د بلوچستان چمن ښار کې چاودنه; شپږ کسان وژل شوي

چمن

د عکس سرچینه، Khair Muhammad

ډېورنډ کرښې ته څېرمه د بلوچستان په چمن ښار کې د یوې چاودنې له کبله لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.

د کلا عبدالله سیمې مرستیال کمشنر طارق جاوید مېنګل بي بي سي ته وویل، پېښه د ساجد مومند روډ سیمه کې شوې.

د نوموړي په وینا د پېښې په هکله پلټنې پیل شوې، خو په وینا یې د پېښې ځای کې یو ویجاړ شوی موټر سایکل موندل شوی او په ظاهره ښکاري چې همدې کې باروت ځای پر ځای شوي وو.

ښاغلی مېنګل وايي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

مرستیال ډپټي کمشنر وايي، څلور سخت ټپیان د درملنې لپاره کوټې ښار ته لېږدول شوي دي.

پېښه داسې مهال شوې چې د فلسطینیانو ملاتړ په موخه د جمعیت علمای اسلام 'نظریاتي ' ګوند له لوري په چمن ښار کې غونډه کېده.

پولیس چارواکی وايي، چاودنه هغه مهال شوې چې په غونډه کې د ګډون لپاره د راغلیو ګوندي مشرانو د موټرو کاروان د پېښې ځای ته ورسېد.

چمن

د عکس سرچینه، Khair Muhammad

د ډپټي کمشنر په وینا تر اوسه معلومه نه ده، چې د چاودنې هدف څوک وو، خو په وینا یې د جمعیت علمای اسلام 'نظریاتي ' ګوند د بلوچستان امیر مولانا عبدالقادر لوڼي په ګډون سیاسي مشرانو ته پېښه کې زیان نه دی رسېدلی.

بل لور ته د جي یو ای ګوند یوه مشر عبدالستار چشتي په کوټه کې له بي بي سي سره خبرو کې ادعا وکړه، چې پېښه کې د دوی ګوندي مشران او ملګري په نښه شوي دي.

نوموړی وايي، ډېر وژل شوي او ټپیان د دوی د ګوند فعالان دي.

د بلوچستان کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیاالله لانګو دغه پېښه غندلې او په وینا له دننه د پاکستان بې ثباته کولو لپاره له بهره هڅې کېږي.