ايا چین به د سوېل ختيځې اسيا بڼه بدله کړي؟

Chinese President Xi Jinping visits Vietnam, Hanoi - 14 Apr 2025

د عکس سرچینه، EPA

    • Author, چېن ين، ډوچ ها، جوايس لي
    • دنده, بي بي سي

کله چې په ۲۰۱۷ کال کې ټرمپ د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال پر چین تعرفې ولګولې د سوېل ختځې اسيا هېوادونو له دې ګټه پورته کړه، توليدونکي شرکتونه ويتنام، کمبوډيا او ګاونډيو هېوادونو ته ولېږدېدل او له چين سره اقتصادي تړاو کم شو.

خو اوس ټرمپ د دويمې دورې پر مهال خپله لار بدله کړې ده. پر ويتنام او کمبوډیا يې ۴۶٪ او ۴۹٪ درنې تعرفې لګولې دي. د دې تر څنګ يې پر اندونيزيا ۳۲٪ او ماليزيا ۲۴٪ تعرفه وضع کړې ده. د یادولو وړ ده چې دا تعرفې د ۹۰ ورځو لپاره ځنډول شوې دي.

اوس چین له دې فرصته ګټه پورته کړې. د چين ولسمشر شي جېنپېنګ د خپل سیمه ییز سفر پر مهال پر هېوادونو غږ وکړ چې "په ګډه د کورنيو توليدانو د ملاتړ پر ضد مقاومت" وکړي، او ژمنه یې وکړه چې له اندونیزیا واردات زیاتوي، او چین یې د "اقتصادي نړیوالتوب او ازاد تجارت مدافع" په توګه معرفي کړ.

د سينګاپور د ملي پوهنتون ښوونکی يان چونګ وايي، "د سوېل ختیځې اسیا هېوادونه تل د منځګړي رول لوبوي، د امریکا او چین ترمنځ توازن ساتي. اوس سیمه له چین سره نژدې شوې ده. د ټرمپ چلند د امریکا باور خورا زیانمن کړی دی. نو د شي شهرت حتی له کوم اقدام پرته زيات شوی دی".

"خو اصلي پوښتنه دا ده: چې پر چين څومره باور کېدی شي؟ د سوېل ختیځې اسیا هېوادونه د چین پانګونې او بازار ته اړتیا لري، او شي ډېرې ژمنې کړې دي. خو د کورنیو ستونزو او اقتصادي کمزورۍ په نظر کې نیولو سره، ایا چین دا ژمنې پوره کولی شي؟"

يو له بل سره اقتصادي تړاو

People walk past a gate of the Samsung Electro-Mechanics factory, following U.S. President Donald Trump's imposition of a tariff rate of 46 per cent on Vietnam, in Thai Nguyen province, Vietnam, April 9, 2025.

د عکس سرچینه، Reuters

د ۶۸۰ میلیونه وګړو او د نړۍ د پنځم ستر اقتصاد لرونکی، اسيان هېوادونه د نړیوال توليد ځنځیر کې مهم رول لري.

اسيان يا د جنوب ختيځې اسيا د ملتونو ټولنه کې ماليزيا، اندونيزيا، برونای، کمبوډيا، لېواس، ميانمار، فېلېپن، سېنګاپور، تايلنډ او ويتنام شامل دي.

د امریکا او چین د لومړۍ سوداګريزې جګړې له وخته راهیسې، دغه سیمه اوس د نړیوالو تولیدي پانګونو لپاره مهم مرکز ګرځېدلی دی.

د اسټراليا په لووي انسټېټوټ کې د سوېل ختيځې اسيا د برخې مشره سوزانا پاټن وايي، "په ډېرو برخو کې چين هم د سوېل ختيځې اسيا سيال دی او هم اقتصادي شریک".

د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ، امریکایي شرکتونو د اسیان هېوادونو په تولیدي پانګونو کې ۲۵٪ برخه درلوده، جاپان ۱۱٪، او اروپايي ټولنې ۱۰٪. د چین ونډه ډېره ژر لوړه شوه چې اوس شاوخوا ۸٪ ښودل کېږي، سره له دې چې کارپوهان باور لري اصلي شمېره له دې زیاته ده، ځکه ډېری پانګونې دلته د هانګ کانګ او نورو ساحلي شرکتونو له لارې کېږي.

د اوسني تعرفوي جنګ له امله، د "چین پلس یو" صنعتي نظام نور کار نه ورکوي. د اسېن هېوادونه په بېړه بهرنیو پانګونو ته اړتیا لري او په چین کې فرصتونه ویني. خو د راهوډوم ګروپ له مخې، دری فکتورونه به د چین د بهرنۍ مخامخ پانګونې برخه کې ټاکونکی رول ولري:

تعرفوي توپیرونه: که د اسیان هېوادونو او چین ترمنځ د تعرفو لوی توپیرونه پاتې شي، نو چینایي شرکتونه به د اسیان له لارې د امریکا بازارونو ته د لاسرسي لپاره ګټه واخلي. که د امریکا او اسیان تر منځ خبرې ناکامه شي یا د امریکا-چین تعرفې کمې شي، نو شرکتونه ښايي بېرته چین ته ستانه شي.

د امریکا څارنه: د اسيان هېوادونو په صادراتو کې د چینايي موادو په اړه د امریکا مخ په زياتېدونکې اندېښنه کولی شي سيمه ييز هېوادونه دې ته اړ کړي چې چينايي محصولات کم کړي.

د چین اقتصادي وضعیت: د چین د لمریزې انرژۍ سکتور کمزوري کېدنه لا دمخه بهرنیو پانګونو اغېزمنه کړې. که د موټرو یا مصرفي محصولاتو سکتور هم کمزوری شي، نو دا به د پانګونو جریان اغېزمن کړي. چین ښايي د کورنیو دندو د خوندي کولو لپاره بهر ته د پانګونې مخه ونیسي.

د چین دیپلوماتیک نرم دریځ

Vietnamese President Luong Cuong and Chinese President Xi Jinping meet at the Presidential Palace in Hanoi, Vietnam, April 15, 2025.

د عکس سرچینه، Reuters

د اقتصاد تر څنګ، جیوپولیتیکي ترینګلتیاوې هم موجودې دي.

پروفيسور يان چونګ وايي، "چین او د اسيان هېوادونه ګاونډیان دي، یو پر بل متکي، خو شخړې هم شته".

د جنوبي چین سمندرګي کې د ځمکنۍ ادعاوو شخړې لا هم دوام لري، چېرې چې د چین ادعاوې له ویتنام، فلیپین، او مالیزیا سره ټکر کوي.

د اسيان هېوادونو کې د چین له خوا د قومی چینیانو ځای پر ځای کېدو هم حساسیتونه زیات کړي دي.

د اندونیزیا او مالیزیا په څېر د مسلمانانو اکثریت لرونکو هېوادونو لپاره، په شینجیانګ کې د ایغور مسلمانانو سره چلند بله مهم موضوع ده.

نور مسئلې هم شته، لکه د تایوان تنګی او جنوبي چین سمندرګي کې د تاوتریخوالي شونتيا چې دواړه د سوېل ختیځې اسیا لپاره مهمې تجارتي لارې دي. هر ډول شخړه کولی شي نړیوال توليدي ځنځیرونه ګډوډ کړي او د اسيان اقتصاد ته دروند زیان ورسوي.

ښاغلی چونګ وايي، "د سويل ختیځې اسیا هېوادونه غواړي له چین سره ښې اړیکې ولري، خو لا هم احتیاط کوي. هغوی ته د بیجېنګ د پوځي اقدام خطرونه ښه معلوم دي."

چین له دې سیمه‌ایزو حساسيتونو خبر دی. د ویتنام د سفر پر مهال، شي جینپینګ د استعماري ځواکونو پر وړاندې د ګډو مبارزو یادونه وکړه، خو له حساسو مسایلو لکه د ۱۹۷۹ چین-ویتنام جګړه یا د جنوبي چین سمندرګي روانې شخړې يادولو یې ډډه وکړه.

د اسټراليا د نوي جنوبي وېلز پوهنتون پورفيسور کارلي تېير وايي، "د فلیپین پرتله چین د ویتنام پر وړاندې نرم دریځ غوره کړی دی."

په کمبودیا کې هم ورته احتیاطي توازن لیدل کېږي. د چین له خوا تمویل شوې د رييام سمندري اډې پراختیا له لانجو سره مله وه، خو د شي له سفر وړاندې د کمبودیا لومړي وزیر هون منیت د اډې پرانیسته وکړه، او ټینګار یې وکړ چې دا تاسیسات د کمبودیا تر کنټرول لاندې دي.

سیمه‌ییز بدلون

له یوې خوا، چین هڅه کوي له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړي، خو له بلې خوا یې په زغرده ویلي، "چین له هر هغه هوکړې سره کلک مخالفت کوي چې د چین د ګټو په زیان وي. که داسې څه پېښ شي، چین به یې هېڅکله ونه مني او کلک ځوابي ګامونه به پورته وکړي."

د تعرفو له اعلان وروسته ټرمپ ویلي چې تر اوسه له ۷۰ ډېرو هېوادونه له امریکا سره د مذاکراتو لپاره اړیکه نیولی ده.

نو د سویل ختیځې اسیا ډېری هېوادونو ته دا یو سخت او پېچلی حالت دی.

د نيو سوت وېلز پوهنتون استاد کارلي تیير د بي بي سي ويتنامۍ څانګې ته ويلي، "ویتنام نه شي کولای چې د ټرمپ د امریکا د نړیوال قانون، ازاد تجارت، څو اړخیز نظام او نړیوالتوب کمزوري کولو مخه ونیسي. ویتنام نه شي کولای خپله جغرافیه بدله کړي."

نوموړی زیاتوي، ویتنام باید هڅه وکړي نوي بازارونه پیدا کړي، لکه د منځني ختیځ هېوادونه او د جنوبي امریکا سیمه‌ییز اقتصادي بلاک په څېر.

په همدې حال کې، مالیزیا په سویل ختیځه اسیا کې د تعرفو په جګړه کې يو څه ګټونکې بلل کېږې، ځکه چې د دې هېواد تعرفه یوازې ۲۴٪ ده، او له لوړو تعرفو لږېددونکو هېوادونو ډېر کاروبارونه دلته لېږدېدلی دی.

د چین په ټولنیزو رسنیو کې مالیزیا ته کارخانو د لېږد بحثونه تاوده دي، ځکه هلته د چینايي نژاد وګړو شتون کاروباري لېږد اسانه کړی دی.

د توازن ساتل

ویتنام خپله بهرنۍ تګلاره "بمبو ډیپلوماسي "بولي، دا اصطلاح په ۲۰۱۶ کې د پخواني مشر نګویین فو ټرونګ له خوا معرفي شوې وه. دا مفهوم د قدرتونو ترمنځ د سیاست یو انعطاف منونکی او محکم دریځ بیانوي.

لکه باڼس یا بمبو، ویتنام د خپلو اساسي ګټو پر وړاندې کلک ولاړ دی، خو د امریکا او چین تر فشار لاندې انعطاف هم لري.

د اسيا پېسېفېک د امنيتي مطالعاتو مزکز ښوونکی الکساندر ووينګ وايي، "ویتنام تر ډېره د دې توازن ساتلو کې بریالی دی، تر دې چې 'بمبو ډپلوماسي' د اسیا د هوښیار سیاست سمبول ګرځېدلې. خو اوس دا نازک پول نور هم نری شوی دی."

"ویتنام دا درک کړې وه چې ښايي یوه ورځ داسې راشي چې د قدرتونو ترمنځ بې پرې پاتې کېدل نور شوني نه وي. خو ځکه چې دا يې تر ټولو وروستی غوراوی و، نو دوی ورته چمتووالی نه درلود. اوس دا ورځ راغلې، او ویتنام حیران پاتې دی."

اندونیزیا هم له ورته ننګونو سره مخ ده. سره له دې چې خپل بې پرې دریځ یې ساتلی، خو پر چین د اقتصادي تکيې زیاتېدلو دا وضعیت پېچلی کړی دی.

د اقتصاد او قانون د مطالعاتو مرکز مشر بهيما يودهسترا وايي، "ښکاري چې اندونیزیا به نوره بې‌ طرفه پاتې نه شي. په ۲۰۲۴ کې له چین نه د اندونیزیا واردات ۳۳ سلنې ته لوړ شوي دي."

"دا معنا لري له دې وروسته هر څه چې کېږي، اندونیزیا به نوره هم پر چین متکي او له برېکس هېوادونو سره به نژدې شي."

پروفیسور تيير وايي د اوسني حالت د مقابلې لپاره څلور عمومي تګلارې شته: توازن ساتل، له حالاتو سره سمه همغږي، له نازک پله تېرېدل، او بې پرېتوب. هېوادونه کولای د خپلو ګټو پر بنسټ له یوې تګلارې بله غوره کړي.

دی زیاتوي، فلیپین د "توازن ساتلو" تر ټولو څرګند مثال دی، په ۱۹۵۱ کې يې له امریکا سره اتحاد وکړ، چې له کمونیستي چین څخه ځان وساتي.

دی وايي، په يوه حالت کې یو کمزوری هېواد له پياوړي هېواد سره د ملاتړ او يا د شخړې د مخنيوي په نيت یوځای کېږي. میانمار، کمبودیا او لاوس د دې تګلارې ښکاره مثالونه دي، چې له چین سره نژدې اړیکې لري.

د پروفیسور تییر په وینا، مالیزیا او ویتنام، په بریالیتوب سره هغه ستراتیژي کارولې چې یو وړوکی هېواد له مختلفو قدرتونو سره هم‌مهاله اړیکې جوړوي، څو د لویو قدرتونو اغېز توازن کړي.

بل پلو، هند او اندونیزیا د "غیر تړلي" سیاست پیروي کړې ده.

اسيان هڅه کوي د ټرمپ د تعرفو پر وړاندې یو واحد غږ ولري. د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم، چې سږ کال د اسيان مشري کوي، ویلي، "چې هېواد به د يوې متحدې سيمه ييزې جبهې د وړاندې کولو هڅې رهبري کړي، او دا ډاډ به ترلاسه کړو چې د اسيان ګډ غږ په نړیوال ډګر کې روښانه او ټینګ اورېدل کېږي."

د هانګ کانګ د اسیايي مطالعاتو د مرکز مشر، ډاکټر پینګ نیان یوه ژوره ستراتیژي وړاندې کوي:

"د سویل ختیځې اسیا هېوادونه نور یوازې د امریکا او چین ترمنځ غوراوی نه ګوري. هغوی هڅه کوي اقتصادي شریکان پراخ کړي. اروپا او نور بازارونه هدف وګرځوي، تر څو پر یوه قدرت پورې ډېر متکي نه وي."