او هڅه کېږي، چې سخت ټپیان د کوټې روغتونونو ته ولېږدول شي.
د بلوچستان موقت اعلی وزیر میر علي مردان خان ډومکي د دې پېښې عاملین په سختو ټکیو غندلي، د پېښې تحقیقاتو امر یې کړی او د اطلاعاتو موقت وزیر جان اڅکزي په صوبه کې درې ورځنی رسمي ویر اعلان کړی دی.










