فوټسال؛ اوکرایین لوبډلې د یو په مقابل کې افغانستان ته په څلور ګولونو ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام په ګروپي سیالیو کې د اوکرایین فوټسال لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړه. اوکرایین لوبډلې د یوه په مقابل کې په څلورو ګولونو بریا خپله کړه.
نننۍ لوبه د ازبکستان په اندیجان کې وشوه.
اوکرایین لوبډلې د لوبې لومړۍ برخې په ۱۴مه دقیقه کې د پنالټي له لارې لومړی ګول وکړ او له نژدې یوې دقیقې وروسته یې دویم ګول هم وکړ. دې سره د لوبې لومړنۍ برخه د صفر په مقابل کې د اوکرایین لوبډلې د دوو ګولونو په مخکښتوب پای ته ورسېده.
د دویمې برخې په ۲۵مه دقیقه کې افغان لوبغاړی مهران غلامي وتوانېد د خپلې لوبډلې لپاره ګول وکړي او تر یوه بریده د خپلې لوبډلې لپاره په سیالي کې د پاتې کېدو هیله ژوندۍ وساتله.
اوکرایین لوبډلې بیا له دې وروسته یرغلګرانه لوبه کوله او په ۳۶ او ۳۷ دقیقو کې یې دوه نور ګولونه وکړل، چې دې سره یې نه یوازې په همدې سیالي کې بریا باوري شوه، بلکې د سیالیو بل پړاو ته یې هم لار وموندله.
اوس هم داسې ډېر احتمال شته، چې افغان لوبډله د سیالیو بل پړاو ته لار ومومي، ځکه د افغانستان د ګولونو توپیر یوازې منفي دوه دی. خو پرته له هغه باید ګواتیمالا خپله سبانې لوبه د ۷ ګولونو په توپیر وګټي.
بل پلو د اسیا جام اتلولیو ته د لار موندنې سیالیو کې د افغانستان تر شل کلنو ټیټ عمره لوبډلې ۱-۰ ماکاو ته ماتې ورکړه.
له دې پایلې سره افغانستان په سي ګروپ کې له درې پواینټونو او منفي دوو ګولونو توپیر سره درېیم ځای خپل کړ.
د فوټسال لومړۍ نړیوال جام په ۱۹۸۹ زېږدیز کال کې شوی و او له هغه مهال راهیسې تر ټولو ډېرې پنځه نړیوالې اتلولۍ برازیل ګټلې چې وروستۍ هغه یې په ۲۰۱۲م کال کې وه.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله لومړی ځل نړیوال جام ته رسېدلې چې د نړۍ ۲۴ غوره لوبډلې پکې لوبېږي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله روان کال د اسیا ملتونو جام سیالیو کې له لوبېدو او غوراوي پړاو وروسته تر دغه ځایه رسېدلې ده.
د فوټسال په نړیوال جام سیالیو کې چې په ازبکستان کې روانې دي، افغان لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه له انګولا وګټله او په دویمه لوبه کې يې په لږ توپیر له ارجنټاینه ماتې وخوړه، چې دا مهال په نړۍ کې دویم ځای لري.










