د امریکا دفاع وزیر خپلو اسیايي متحدانو ته: دفاعي لګښتونه مو ډېر کړئ

امریکا له چین سره د جګړې او لانجې په لټه کې نه ده، خو موږ باید دا یقیني کړو چې چین پر موږ او زموږ پر شریکانو نه شي مسلط کېدای.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا له چین سره د جګړې او لانجې په لټه کې نه ده، خو موږ باید دا یقیني کړو چې چین پر موږ او زموږ پر شریکانو نه شي مسلط کېدای.

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر "پیټ هیګسیت" خبرداری ورکړی چې چین تایوان ته "نږدې پېښېدونکی" ګواښ دی او له اسیايي هېوادونو یې وغوښتل چې خپل دفاعي لګښتونه زیات او د جګړې د مخنیوي لپاره له امریکا سره کار وکړي.

ښاغلی هیګسیت د اسیا د دفاع د لوړې کچې غونډه کې وویل، امریکا پر چین د تسلط په لټه نه ده، خو د امریکا د متحدانو د ډارولو اجازه هم نه ور کوي.

چین د ښاغلي هیګسیت دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د امریکا متحده ایالتونه یې په سیمه د سولې لپاره تر ټولو لوی خنډ بللي دي.

پر تایوان د چین د احتمالي برید له امله په اسیا کې د بې ثباتۍ وېره شته. تایوان د چین په ګاونډ کې خپلواک ټاپو دی چې چین یې د خپلې خاورې برخه بولي. بېجینګ تر اوسه د تایوان پر وړاندې په ډاګیز ډول د ځواک کارولو خبره نه ده کړې.

په سینګاپور کې د شانګري-لا ډیالوګ کې د خبرو پر مهال ښاغلي هیګسیت پر چین نیوکه وکړه چې د "هژموني ځواک" کېدو هڅه کوي او د اسیا ډېره برخه لاندې کول غواړي.

بېجینګ له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره د جنوبي چین سمندر کې د ملکیت پر سر ټکرونه کړي دي.

ښاغلي هیګست زیاته کړې، بیجینګ په یقیني ډول په اسیا کې د ځواک توازن بدلولو لپاره د احتمالي نظامي ځواک کارولو ته چمتو کېږي او په خپلو خبرو کې یې د ولسمشر 'شي جین پینګ' د 2027 کال هغه ضرب الاجل ته اشاره وکړه چې د دفاع وزارت ته یې پر تایوان د یرغل کولو وړتیا لپاره ور کړی دی.

دا هغه نېټه ده چې د امریکایي چارواکو او جنرالانو لخوا یې له کلونو راهیسې یادونه کېږي، خو د بېجینګ له خوا تایید شوې نه ده.

ښاغلي هیګسیت ویلي، چین د دې کار لپاره اړین پوځ برابروي، هره ورځ روزنه ورکوي او د اصلي معاملې لپاره تمرین کوي:

"اجازه راکړئ چې روښانه یې کړم، د کمونېست چین لخوا د زور له لارې د تایوان نیولو هره هڅه به د هند-ارام سمندر او نړۍ لپاره ویجاړوونکې پایلې ولري. د دې د پټولو لپاره هیڅ دلیل نه شته. هغه ګواښ چې چین یې رامنځ ته کوي ریښتینی دی او ممکن نږدې وي."

د امریکا د دفاع وزیر په خپلو کې وویل، امریکا له چین سره د جګړې او لانجې په لټه کې نه ده، خو موږ باید دا یقیني کړو چې چین پر موږ او زموږ پر شریکانو نه شي مسلط کېدای.

مخنیوی ارزانه نه دی

ښاغلي هیګسیت د شانګري- لا ډیالوګ په غونډه کې وویل، د امریکا متحده ایالتونه غواړي د جګړې د مخنیوي لپاره له خپلو متحدانو سره کلک ډال رامنځته کړي. هغه ژمنه وکړه چې امریکا به له خپلو متحدانو سره لاس یو او ګډ کار لپاره به نوې لارې ومومي.

خو هممهاله یې ټینګار وکړ چې "مخنیوی ارزانه نه دی" او له اسیایي هېوادونو یې وغوښتل چې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي. هغه د بېلګې په ډول اروپا ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ولسمشر ټرمپ له خپلو لوېدیځو متحدانو (ناټو) غوښتي چې خپل ۵ سلنه ناخالص عاید باید خپلې دفاع ته ځانګړی کړي.

هغه چین او شمالي کوریا ته په اشاره وویل، دا منطقي نه ده چې اروپايي هېوادونه دې دا کار وکړي، خو زموږ اسیايي شریکان دې چې تر ټولو له سخت ګواښ سره مخامخ دي، کم لګښت ولري. ښاغلي هیګسیت خپلو اسیايي شریکانو او متحدانو ته په اشاره وویل، دوی باید د امریکا شریکان واوسي، نه دا چې پر امریکا متکي وي.