ایا چین د هند او پاکستان په شخړه کې ګټونکی و؟

د عکس سرچینه، X/Shehbaz Sharif
- Author, انبراسان اېتيراجان
- دنده, د جنوبي اسيا څانګې مشر
روانه کې مياشت د هند او پاکستان تر منځ څلور ورځنۍ شخړه په اوربند سره پايته ورسېده. دواړه خواوې د بريا دعوا کوي خو اوس داسې ښکاري چې د چين دفاعي صنعت هم په ناڅاپي ډول يو بل بريالی لوری ګڼل کېږي.
دغه شخړه د مې پر اوومه هغه مهال پيل شوه کله چې هند وويل د اپرېل پر ۲۶ د پهلګام له بريد وروسته يې چې ۲۶ سيلانيان په کې ووژل د پاکستان د ننه د "ترهګرو مرکزونو" پر ضد عمليات کړي دي.
د هند تر ولکې لاندې کشمير د پهلګام په یوه ښکلې دره کې سيلانيان ووژل شول، هند تور پورې کوي پاکستان د وسله والو ملاتړ کړی خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.
د هند له لورې د "سندور"په نامه له عملياتو وروسته دواړو خواو يو بل ته پوځي ځوابونه وکړل چې په دې کې بې پيلوټه الوتکې (ډرون)، توغندي او جنګي الوتکې وکارول شوې.
هند له فرانسوي او روسي الوتکو کار واخيست بل پلو پاکستان بيا له جې۱۰ او جې ۱۷ الوتکو چې له چين سره په ګډه يې جوړې کړې وکارولې. دواړه لوري وايي، الوتکې يې له پولې نه دې اوښتې او له لرې يې يو پر بل توغنديز بريدونه کړي دي.
پاکستان ادعا کړې چې لږ تر لږه شپږ هندۍ جنګي الوتکې يې نسکورې کړې دي چې په هغو کې نوې پېرل شوې فرانسوۍ رافايل الوتکې هم شاملې دي. هند تراوسه دغه ادعا نه ده تائید کړې.
د هند د هوايي ځواک مرستيال مارشال اې کې بهارتي تېره اوونۍ د دغو ادعاو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، "تلفات د جګړې برخه ده".
نوموړي زیاته کړه، "موږ خپلې ټاکلې موخې ترلاسه کړې او ټول پيلوټان مو بېرته راستانه شوي دي."
هند ادعا کړې چې د پاکستان دننه يې د لشکرطيبه او جيش محمد وسله والو ډلو مرکزي دفترونه په نښه کړي او لږ تر لږه "۱۰۰ ترهګر" يې وژلي دي.
نښتو کې د زيانونو په اړه کره معلومات لا هم نه دي څرګند شوي. ځينو رسنيو راپور ورکړی چې پنجاب او د هند تر ولکې لاندې کشمير کې الوتکې لوېدلې دي خو د هند حکومت تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
رويټرز د امریکايي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې ښايي پاکستان د چين جوړې جې ۱۰ الوتکې کارولې وي. دا چې پاکستان په جګړه کې چينايۍ وسلې کارولې او بيا يې د بريا دعوا کړې، ځينې شنونکي دا د چين د فاعي صنعت لپاره يو لوی فرصت بولې خو ځينې نور بيا ورسره همغږي نه دي.
ځینو کارپوهانو دا د چين د وسلو صنعت لپاره د "ډيپ سيک شېبه" بللې. د روان کال په جنورۍ کې د مصنوعي ځيرکتيا يوه چينايي شرکت د امریکا مشهورو شرکتونو ته چلېنج ورکړ.
يوه متقاعد چينايي ډګروال يا کرنل ژو بو بي بي سي ته وويل، "هوايي جګړه د چین د وسلو صنعت لپاره يو لوی اعلان و. تر دې مهاله چين هېڅ چانس نه درلود چې خپلې وسلې يې په جنګي حالت کې وازمويل شي".
نوموړی چې په بېجينګ کې شننونکی دی وايي، "د دې نښتې پايله ښيي چې له چين سره داسې سيستمونه شته چې بل څوک يې نه لري."
د جې ۱۰ الوتکو جوړونکي شرکت چې د اوېک چېنګډو په نامه يادېږي ونډې يې تېره اوونۍ ۴۰ سلنه لوړې شوې.
خو ځينې شنونکي بيا وايي، لا وختي ده چې د چينايي وسلو غورتوب دې جوت شي.
د لندن کېنګز کالج استاد والټر لاډويک وايي، لا نه ده ثابته شوې چې چينايي الوتکو د هند د هوايي ځواک په ځانګړې توګه د رافايل الوتکو مقابله کړې وي.
نوموړي وويل، "د پوځي اصولو له مخې لومړی بايد د دښمن هوايي دفاع له منځه يوسې، هوايي غورتوب ترلاسه کړې، بيا ځمکني هدفونه وځپې. خو داسې ښکاري چې د هند ماموريت دا نه و چې د پاکستان له لوري پوځي غبرګون راوپاروي".
ښاغلی لاډويګ په دې باور دی چې هندي پيلوټانو ته په داسې حال کې د الوتنې لارښوونه شوې وه چې د پاکستان ټول هوايي سيستمونه په بشپړه توګه د تيارسي په حالت کې و. د هند هوايي ځواک د دې عملياتو يا خپلې هوايي ستراتيژۍ په اړه څه معلومات نه دي ورکړي.
بيجېنګ هم تراوسه د هغو راپورونو په اړه څه نه دي ويلي چې ګواکي جې ۱۰ جنګي الوتکو د رافايل په ګډون هندۍ جنګي الوتکې راغورځولې دي. خو د جې ۱۰ له خوا د يوې لوېديځې وسيلې د راغورځولو ناتائيد شويو راپورونو د چين پر ټولنیزو رسنيو خوښۍ راپارولې دي.
د ايټاليا په ويروونا کې د امنيتي څېړنو نړيوال ټیم کې د چين څېړونکې کارلوټا ريناودو وايي، "د چین ټولنيزې رسنۍ د ملي احساساتو له پيغامونو ډکې شوې، که څه هم د شته معلوماتو پر بنسټ پرېکنده پاېلې ته رسېدل ګران دي".
نوموړې زياته کړې، "دا مهال برداشت له حقيقت نه ډېر اهميت لري، که له دې زاويې ورته وګورو نو اصلي ګټونکی همدا چين دی".
چين د پاکستان يو ستراتېژيک او اقتصادي متحده دی. دا هېواد د چين او پاکستان اقتصادي دهلېز تر چتر لاندې په پاکستان کې له ۵۰ میلياردو ډالرو زياته پانګونه کوي.
نو يو کمزوی پاکستان د چين په ګټه نه دی.

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان امنيتي شنونکی امتياز ګل وايي، "د هند او پاکستان په دې تازه شخړه کې چين یو مهم رول درلود. دې کار د هند پوځي پلان جوړونکي حيران کړل. دوی ښايي د پاکستان او چين ترمنځ د همکارۍ ژورتيا د عصري جګړې په چوکاټ کې نه وه اټکل کړې".
کارپوهان وايي، په جګړه کې د چينايي الوتکو کارېدل او وړتيا لوېديځو هېوادونو له نژدې وڅېړله، ځکه دا به د نړۍ د وسلو پر بازار پراخ اغېز ولري. امريکا اوس مهال په نړۍ کې د وسلو تر ټولو ستر صادرونکی هېواد دی. په داسې حال کې چې چین بیا څلورم ځای لري.
چین ډېری خپلې وسلې پر مخ پر ودې هېوادونو لکه ميانمار او پاکستان پلوري. وړاندې پر چينايي وسلو د ټيټ کيفيت او تخنيکي ستونزو له کبله نيوکې کېدې.
راپورونه وايي، د ميانمار پوځ په ۲۰۲۲ کال کې د چين او پاکستان له خوا په ګډه جوړې شوې جې اېف ۱۷ جنګي الوتکې د تخنيکي ستونزو له کبله ښکته کړې وې.
د نايجيريا پوځ هم په چين کې د جوړو شويو اېف۷ جنګي الوتکو له تخنیکي ستونز شکايت درلود.
بل مهم ټکی دا دی چې دا لومړی ځل نه دی چې هند خپله يوه الوتکه پاکستان ته له لاسه ورکوې. په ۲۰۱۹ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د هوايي شخړې پر مهال چې د هند له خوا پر شکمنو ترهګريزو موخو له بريدونو وروسته رامنځته شوه يوه روسۍ جوړه الوتکه د پاکستان په خاوره کې را وغورځېدله او پيلوټ يې ژوندی ونيول شو چې څو ورځې وروسته بېرته خوشی کړل شو.
ښاغلی لاډويګ وايي، سره له دې چې تېره اوونۍ د هندي الوتکو د غورځېدو راپورونه خپاره شول، هند د مې پر لسمه د پاکستان د ننه د پام وړ اهداف وويشتل خو دا خبره په نړيوالو رسنيو کې له پامه غورځېدلې ده.
هندي پوځ وويل، په یوه همغږي بريد کې يې د پاکستان ۱۱ هوايي اډې ويشتلې چې د راولپنډۍ تر څنګ ستراتيژيکه د نورخان هوايي اډه هم شامله ده. دا د پاکستان د پوځ مرکز ته څېړمه يو مهم هدف و چې اسلام اباد يې هېښ کړ.
يو تر ټولو لرې هدف له کراچۍ ۱۴۰ کيلومتره لرې په بهولاري کې و.
ښاغلی لاډویګ وايي، دا ځل هند د جګړې له معياري کړنلارې کار واخيست، لومړی يې د پاکستان هوايي دفاع او رادار په نښه کړ او بيا يې ځمکني هدفونه وويشتل.
د هند جنګي الوتکو د توغنديو، وسلو او بې پيلوټه الوتکو يو بشپړ سيستم وکاراوه سره له دې چې پاکستان د چين له خوا ورکړل شوی د اېچ کيو ۹ دفاعي سيستم کاراوه.
لاډويګ زیاتوي، "داسې ښکاري چې بريدونه هدفمند او کره وو. چاودنې کره د الوتکو پر ليکو شوې. چې همدا مناسب ځای و. که جګړه اوږده شوې وای، زه نشم ويلی چې د پاکستان هوايي ځواک به څومره ژر دا اډې بېرته فعالې کړې وی".

د عکس سرچینه، Reuters
په غبرګون کې پاکستان وويل چې پر هندي هوايي اډو يې بريدونه کړي او توغندي يې پرې توغولي خو هند ادعا وکړه چې بريدونو کې وسايلو او کارکوونکو ته زيان ته دی اوښتی.
کله چې حالات له کنټروله د وتلو په حالت کې وو، امريکا او متحدينو يې پر دواړو خواو د جګړې درولو لپاره فشار واچاوه.
خو کارپوهان وايي، د هند لپاره دا شخړه يو خبرداری و.
بيجېنګ که څه هم د هند او پاکستان د وروستۍ شخړې په اړه تبصره نه ده کړې خو هڅه کوي وښيي چې د دوی وسلې د لوېديځ له وسله سره سيالي کولی شي.
هند په دې هم پوهېږي چې چين پاکستان ته کومې جنګي الوتکې ورکړې هغه زاړه ماډلونه دي، بيجېنګ اوس د لا پرمختللو جې۲۰ الوتکو کارول پيل کړي چې رادار يې نه شي څارلی.
هند او چين له اوږدې مودې راهيسې د کشمیر کې پر پوله اختلاف لري او په ۱۹۶۲ کيې يوه لنډه جګړه وکړه چې هند په کې ماته وخوړه. په ۲۰۲۰ کال د جون مياشت په لداخ کې يوه بله سرحدي نښته هم وشوه.
کارپوهان وايي هند ته ښه معلومه ده چې باید خپل دفاعي توليدي صنعت لا چټک کړي او له نړيوالو د وسلو اخيستل هم ګړندي کړي.
د اوس لپاره د چين دفاعي صنعت د خپلې يو جنګي الوتکې د بريا له دعوا وروسته د پاملرنې په مرکز اوښتی او له دې خوند اخلي.








